شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ملي دفاع وزیر: پوځ د خلکو شتمني ده، باید ملاتړ یې...

د ملي دفاع وزیر: پوځ د خلکو شتمني ده، باید ملاتړ یې وکړي

تاند( یک شنبه، د سرطان ۶) د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان اردو او پوځ د افغانستان د خلکو شتمني ده او باید ملاتړ یې وکړي.

نوموړي خلک هڅولي چې په بېلابېلو برخو کې له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي او د دوی ملاتړ وکړي.

هغه تر دې وړاندې هم په دې برخه کې له خلکو مرسته غوښتې وه او ټینګار یې کړی و چې افغان حکومت به د پوځ تر څنګ درېدونکو کسانو ته وسلې او مهمات ورکوي.

خو د دې سره سره هم افغان حکومت ویلي چې د ملېشه جوړولو مخالف دی او عامو افغانانو ته په کار ده چې له خپل حکومت سره همکاري وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې افغان ولس د نظام په ملاتړ وسله را پورته کړې ده.

تازه د تېرې جمعې ورځ د خوست ولایت د ځدراڼ قوم هم د افغان پوځ په ملاتړ او د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون وکړ.

خوست کې د نظام او افغان ځواکونو په ملاتړ وسله وال پاڅون وشو

1 COMMENT

  1. هو بلکل، خو پوج هم بايد د طالبانو غوندې وحشت په افغانانو ونکړي، د‌جنک په ميدان کې ډير بې ګناه افغانان د طالبانو په نوم شهيدان کيږي چې يا قصدي يا يې سرتېرو ته خپل مسووليت نه دی ور ښودلی، بیا نو د يو وحشي طالب او عسکر هيڅ ډول ظلم ولس ته د منلو نه ده او د اولس دې خدای مل سي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب