شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخوست کې د نظام او افغان ځواکونو په ملاتړ وسله وال پاڅون...

خوست کې د نظام او افغان ځواکونو په ملاتړ وسله وال پاڅون وشو

تاند ( شنبه، د سرطان ۵) د خوست ولایت د ځدران مېشتون سیمو اوسېدونکو د نظام په ملاتړ  وسله وال پاڅون وکړ.

دوی د پرون د جمعې په ورځ د دې پاڅون پرمهال وویل، چې دوی به له امتیاز پرته د خپل هېواد، سیمې، کلي او کور ساتنه کوي.

پاڅون کوونکو زیاته کړه، چې هېچا ته به اجازه ورنکړي، څو د دې هېواد د تېرو ۲۰ کالونو لاسته راوړنې له منځه یوسي او یو ځل بیا افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکیل کړي.

د دې پاڅون پرمهال د ځدراڼو د ټولنیزې شورا مشر حاجي مارک ځدراڼ وویل، په اوس وخت کې هر افغان ته په کار ده، چې د نظام تر څنګ ودریږي او ملاتړ یې وکړي.

په ورته وخت کې بیا د خوست چارواکي چې سپېرې ولسوالۍ ته پاڅونوالو سره د لیدنې په موخه ورغلي ول، د قومي پاڅون ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې افغان حکومت به هم د دوی ترڅنګ ولاړ وي او ملاتړ به یې کوي.

د خوست والي مهمند کټوازی وایي، لويې پکتیا  او په ځانګړي ډول د ځدراڼو قوم د تاریخ په اوږدو کې د وطن ساتنې په لاره کې قربانۍ ورکړي او اوسني نسل کې يې هم د وطن ساتنې دا احساس پیاوړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره هم مهاله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد زرګونه ولسي پاڅونوال جګړې ته تیار شوي او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې د جګړې اعلان کړی دی.

له خوست وړاندې د پروان، بغلان، بلخ، فاریاب، سمنګان، کندز، تخار، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نور ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو هم د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې ده.

1 COMMENT

  1. د افغانستان ټول ولایتونه، قومونه او ځوانان باید د طالب پلیدې پدیدې پر ضد د افغان دولت ملاتړ وکړي. تر سو دا د پاکستان نا اهله اولاد خپل د چټلو او شيطاني اعمالو نتیجه تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب