شنبه, مې 18, 2024
Home+ځان روزنه / لیکوال: محمد تمیم تکل

ځان روزنه / لیکوال: محمد تمیم تکل

ډيالوگ:

عبدالله: زه د قرآن حافظ یم، په خپل کور او ځینو نورو ځایونو کې ډېر ښایسته تلاوت او قرائت کولی شم، داسې چې هر یو مې ستاینه کوي؛ خو کله چې په کوم هوټل کې څه محفل وي، ختم یا خیرات وي؛ هلته مې په وړتیاوو شکمن شم او هېڅ هم نه شم کولی؛ که بیا هم د دریځ سر ته مې څوک وغواړي، زه فکر کوم چې دلته خو مسلکي قاریان او د تجوید ماهر حافظان راغلي او ناست دي؛ زه به څه یم او تلاوت به مې څه وي؛ نو هم مې بدن کې لړزه گډه شي او هم مې غږ خراب شي، ساړه مې وشي او آن آیتونه مې هېر هم شي؛ یوه آسانه د حل لاره که راوښيې، لطفا!؟

عبدالرحمن: سر پورته ونیسه او په ځان فخر وکړه! پام دې وي چې یو دروني فخر دی او یو په نورو مسلمانانو باندې ځان لوړ گڼل او تکبر کول چې دا بیا ناروا کار دی. ته باید لومړی له ځان سره سوله وکړې، ته باید لومړی ځان ومنې، ساده مثال به درکړم، تا چې څومره مسجونه په واټساپ کې خلکو ته کړي دي؛ هغه همدا اوس واوروه، چې څومره دې خپل غږ نه کرکه کېږي، آیا همداسې نه ده؟ تا یو ملگري ته غږیز مسیج کړی او اوس هغه چې اورې شرمېږې؟

بل مثال به درکړم: ته نن د کابل قرغې، یا د ننگرهار کامې او یا هم د نورستان کامدېش ته تللی وې، په حساب باندې ۲۰۰ عکسونه دې واخیستل، ماښام کور ته راغلې، زړه دې و، چې له دغو ۲۰۰ عکسونو څخه یو یې د فېسبوک پروفایل له پاره انتخاب کړې، تقریباً ۲۰ دقیقې همداسې لاندې ځې او پورته ځې؛ خو عکس نه شې انتخابولی؟ یوه عکس کې دې غاښونه ښکاري، په بل کې کوږ درېدلی یې، بل کې دې د سر وېښتان جړ دي او حیران یې چې کوم یو یې انتخاب کړې؛ دغسې ده؟

بس پوه شه چې ته سولې ته اړتیا لرې او باید له ځان سره سوله وکړې.

ته اوس همداسې یې؛ همداسې دې ځان ومنه!

همدا دې غږ او همدا دې رنگ او ښایست دی، همدا ومنه که هر څنگه کېږي، په ځان او په غږ باندې به دې نه شرمېږې.

په خپل ژوند کې دې په درې شیانو وویاړه. په ریښتیا پرې وویاړه. کېدای شي چې دا درې موارد هر څه وي. یوازې مهمه نکته او باریکي دا ده؛ چې کوم کار کوې په هغه باندې مطمئن اوسې او په خپلو لاسته راوړنو باندې وویاړې.

دې ته به نه گورې چې څوک څه درته وايي. په یوه برخه کې دې ځان ورسوه او استاد جوړ شه، خدای دې وکړي چې هر یو درپسې بد ووايي؛ خو ته دې له ځانه راضي اوسه او په مسلکيتوب دې وویاړه. دغه نوی کسب او تازه مهارت دې مبارک شه. استاد شوې له خیره!

یو بل مثال په پخلي او آشپزي کې درکوم!

«سټېف» به بازار موندنه کوله، دا کار یې پرېښود، هغه ښه احساس نه کاوه، له خلکو شرمېده او له دروني وېرې سره مخ شوی و. دومره یې روحیه وژل شوې وه؛ چې هېڅ بل کار یې هم نه کاوه او کرار په کور کې ناست و.

ده به کور کې ډوډۍ پخوله او پخلی به یې کاوه، بیا به یې خپل ملگري دعوت کړل او هغوی به هم بنډار وکړ او هم به یې ډوډۍ وخوړه؛ خو دا ډوډۍ ډېره خوندوره وه.

له څه وخت وروسته به، د ده ملگري هره چارشنبه او جمعه د ده کور ته راتلل او ده به ډوډۍ ورته پخوله. د ده یو ملگري «جین» ورته وویل: زه یو کس پېژنم، نژدې ملگری مې دی، «لوسي» نومېږي، که تکلیف نه وي، هغه به ستا کور ته رادعوت کړم! هغه (لوسي) له خپلې مېرمنې راجلا شوی او ژوند ترې بېلوي او ژوند یې بیخي خراب دی.

«جین» لاړ او هغه(لوسي) ته یې وویل چې «سټېف» یو تکړه او ماهر آشپز دی، ته یې کور ته دعوت یې، له دې سره «سټېف» وارخطا شوی و؛ خو په زړه کې خوشال و، هغه په دې وېرېده چې آشپز خو یم؛ خو که اوس ډوډۍ پخه کړم؛ آیا د «لوسي» به خوښه شي که نه؟ سخت ورته په تشویش کې و.

د ده ملگري(جین) چې لوسي ته کومه ستاینه وکړه، دی سخت حیران شوی و، چې ما وگوره او زما دومره ستاینه! آیا زه ریښتیا هم یو تکړه آشپز یم(ههههه) فکر مې نه شي. زه خو منې که چندان سړی لا یم؛ دا ملگري مې ولې صفت کوي، هنننن!

لنډه دا: «سټېف» پخلی وکړ، اووه کسان راغلي وو، ټولو (۷ کسانو) د خوراک او ډوډۍ سخته ستاینه وکړه، د نوموړي په مهارت او مسلکيتوب یې آفرین ووایه. د دغه بحث په پای کې یوه وویل:

یاره ما یو مارکېټ لیدلی، چې یوه رستورانت ته اړتیا لري، او د دغه کار له پاره ته( د کور مالک سټېف) سخت برابر یې او وړتیا یې هم لرې، زه ډېر کمال درکې وینم؛ نو ته مناسب آپشن یې.

سټېف تر دې مهاله په ځان باور نه لاره، ویل یې چې یوه ډوډۍ ده پخوم یې، دا نو څه کمال غواړي؛ خو اوس دې نتیجې ته ورسېد چې کولی شي له دې لارې یو ښه کار و بار هم ځان ته پیدا کړي.

( د سټېف ذهني نقشه په انځور کې وینو.)

نو:

که تا مثلاً په دېرشو سپارو کې یوازې ۳۰مه له یاده زده کړې وي؛ په همدې باندې دې وویاړه او کمه یې مه وایه، همدا یوه تکرار، مشق او تمرین کړه؛ ځان په کې ورسوه!

اې! الله تعالی عادل ذات دی، باور دې وشه هر انسان ته یې جلا – جلا وړتیاوې او ظرفیتونه ورکړي دي؛ خو که دی پرې پوه شي او درک یې کړي؛ همدا اوس یې د پرمختگ او بدلون شېبې پیلېږي.

یوازې د قرآن تلاوت نه؛ بلکې په هر کار کې چې ستا زده وي؛ باید له چا نه و نه شرمېږې او د خجالت احساس و نه کړې، که آشپزي وي، که نجاري وي، که مستريتوب وي او که هر کار وي؛ باید چې ته پرې و نه شرمېږې او پرې وویاړې.

بیا یې تکراروم! سر له ننه به له ځان سره سوله کوې، ځان به منې، سمه ده؟

  • سمه ده ان شاء الله، جزاک الله خیراً
  • هیله کوم، دا خو دې یو اخلاقي حق و چې ما اداء کړ. رب دې د ټولو ځوانانو په شمول، په کار، مال او کور کې برکتونه واچوه.
  • آمین! سره له تاسو.

پای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب