Homeخبرونهولسمشر غني وایي؛ امریکا ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک دی

ولسمشر غني وایي؛ امریکا ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک دی

تاند ( شنبه، د سرطان ۵) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې امریکا ته یې سفر ګټور و او له کانګریس یې د څه باندې ۳،۳ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې او دوی هم ورسره منلې ده.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د امریکا له دفاعي چارواکو سره یې هم کتلي دي او دوی ډاډ ورکړی چې له افغان ځواکونو به یې ملاتړ دوام کوي.

ولسمشر دغه راز ټینګار وکړ چې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې پیاوړې دي او له ولسمشر جو بایډن سره یې په کتنه کې د دې اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ تر لاسه کړی دی.

هغه یو ځل بیا افغان ځواکونه پیاوړي وبلل او په خبره یې دوی د ګواښونو پر وړاندې د هر ډول مبارزې وړتیا لري.

افغان ولسمشر د تېرې پنج شنبې په ورځ له مل پلاوي سره واشنګټن ته لاړ.

هغه له دې وړاندې د امریکا له ګڼو نورو جګپوړو چارواکو سره هم لیدنې درلودې او پر بېلابېلو مسلایلو یې ورسره بحثونه درلودل.

ولسمشر غني د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو پر وړتیا ډاد څرګند کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...