جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهبلېنکن: افغانستان کې اوسنی وضعیت هېڅ د منلو نه دی

بلېنکن: افغانستان کې اوسنی وضعیت هېڅ د منلو نه دی

تاند ( شنبه، د سرطان ۵) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی غواړي ډاډه شي چې طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي دي کنه.

انتونیو بلېنکن ویلي، طالبانو دمګړی جګړې ته زور ورکړی چې د جګړو دا شدت د سولې له خبرو سره همغږی نه دی.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی او نه هم امریکا د دې ملاتړې ده چې په افغانستان کې دې جګړه او تاوتریخوالی دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې  دوی به هېڅ لوری په خپله خوښه او د زور له لارې پرې نږدي چې واک ته ورسېږي.

ولسمشر غني د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو پر وړتیا ډاد څرګند کړ

بلېنکن داسې مهال  دا څرګندونې کوي، چې تازه افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د امریکا د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره د لیدنې پرمهال ، د طالبانو بریدونه ظالمانه وبلل او زیاته یې کړه ، چې افغانستان کې د انتقال بهیر پیل شوی او هغه به پرې له امریکایي چارواکو سره په جزیاتو وغږیږي.

له دې لیدنې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایدنه هم ورته د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

بایډن ټینګار کړی چې د افغانانو تر څنګ به ولاړ وي او سفارت به یې پخوا په څېر په دې هېواد کې پاتې شي.

هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمیدو ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې افغانان به خپلو کې سره سوله وکړي.

د اشرف غني او جو بایډن کتنه؛ بایډن: امریکا د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده خپلې پرېکړې دې خپله وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب