قادریه طریقه د حضرت سید عبدالقادر ګيلاني(رح) چې په غوث الاعظم دستګیر او پیر پیران سره هم مشهور دی، طریقه ده. دی په (۴۷۱- ۴۷۰ هـ ق) کال په ګیلان کې زیږېدلی دی او په ( ۵۶۱ـ ۵۶۰ هـ ق) کال د ربیع الاول په اوولسمه د (۹۲) کلونو په عمر په بغداد کې وفات شوی دی. خو د یوه بل روایت له مخې د ده د زیږېدو سیمه نیف (بیلاف) ګڼل شوې ده. دا سیمه د ګیلان اړوند سیمه ده او اوس په ایران پورې اړه لري.
د ده د نسب سلسله د پلار له خوا نه امام حسن رضا ته او د مور له خوا نه حضرت حسین (رض) ته رسېږي. ځکه ورته شیخ عبدالقادر الحسیني هم ویل کېږي. ( ۳: ۶۱)
حضرت عبدالقادر ګیلاني(رح) په شریعت او طریقت دواړو کې د تبحر خاوند ؤ، په شریعت کې یې قرآنکریم، فقه او اصول د ابوالوفا بن عقیل او ابو سعید بن علي المخرومي څخه او د احادیثو تعلیمات یې د ابوطالب محمد بن الحسن الباقلاني او ابو عثمان اسماعیل بن محمد اصفهاني څخه کړي وو. په طریقت کې یې بیا د امام السالکین او حجت العارفین اباالخیر حماد څخه لاسنیوی کړی ؤ، خو د خلافت خرقه یې د قاضي ابو سعید المخرومي څخه تر لاسه کړه.( ۲: ۱۷، ۱۸)
د حضرت عبدالقادر ګیلاني (رح) آثار: فتوح الغیب، الغنیة الطالب الطریق الحق، الفتح الرباني، حزب بشائر الخیرات، المواهب الرحمانیه و الفتح الربانیه، یواقیت الحکم، الفیوضات الربانیه، سیر الاسرار، جلال الظاهر، بهیجة الامور، رسالهء غوثیه، رسالة توحید، تنبیه الغی، ملفوظات القادریه، شعري دیوان او نور دي.
د حضرت عبدالقادر ګیلاني(رح) د طریقې پيروان اوسمهال په امریکا، افریقا او د اسیا په لویه وچه کې ډېر دي او زیاتره یې جلي ذکر کوي. که څه هم تر هغې وروسته چې دا طریقه په بېلابېلو څانګو ووېشل شوه، د دوی د ذکر په شېوه او روش کې هم بدلون راغی، په افغانستان کې چې د قادریې شریفې کومې خانقاوې دي، په هغوی کې د ذکر کولو روش او طریقه په دې ډول ده:
لومړی مناجات ویونکي په لوړ آواز سره حمد یا نعت شریف وايي، وروسته له هغې مریدان تر خپل مرشد یا خلیفه را تاوېږي او هماغه مناجات ویونکي ځینې داسې شعرونه وایي چې په آخر کې یې د (لا اله الا الله) مبارکه کلمه په یوه مسره کې راغلې وي او دغه مسره بیا دا نور مریدان هم ورسره په ګډه تکراروي، په دې ډول سره دغه د (لا اله الا الله) ذکر مناجات ویونکي نورو مریدانو ته هم تلقین کوي او دې تلقین ته لومړی تلقین ویل کېږي. وروسته له هغې مریدان د ضرب په شکل د الله(ج) د ذاتي نوم (الله) ذکر کوي او په یوه ساه سره څو څو ځلې د (الله) د نوم ذکر کوي. تر دې وروسته په دویم تلقین کې بیا د (هو) ذکر پیل کوي او دا (هو) پخپله د الله(ج) مبارک نوم ته کارېدونکی ضمیر دی.( ۳: ۶۶)
خو د هېواد پیاوړی صوفي او د نقشبندیې طریقې پلیونی حضرت شایق جمال(رح) په خپل کتاب (تصوف) کې د قادریې شریفې د ذکر په باب کاږي:
“د دې طریقې مشایخ لومړی مریدانو ته په ټیټ غږ خو جلي ذکر کولو امر کوي، له ټیټ غږ څخه یې موخه دا ده چې مرید کله په کور کې ذکر کوي، باید له کوره بېرون یې غږ ونه وځي. د دوی دا ذکر په دوه ډوله دی:
۱ـ د لا اله الا الله ذکر چې د نفې او اثبات ذکر دی.
۲ـ د الله د ذاتي نوم ذکر.
اول: د نفې او اثبات د ذکر طریقه داسې ده چې سالک لومړی اودس وکړي او بیا مخامخ قبلې ته کښېني، سترګې پټې کړي او (لا) د خپل نامه له غوټۍ څخه ونیسي او تر اوږو پورې یې ورسوي او (اله) بیا له دماغ څخه ونیسي او (اله الله) په شدت سره پر زړه باندې ووهي. په (لا) کې د غیرالله موجودیت او معبودیت نفې کړي او په اثبات کې د الهي واحد او لا شریک ذات اثبات وکړي.
دویم: دا د الله (ج) د ذاتي نوم ذکر بیا په څلور ډوله دی:
لومړۍ ضربه، دویمه ضربه، درېیمه ضربه او څلورمه ضربه.
۱ـ په لومړۍ ضربه کې سالک دواړه زنګنونه ولګوي او مخامخ قبلې ته کښېني؛ په متوسط اواز سره (الله ج) په داسې شکل سره وایي، چې لومړی یې د څو شېبو لپاره ژبه پر تالو نښلولې وي او خوله یې ورسره پټه کړې وي، تر څو په دې توګه د (الله ج) مبارک نوم یې په نفس کې ښه ځای ونیسي.
۲ـ په دویمه ضربه کې هماغه د (الله ج) مبارک نوم لومړی په خپل ښي زنګون او بیا یې پر چپ زنګون وهي. په دویم ځل یې لومړی پر چپ زنګون او بیا یې پر ښي زنګون وهي.
۳ـ په درېیمه ضربه کې سالک پلترۍ ووهي. لومړی د (الله ج) مبارک نوم پر ښي زنګون، بیا یې پر چپ زنګون او وروسته یې پر زړه وهي.
۴ـ په څلورمه ضربه کې ضرب د مخکنیو ضربو تکرار وي.”( ۱: ۹۶، ۹۷)
د قادریې شریفې دغه ډول ذکر چې شایق جمال(رح) یاد کړی دی، زموږ او ستاسې د افغانستان په ډېرو سیمو کې مروج دی.
څرنګه چې په ګډه سره د ذکر کولو ګټې ډېرې دي، نو د قادریې شریفې ټول مریدان مکلف دي چې وروسته د سهار او مازدیګر له لمانځه نه په یوه حلقه کې سره یو ځای شي او په ګډه سره په جهر ذکر وکړي او هغه وخت چې مرشد د جلي ذکر اثرات په مرید کې ولیدل، له هغې وروسته هغه ته د خفي ذکر کولو توصیه کوي، چې هغه اذکار بیا د الله (ج) ذاتي نومونه (سمع، بصر، حیات، علم، کلام، قدرت او اراده) دي.
د دې ډول اذکارو د ویلو لپاره دوی لومړی سترګې پټې کړي او شونډې یوه پر بله کښېږدي او بیا دا اذکار پیل کړي چې:« الله سمیع، الله بصیر، الله علیم» دا هم په دې ډول سره چې لومړی یې د نامه له غوټۍ څخه تر سینې پورې او له سینې څخه تر دماغه پورې رسوي. له هغه ځای نه بیا پر برعکس شکل راښکته کېږي او وايي: « الله علیم، الله بصیر، الله سمیع» دې ته دوی لومړۍ دوره وایي.
دغه دوره دوی تر هغې وخته تکراروي، تر څو یې په مرید کې اثرات پیدا شي. د دغو اثراتو نښانې دا دي چې د مرید له دنیا او هغه څه چې په دنیا پورې اړه لري، له هغوی څخه یې زړه تورېږي، د خدای تعالی له عبادت سره یې مینه پیدا کېږي او هر عبادت یې په ډېر شوق او ذوق سره کوي.
تر دې وروسته شیخ مرید ته د مراقبو امر کوي. مراقبه له ترقب نه اخیستل شوې ده، چې لغوي معنا یې انتظار دی او دلته ترې موخه له فیاض جل شانه، نه چې مبدأ د فیض دی، د فیض انتظار درلودل دي. په دې کې مرید یو آیت شریف پر ژبه وایي او د هغه معنا پر خپل زړه نقش کوي. مثلاً دغه آیت شریف: « کُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ وَّ یَبْقی وَجْهُ رَبِّکَ ذُوالْجَلالِ وَالْاِکْرَامِ» د دغو آیت شریف په تصور سره سالک خپل ځان په مړه حسابوي او داسې فکر کوي چې هر څه له منځه تلونکي دي او یوازې یو الله سبحانه وتعالی چې باقی او لایزال ذات دی، پاتې کېږي. په همدې ډول سره د ډېرو نورو مبارکو آیتونو په باب باندې دوی فکر کوي او د دې فکر په نتیجه کې د هماغو مبارکو آیتونو مفهوم د دوی پر زړونو نقش کېږي.
ماخذونه
۱ـ جمال، شایق.(۱۳۸۱). تصوف. پشاور: مؤسسه انتشارات الازهر.
۲ـ محمدي، لینا. ( ۱۳۹۷). معرفی طریقه های صوفیانه. د لیسانس دورې پایلیک. د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی.
۳ـ مونس، محمد متین. ( ۱۳۹۰). تصوف و عرفان در سروده های عرفای معاصر. کابل: د علومو اکاډیمۍ ریاست.
ماشاءالله!
د تصوف او عرفان په برخه کې په انټرنيټ کې د ليکنو کمی محسوس و، هيله ده، چې دا لړۍ همداسې پسې وغزوې.
هر هغه چا چې د الله(ج) لومړی امر یعنی (اقرا) نه وی عملی کړی! یعنی د بیسوادۍ کورس یې نه وي جوړ کړی نه ماته پیر دی او میر! سوا د الله (ج) اولن امر دی! حال دا چې زمونږ ټول خلک بیسواد دی! بیسوادی باید مسلمان ته کفر وي!