شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېرسنيز جنګ | درمان

رسنيز جنګ | درمان

پخواني جنګونه اسان ځکه وه چې توره اونيزه وه، د جنګ ورسته به سلامت او ملامت معلوم شو اما نن ورځ د نوى ټيکنالوژۍ په راتګ سره جنګ خپل شکل بدل کړى او بغير د وينې او ټوپک څخه يوملت داسې وژني چې نوم او نښان يى ورک شې.

د رواني جنګونو يو ډول رسنيزه جګړه ده چې په دې ليکنه کې د رسنيزې جګړې پيژندنه، د رسنيزې جګړې هدف او هغه لارې چارى چې دا جګړه پرې ترسره کيږي په لنډه توګه مې ورته اشاره کړي.

رسنيزې جګړې تعريف

د رسنيو څخه داسې استفاده چې د يو هيواد اهداف ضعيف کړى او دغه اهداف د خپل ځان په دفاع او ملى ګټو په خاطر واړوى رسنيزه جګړه بلل کيږي.

د روانې جګړې يو مهمه برخه رسنۍ دى نن ورځ د نرم جنګ او د ماډرن جنګ تر ټولو غوره لاره رسنۍ دي، په رسنۍ کې دومره توان شته چې د خلکو عقيده، فکر او ادراک تغير کړى ډير  پوهان په دې نظر دي چې د قدرت او حاکميت ټاکونکې د انسان لپاره رسنۍ دى ځکه رسنۍ د خلکو په احساساتو مسلطې دى. د دې جنګ تر ټولو ستر کار د يوملت عامه افکار تغيرول د خپل ځان په ګټه، دا خبره څرګنده ده چې رسنۍ نشى کولاى خلکو ته ووايى چې څنګه فکر وکړى؟ اما خلکو ته ويلى شې چې دڅه شى باره کې فکر وکړى، رسنۍ ځينى پيښو ته هوا ورکوى او د ځينو پيښو څخه سترګې پټوى او په نتيجه کې هغه شيانو ته چې مونږه ښه اوبد وايو در سنيو په اثر په ټولنه کې منځ ته راځي.

د رسنيزې جګړې هدف:

د خلکو رفتار ،عقيده او فکر تغيرول کوم ډول چې دوې غواړى مثلا:
۱: د خلکو دپام وړ مشران دخلکو پر وړاندې بې اعتباره کول
۲:د حکومت دضعف نقطې غټې ښودل
۳:د چارواکو او ولس ترمنځ ابهام او شک ايجادول
۴:د ډلو ټپلو ،مدنې ټولنو اوګوندونو تقويت ترڅو په خپلو مشرانو فشار راوړى
۵:هيواد د ګاونډي هيوادونو سره په شخړه اخته کول او جنجالې موضوعاتو ته هوا ورکول
٦:د هيواد نظامې ځواک کمزورتيا ولس ته ښودل او نظامى قومندانان خلکو ته بى اعتباره کول
۷: د نظامى ځواک سرباز ته د هيواد ددفاع اوتجهزاتو باره کې شک اچول
په ټوله کى رسنيز جنګ د روانى جنګ هدفونه تعقيبوي.

د رسنيز جنګ تکتيکونه:

رسنيز جنګ د هيواد مذهب اوجغرافيه ته په کتو ځانته يو روش ټاکى ترڅو دغه هدف ته ورسيږى، رسنۍ دا  ټولې لارې چارې د دې په خاطر ترسره کوى ترڅو په خلکو کې ويره واچوى که ولس ونه ويريږي نو هيڅکله هم دهغو په عقيده کې تغير نه راځى،هر هغه څوک چې خبرونه ګورې نړۍ ورته ناسمه ښکاري او فکر کوى چې دنيا د ورانيدو په حال ده.

په ټوله کې دغه جنګ په ۲ شکلونو ترسره کيږي

۱:لومړى قدم کې چارواکي د رسنۍ تر فشار لاندې راځي او په هغوی کې ويره منځ ته راوړي، چارواکي ديته مجبوروي چې دوی ته تسليم شي.

۲: په دويم قدم کې ملت د دولت پر وړاندى راپاڅوي دولت د ملت او د عامه افکارو د فشار لامله خپل رفتار کې تغيرات راولى او نوى رفتار د دوی په ګټه ځي.

د اوسنې عصر د جنګ تر ټولو ښه وسيله رسنۍ دى چې تر ټولو ښه استفاده ترى امريکا د ويتنام ،فلسطين او افغانستان په جنګونو کې کړى ده او تر اوسه پورې خلک د روان جنګ په اړه نه پوهيږي.

که رسنيو ته هم داسې بې باکه ازادي ورکړل شې هيواد به د تباهۍ کندې ته وغورځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب