Homeخبرونهامرالله صالح: امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده

امرالله صالح: امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۶ مه)  د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امریکا له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو نوی فصل رامنځته شوی دی.

هغه نن یکشنبه/ د سرطان / ۶ / ۱۴۰۰ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې امریکا ته د حکومتي پلاوي وروستی سفر له لاس ته راوړنو ډک و.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده او بایډن ټینګار کړی چې دی د افغانانو د ملګري په توګه په سپينه ماڼۍ کې شته دی.

امرالله صالح وایي چې د افغانستان د دوستانو له ډلې سره یې د دروازو تر شا اوږدې خبرې لرلې دي او دوی ټینګار کړی دی چې د امریکايي حکومت په بېلو برخو کې به د افغانستان لپاره د مرستو او ملاتړ د جذب په برخه کې کار کوي.

صالح وايي چې دوی خپل سفر په موخو کې بریالي وو او په وینا یې د اړیکو په نوي فصل کې د امریکا او افغانستان ترمنځ لا ډېرې همکارۍ ته هیلې شته دي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې ویلي وو چې سفر یې بریالی و او په خپلو موخو کې بریالي وو.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ راپورونه ورکړل شول چې امریکایي بې پیلوټه الوتکو په افغانستان پر طالبانو بریدونه کړې دي.

د راپورونو له مخې د امریکايي پوځیانو له خوا دغه بریدونه د ولسمشر غني او ولسمشر بایډن تر لیدنې څو ساعته مخکې وشول، خو طالبانو ته د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله پوره جزیات نه دي ورکړل شوي.

له دې سره هممهال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ جګړې زیاتې شوي چې او ګڼ شمېر ولسي خلکو د افغان ځواکونو په ملاتړ او طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي دي.

د امریکا پوځ تر دې وړاندې هم ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د افغان سرتېرو هوایي ملاتړ او پر طالبانو بریدونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...