شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد وارداتي برېښنا له نښلولو څو شېبې وروسته پروان کې د برېښنا...

د وارداتي برېښنا له نښلولو څو شېبې وروسته پروان کې د برېښنا بله ستن وېجاړه شوه

تاند ( یک شنبه، د سرطان ۶) تېره شپه د برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې وارداتي برېښنا يې درې اونۍ وروسته ونښلوله.

خو له دې اعلان څو دقیقې وروسته وسله والو کسانو یوه بله ستن په بمونو والوزوله.

د پروان ولایت د برېښنا ریاست مسوولان وایي، چې ستن په پروان ولایت کې الوځول شوې ده، چې له امله يې د کابل او لسو نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

د پروان د برېښنا رییس روح الله ساجد رسنیو ته ویلي، چې  دا پېښه تېره شپه ۹ بجې او ۵ دقیقې د ولایت په رباط سیمه کې رامنځته شوه.

د یادولو وړ ده چې د کابل او لسو نورو ولایتونو په ډېرو سیموکې له تېرو څلور ورځو راهیسې برېښنا نشته او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

په ټولنیزه مېډیا کې هم دې پېښې سخت غبرګونونه را پارولي.

په لومړیو کې ګڼ افغانانو د برېښنا د راتګ په خوښۍ لیکنې وکړې خو شېبه وروسته یې برېښنا ولاړه او بیا په تیاره کې کېناستل.

دوی له حکومت نه په جدي ډول غوښتنه وکړه چې د برېښنا د ستنو الوزوونکي پیدا او سخته سزا ورکړي.

د یادونې ده چې دا لومړنۍ پېښه نه ده چې د برېښنا ستنه په بمونو الوزول کېږي، له تېرو ۲ میاشتو راهیسې افغان ولس او حکومت له ورته حالت سره مخ دی.

4 COMMENTS

  1. دجلال اباد د بم الوزونکی کانه ورباندی وکئ
    پرون یې دسرخرود په سیمه کی یوه ته بم لاس کی ورکړی و چی پایه ورباندی والوځی کله یی چی دالله اکبر په ویلو بم کیښود درز شو خپله پکی والوت، سهار خلک دهغه په جسد ور ټول و پورته خوا یی هیڅ هم نه وه پاتې خو د شرم ځایونه او له هغه کته پښې یې وی بیا خلکو خاورو لاندی خښ کړ نو دپروان په بم الوزونکی دغه کار وکئ

  2. د بریښنا ریاست می پیشنهاد دا دی: هیڅ هڅه مه کوئ چې بیابه برق ته ناست یو او مزی به کوو!!!!!!!!!!!! د ای اس ای داوسني نسل د زامنو ستراتیژی هم د ای اس ای د پخوانی زامنو یعنی ګلبدین ربانی سیاف او لحاف او نورو غوندې اعظمی فشار واردوي تر څو د هیرا منډۍ اسلام دلته هم تامین کړي! نور دی په بریښنا مصرف نه کوي او دا مصارف دی حراراتی بریښنا ته ورزیات کړي! طالبان به ډیر ژر خپلو نورو اخري ضربو ته لاس واچوي لکه د پلونو،فابریکو ،سړکونو ،مکتبونو،او شفاخانو ورانوونه! ډیر ژر به د اسلام زاغان(پتګان) د لویو لارو په بندولو پیل وکړي تر څو د نجیب په شان محاصره او خلک له دولت ناراضه کړي. نور دی دولت د پایو له ترمیم لاس واخلی اوب ی ځایه مصرف دی نه کوي! ځکه چې د پایو ساتنه نا ممکنه ده!!!!!!!!!!!!!!!!

  3. Babrak ورورته سلام! اوس یوه پښتنه راپيدا شوه چې دا سړی چې په خپل ماین يې ځان جهنم ته ټيله که دده په دې مردارو د بدن په ټوټو پسې د جنازی لمونځ کيدای سي او که نه؟

  4. حکومت نشي کولای د پایو امنیت ټینګ کړي او دا هم نشي کولای چې عاملین یې ونیسي. هغوی د دولت د کنټرول په ساحه کې پایې په بمونو الوزوي. نو ښه به دا وي چې برښنا بیخي قطع کړي او خلکو ته ووایي چې د ځان غم په خپله وخوري. مونږه نور دا برښنا نه غواړو. بس دی. د برښنا شرکت نه غواړو چې د تاجیکستان او ازبکستان سره د برښنا د اخیستلو تړون نور لغوه کړي. اړتیا نشته چې د هیواد شتمني په دې ډول تخریب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب