جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام نېټه او ځای وټاکل شول

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام نېټه او ځای وټاکل شول

تاند ( شنبه، د سرطان ۵) د کرکټ د نړیوال  شل اوریز جام د ترسره کېدو نېټه او ځای اعلان اعلان شول.

د اي ایس پي این کرېک انفو په یوه راپور کې ویلي، چې نړیوال شل اوره جام به د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په متحده عربي اماراتوکې پيل شي.

سرچینه وایي، یاد جام به د هند په کوربه توب پیل او د نومبر تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.

په نړیوال شل اوریز جام کې ټولې ۱۶ لوبډلې ګډون لري، خو د کوچنیو لوبډلو ترمنځ به لومړی ځینې  لوبې ترسره شي او بیا به ۱۲ غوره لوبډلې په دوه ګروپونو کې وویشل شي.

د یادونې ده چې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په هند کې پلان شوی و، خو هلته د کورونا ویروس د پېښو د زیاتوالي له امله ترسره نه شو او له همدې امله اماراتو ته ولېږدول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب