Homeخبرونهدفاع وزارت: د پکتیا میرزکې ولسوالي له طالبانو پاکه شوه

دفاع وزارت: د پکتیا میرزکې ولسوالي له طالبانو پاکه شوه

تاند ( شنبه، د سرطان ۵) ملي دفاع وارت وایي، چې تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونو د پکتیا میرزکې ولسوالي بېرته له طالبانو ونیوله.

په ورته وخت کې د یاد ولایت والي محمد حلیم فدایي وایي، چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ودانۍ او ټول دولتي تاسیسات وران کړي.

د فدایي په وینا د وسله والو  طالبانو جګړه یوازې د ولس پر خلاف ده.

د یادونې ده، چې یواځې په وروستیو درېیو ورځو کې افغان ځواکونو د پکتیا احمد اباد، سیدکرم او میرزکې او دغه راز د بغلان د دوشي او خانچارباغ ولسواليو  د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.

طالبانو که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د فاریاب په ګډون یې په یو شمېر نورو ولایتونو کې د تازه ولسوالیو د نیولو ادعاوې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...