له عثمان کاکړ سره زما منظم لیده کاته د جنوبي پښتونخوا په مرکزي ښار کوټه کي په کال ۲۰۰۴ میلادي کي سوي وه. هغه مهال موږ څو ملګرو په پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کي د ګډون لپاره تابیا نېولې وه. موږ ځوانانو ته مذکوره ګوند د هرکلي لپاره یوه غونډه نیولې وه چی د صدارت چاري ئې د ښاغلي کاکړ په غاړه وې. زما لپاره دا لمړی ځل وو چي د يوه «پاکستاني حزب» له يوه سیاسي کارکن څخه مي دا اورېدل چي د دوی د ډلي منشور پښتو، پښتون او لوی افغانستان دئ. د شهید لالا ټوله وینا افغان محوره وه، ده برملا دا ټکی په کراتو کراتو وایه چي د ګوند نهايي هدف په پاکستان کي د پښتني سیمو له مورني وطن او پلرني ټاټوبي افغانستان سره بیا نښلول دي. له هغې ورځي راهیسي زما سیاسي عقیدت د لالا شهید و فکر، فلسفې او شخصیت ته مایل سو.
د کاکړ صاحب پر شخصیت او سیاسي ژوند ځغلنده نظر اچول به له دې ستري هستۍ سره جفا او بې اعتنايي وي نو دم ګړی له دې بحثه معذرت غواړم او دا دروند بار او سپېڅلی مسوولیت پرېږدم د ده و نیژدې ملګرو، مجربو سیاسي شنونکو، د لر او بر پښتانه ادیبانو، تاریخ پوهانو او لیکوالانو ته. زما په اند محضي پر لنډو لیکنو باید اکتفا و نه سي بلکه په کار ده چي د «عثمان پېژندني» تر چتر لاندي د ډيورنډ کرښي پر دواړو غاړو مېشت سیاسي احزاب، عام اولس، مدني فعالان ، ادبي بیهرونه، بېلا بېل پښتني خوځښتونه او په نړۍ کي د پښتنو خواره واره وګړي د لالا شهید په اړه غونډي جوړي کړي؛ د د افکار په کتابي بڼو چاپ ته وسپاري؛ د پښتانه او نورو محکومو اقوامو لپاره د ده د چوپړ مستندونه په ويډويي شکل له هري وسیلې او په هره ذریعه کي خپاره کړي تر څو دا ډاډ تر لاسه کړو چي د تاریخ په پاڼو کي دی و راتلونکو نسلونو ته د پښتنو ځلانده اتل او د پښتنو د یووالي او اتفاق سمبول ور وپېژندل سي.
په دې کي باید هيڅ پښتون د تذبذب ښکار نه وي چی عثمان کاکړ شهید کړل سوی نه دئ. د بي بي سي اردو د راپور له مخي د لالا شهید جراح وايي چي که څوک غورځي یا ناڅاپه لویږي هغه باید د ویني فشار ولري یا ئې هم عصبي سکته کړي وي خو د سي ټي سکېن له ازمایښته دا په ډاګه کیږي چي د لالا شهید په بدن کي د داسی ناروغیو هيڅ نښي نښانې نه دي موندل سوي نو بیا دا څرنګه امکان لري چي څوک برناحقه پریوه پسته غالۍ لویږي او په سرکي ئې مهلکه ټپ جوړیږي؟
لالا شهید له مرګه څخه درې میاشتي دمخه د پاکستان د سنا په جلسه کي په وضاحت سره ویلي ول چي د مرګ ګواښونه ورته کیږي او که هر څه ورته پېښېږي ګرم به د پاکستان دوې استخباراتي شبکې وي. د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي د شهید د تدفین په مراسمو کي وویل چي له دوی سره داسي شواهد سته کوم چي دا جوتوي چي دا پېښه کومه حادثه نه بلکه قتل دئ او دوی حاضر دي چي دا ثبوتونه له داسي یوه تحقیقاتي پلاوي سره شریک کړي په کوم کي چي باوري او د ډاډ وړ اشخاص موجود وي. د ښاغلي کاکړ د زوی خوشحال خان په عقېده او وینا پلار ئې د پاکستان جاسوسي ادارې په شهادت رسولی دئ.
دا مرموزه وژنه لمړۍ نه ده، آی ایس آی د خپلو مخالفینو د منځه وړلو لپاره خپل په تاکتیکونو او چل و ول کي اوس پراخ بدلون راوستلی دئ. دوی اوس داسي کړنلاره پر مخ بیایي چي تر سره کړل سوي ترورونه يوه واقعه یا حادثاتي پېښه وښيي د بېلګي په توګه د ورکو او تښتول سویو بلوڅانو لپاره ږغ اوچت کوونکی فعال او د بلوڅانو د حقوقو مدافع يو ځوان بلوڅ پناه غوښتونکی ساجد حسین په سويډن کي په دوهمه د مارچ په کال ۲۰۲۰ میلادي کي ناڅاپه ورکیږي او څه کم دوې میاشتي وروسته ئې مړی د دې هیواد په یوه سیند کي موندل کېږي. د مرګ علت ئې د پولیسو له خوا ځان وژنه یا هم و سیند ته ښویېدل اټکل کېږي او دوسیه همداسي تړل کېږي.
د همدی کال يه ډیسمبر کي د بلوڅانو یوه بله ۳۷ کلنه فعاله کریمه بلوچ د کاناډا غوندي یو خوندي ملک کي برمته کېږي او څو ساعته وروسته ئې جسد د اوبو په يو ډنډ کي پیدا کېږي. د کاناډا پولیس دا قضیه د ډوبېدلو یوه بدمرغه پېښه اعلانوي او تر شا ئې د پټو لاسونو احتمال ردوي. دا دوسیه هم پرته له کومو جدي تحقیقاتو تړل کېږي.
په کندهار کي د پناه اخیستونکو بلوڅانو ترورونه خو اوس دومره عام سوي دي چي بلوڅ مشرانو په دې ښار کې مېشت خپلو خلګو ته دا توصیه کړې ده چي دا شار ترک کړي.
پاکستان د هدفي وژنو دا منافقه پالیسي د اسراییل له هیواده نقل کړې ده. د اسراییلو جاسوسه شبکه موساد هم د نړۍ په هر ګوټ کي و مختلفو خپلواکو هیوادونو ته په پټه، جعلکاري او فریبکارۍ ننوتلې، په ډېري سپین سترګۍ سره ئې د دغو هېوادونو حاکمیت تر پښو لاندي کړی او هلته ئې خپل معتریضین په نښه کړي دي. د نړۍ د ټولو اوسنيو ستونزو لامل دغه دوه هېواونه ګڼل کېږي چي په شفاهي ډول د سرطان دانې هم بلل کېږي.