پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکايې ځواکونو په بغلان او کندوز کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي

امریکايې ځواکونو په بغلان او کندوز کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي

تاند (شنبه د سرطان ۵) فاکس نیوز د امریکا په دفاع وزارت کې د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د امریکا هوایي ځواکونو پرون جمعه/ د سرطان ۴مه/ په بغلان او کندوز ولایتونو کې پر طالبانو د بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې د امریکايي پوځیانو له خوا دغه بریدونه د ولسمشر غني او ولسمشر بایډن تر لیدنې څو ساعته مخکې وشول، خو طالبانو ته د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله پوره جزیات نه دي ورکړل شوي.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت او وسله والو طالبان تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي، خو پرون د ملي دفاع وزارت د کندز په امام صاحب، خان اباد او ګورتپې ولسوالیو کې یو شمېر وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې افغان هوايي ځواکونو د جمعې په سهار په یادو ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د درې مخکښو طالب قوماندانانو قاري جواد هاشمي، حیدر او مولوي قدیر په ګډون ۳۵ وسله وال ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو د پنجشنبې له سهار راهیسې له طالبانو څخه د اتو ولسوالیو د بېرته نیول کېدو خبر ورکړی دی.

له دې سره هممهال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ جګړې زیاتې شوي چې او ګڼ شمېر ولسي خلکو د افغان ځواکونو په ملاتړ او طالبانو پر ضد وسلې پورته کړي دي.

د امریکا پوځ تر دې وړاندې هم ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د افغان سرتېرو هوایي ملاتړ او پر طالبانو بریدونه کوي.

د یادونې ده چې ولسمشر اشرف غني او ورسرمل پلاوی د پنجشنبې په ورځ امریکا ته په رسمي سفر لاړ او هلته یې د ولسمشر جو بایډن تر څنګ د کانګرېس د مهمو غړیو، د دفاع وزیر، د استخباراتو د مرکزې ادارې د مشر، د ملي امنیت د سلاکار او هغو امریکایانو سره غږېدلی چې په افغانستان کې یې نظامي خدمت کړی.

ولسمشر غني امریکا ته خپل سفر بریالی بللی او ویلي یې دي چې بایډن ورته د ملګرتیا او مشارکت ډاډ ورکړی دی.

نوموړي په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند وکړي او په سیاسي بهیر کې ګډ شي.

ولسمشر اشرف غني وویل چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره د ۳.۳ میلیارد ډالر د مرستې او افغان ځواکونو ته د تجهیزاتو د ورکولو سربېره ژمنه وکړه چې د هوايي ځواک په برخه کې به د افغان ځواکونو ضرورتونه هم ډېر ژر حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب