Homeخبرونهد روغتیا وزارت: د ښوونیزو بنسټونو د بیا پيل پلان به ژر...

د روغتیا وزارت: د ښوونیزو بنسټونو د بیا پيل پلان به ژر بشپړ شي

تاند (شنبه د سرطان ۵) د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او نورو ښوونیزو بنسټونو سره د پوهنتونو او نورو ښوونیزو مرکزونو د بېرته پرانیستلو پر طرحې کار کوي، تر څو بیا پیل شي.

ښاغلي مجرو نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل چې تر اوسه د تعلیمي مرکزونو، تحصیلي او نورو بنسټونو د بیا پیل کېدو وخت نه دی، خو په خبره چې ژر به یوه طرحه تیاره کړي.

نوموړي وویل، که څه هم د ښوونځيو او پوهنتونونو بندولو د کورونا وبا د زیاتوالي په برخه کې له دوی سره مرسته کړې، خو د عامې روغتیا وزارت له سختو فشارونو سره مخامخ دی تر څو تعلیمي او تحصیلي ادارې بېرته پرانیستل شي.

د عامې روغتیا سرپرست یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې روغیتايي سپارښتنې عملي کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کورونا وبا درېیمه څپه د پراخېدو په حال ده او ګڼ شمېر افغانان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...