جمعه, مې 3, 2024
Home+سپرم او مني څه توپير لري؟ دغه اوبه له څه شي جوړې...

سپرم او مني څه توپير لري؟ دغه اوبه له څه شي جوړې دي؟ 

ښځو ته د نارینه مني کومې روغتيايي ګټې لري؟

نجيب احمد عزيزي

د سپرم تولید يا «د نارینه جنسي سلولونه» په بیضو/ کې رامنځ ته کېږي، کله چې بلوغ ته ورسېږي هره ورځ ميليونونه سپرم تولیدوي چې د هر يوه سلول حجم ۰/۰۵ ملي ليټره وي، دغه بالغ سپرم «سپروماټوزئيډ‌» نومېږي. سپرمونه د مني له اوبو سره يو ځای له نارینه په هر انزال کې وځي. په دې لیکنه کې تر ډېره د سپرم پر جوړښت، د تولید پر څرانګوالې همداراز د سپرم او مني اوبو د توپير په هکله خبرې کوو.

سپرم څه شی دی؟

سپرم د نارینه جنسي سلول دی چې ۲۳ کروموزمونه يا د بدن نيمايي اندازه عادي سلولونه کروموزوم لري او دغه نارینه جنسي سلولونه له ښځينه هګيو، سره نوي سلولونه جوړوي چې تر هغه وروسته په جنين او ماشوم، د ښځې په رحم کې تبديلېږي، وده کوي او بیا نړۍ ته راځي.

د سپرم جوړښت: 

سپرم درې برخې لري لکه سر، بدن او لکۍ، د سپرم سر تر منځ او پای غټ وي او دا هغه هسته ده چې له جنيټيکي، لږه اندازه ګرمو ۲۳ کروموزمونو تشکيل شوې وي. همدارنګه په دغه هسته کې ميتاکوندريا او DNA هم د سپرم په سر کې موجوده وي. ميتاکوندريا د سپرم د فعالیت لپاره لازمه انرژي برابروي. د سپرم لکۍ يا وروستۍ برخه له پروټيني الياف څخه جوړه وي چې له اطراف نه منقبض کېږي او د موج په څېر حرکت کوي، په دغه ټوپ سره سپرم د مني له اوبو سره ښورنده حرکت کوي، همدارنګه د سپرم وروستۍ برخه يا لکۍ د هغه د حرکت لپاره نوره اضافي انرژي جوړوي.

د سپرم منځنۍ برخه د سپرمونو فعالیت کنټرولوي. د نارینه له هر وار انزاله  شاوخوا يوازې ٪۵ سلنه هغوی په خايو کې موجود او شاملېږي. د نارینه په بیضو کې د سپرمونو دغه شمېره له ۱۰۰ تر ۴۰۰ ميليونه عدده پورې رسېږي! هغه ‌ډېر واړه واړه دي، په واقعيت کې يو سپرم د بدن کوچینی سلول دی.

د سپرم وروستۍ برخه يا لکۍ د هغه د حرکت مسووله ده؛

ځينې سپرمونه د بدن د زیاتې ګرمۍ له امله په تېره بیا د بیضو د زیات ګرم‌والې له وجهې دوه سره يا دوه لکۍ شوي وي، ښايي دغه سپرمونه خاکي وي په اصطلاح که د ښځې له هګيو سره په رحم کې ګډ هم شي، د بچي راوړلو وړتيا نه لري؛ نو نارینه‌وو ته په کار دي چې تنګې جامې پر تن نه کړي، يا له زیاتې ګرمۍ ځان وساتي، په داسې وخت کې دې کوروالی نه کوي.

د سپرم حرکت:

په منځنۍ کچه په دقیقه کې د سپرم سرعت معمولاً ۳ ملي ميتره دی، خو د سرعت دا اندازه کېدای شي په نارینه‌وو کې مختلفه وي. د سپرمونو ځينې سلولونه تر نورو پاتې هغو «غوره» دي، خو ولې؟

کله چې د سپرم حرکت تېز وي که ۱،۲۵ سانتي میتره يا نيم اينچ پر شا ولاړ شي باید ۱۰۰۰ ځله يې وروستۍ برخه يا د سپرم لکۍ وښورېږي. دا چې ولې د ځينو سپرمونو خوځښت تر نورو ښه دی، تر اوسه پورې ډېرو متخصصانو ته امېنداوارې يوه عجيبه معما ښکارېږي، ځکه د نارینه سپرمونه د ښځې له ازادوشويو جنسي سلولونو يا هګيو سره که يو ځای هم شي، بېخي لږ اندازه شمېرې سپرمونه د زايګوټ او تر هغه وروسته د بچي راوړلو وړتيا لري.

د سپرم د تولید ځای:

 د سپرم سلولونه د نارینه په خايو کې جوړېږي او د ۷۲ ورځو په اوږدو کې يو سپرم بالغېږي. د سپرم تولید ته مناسبه هوا او حرارت ډېر ضرور دی، د انسان بدن ته چې څومره ګرمې اړينه ده، خو د سپرم تولید ته د نور بدن په پرتله پنځه يا درې درجې لږ ګرمې مناسبه ده، يانې په لږ حرارت کې هم نارینه د جنسي اړيکې قدرت لري، خو که يخ شي د نارینه د نورو غړيو په پرتله بیضې ژر داخلي ګرمې بايلي او پوست يې بدن ته راټولېږي، په داسې وخت کې هم جنسي اړيکه د نارينه لپاره دردناکه او نيمګړې وي کېدای شي بیضو، په تېره بیا د «آلت» يخو شويو رګونو ته يې زیان ورسېږي. همدارنګه په ډېره ګرمې کې بیضې له بدنه اوږدېږي او پوستکی يې ځوړندېږي؛ نو سپرمونه په مناسبه هوا چې نه زیاته ګرمه او نه ډېره يخه وي، ښه رشد کوي (د فارنهايټ د درجې پر اساس له ۹۵ تر ۹۷ درجې پورې يا د سانټيګراډ په لحاظ ۳۵ يا ۳۶ درجې) هوا د سپرم د رشد لپاره ښه بلل شوې.

مني څه شی دي؟

مني له دېرشو زیاتو عناصرو جوړ دي له هغې ډلې يې ځينې يادوو، لکه؛ فراکټوز، سکوربیک اسيډ، کولسټرول، کراټين، سيټريک اسيډ، لاکټيک اسیډ، نايټروجن، پروسټاګلانډين، ۱۰ کالوريو، وېټامين B۱۲، مالګې او نورو مختلفو انزايمونو.

مني د وېټامين لرونکې مادې په ډول هم منل شوي چې په ځينو ټولنو کې يې خوړل د ښځينه‌وو له خوا تاييد شوي، البته د فراکټوز انزايم د مني په خوږوالی او لږه اندازه مزه‌داره، خوش بویه کولو کې ونډه لري، خو د نورو تېزابونو او کالورې له امله يې خوراک مضر بلل شوی، همداراز د سکوربیک او لاکټيک اسيډ موجوديت مني خوسا شوي ماهي غوندې بد بویه کړي دي.

ځينې خواړه د مني په بوی او خوند کې د بدلون وړ ګرځي، د هغو کسانو مني يا په ځانګړې توګه فراکټوز ماده ختمېږي چې تراخه خواړه خوري يانې د هغوی مني لا بدبويي او تريخ‌والی پيداکوي چې زیات مرچ خوري. بیا هم مني د خوراک لپاره د اسيډونو له امله روغتيا ته ګټور نه دي، خو د ښځې جنسي غړيو لپاره حياتي ارزښت لري که پکې وشيندل شي. پروسټاګلانډينونه د پاړسوب ضد دي يانې سټرويډي يا بروفن درملو غوندي ځانګړتيا لري، خو د نارینه په مني کې په طبیعي ډول د هغو موجوديت د ښځې جنسي غړي رحم له انقباض سره مرسته کوي او په هغه کې اسانتیا راولي له بلې خوا د بې‌ځایه پاړسوب مخه نيسي. که د نارینه مني په پوره ډول د ښځې بدن ته له سکس وروسته ننوځي د هغې د جنسي غړيو د منظم فعالیت، هورموني ترشحات لا غښتلي او پر خپل وخت برابر کړي.

 په ۲۰۱۴ کال کې د نسايي برخې اړوند ډاکټرې «لايا والس پيریز» د هغو روغو او ناروغو ښځو پرتلنه وکړه، همدارنګه نوموړې ډاکټره په يوه ويډيو کې هم وايي، هغو مېرمنو چې په پوکاڼو کې يې جنسي اړيکه نيولې وه او د نارینه مني د هغې له تناسلي غړيو سره نه و نښتي، نه يې بدن ته داحل شوي و، دوی د مجردو ښځو په څېر وې، د وخت په تېرېدو يې د لینګو، مفصلونو درد زیات و، همدارنګه د زړه حملې، تر اندازه زیات چاغښت او سټرس يې ډېر و، البته هغه مېرمنې چې  له خاوند سره يې له پوکاڼو پرته جنسي اړيکه ساتلې وه، تر نورو ښځو ځوانې، د ارام خوب لرونکې، خوشاله او روغې وې، دا زیاتوي: د ښځې جنسي غړي د يو نارینه له مني سره عيارېږي، خو هممهاله د دوو نارینه‌وو مني کېدای شي، د ښځې جنسي غړي د بېلابېلو ناروغيو ښکار کړي. همدارنګه د نارینه مني خوړل کېدای شي د وېټامينونو له پلوه ښځې بې‌درېغه چاغې کړي، خو خوراک يې له مذهبي پلوه حرام ګڼل شوی او زموږ له کلتوري خوړنيز رژيم سره هيڅ تړاو نه لري.

راځو بېرته د سپرم د سر داخلي برخه بیانوو. د بدن ټول طبیعي سلولونه ۴۶ کروموزومونه لري، خو جنسي سلولونه نيمايي اندازه يا ۲۳ کروموزومونه لري، کله چې ۲۳ د ښځې او ۲۳ د نارینه کرموزومونه د جنسي اړيکې له لارې د هغې له ازادو شويو هګيو سره په رحم کې ګډ شي؛ نو له ۴۶ ګډو کروموزومونو له ترکيبه يو بشپړ کروموزوم لرونکی يانې د مور او پلار د کروموزومونو له ګډونه بشپړ ماشوم نړۍ ته راځي.

هغه څه چې د مني په نوم له نارینه له انزاله سره وځي، يانې د بورې قاشوقې په اندازه (۵ ملي ليټره) وي، دغه مايع، له اوبو، قند، پروټين، وېټامين C همدارنکه له پروسټاګلانډينونو تشکيل شوې وي. يو انسان په ټول ژوند کې ښايي تر ۱۲ ټرېلیونه زیات سپرمونه تولید کړای شي.  

 د نارینه د بچي راوړلو غړي او جنسي سيسټم په ځانګړي ډول د سپرم د تولید، ذخيره او انتقالولو په ډول يانې درې بېلابېل کارونه کوي، په دې کې پروسټاټ غُده، وازيکولونه، په خايو کې د مني جوړولو لوله، مثانه، د سپرم لېږدولو لوله،  اپيډيډېم مجرا او په دغه سيسټم کې آلت هم شامل دی، خو د ښځو جنسي غړي د مخې لورې ته د لګن خاصرې په منځ کې موجود دي، د نارينه په څېر يې هغه غړي بهر ته نه دې راوتلي، البته د نارینه ځينې جنسي غړي بهر او څينې ټيوبونه د بدن په داخل کې دي، د نارینه دغه غړي لکه:

  • بیضې/ خايې
  • مجاري لېږدونکی سيسټم: اپيډيډيم او وازډفرون (د سپرم مجرا)
  • جانبي غُدې: د مني وازيکولونه او د پروسټاټ غُده
  • د نارینه «آلت».

سپرمونه څنګه تولیدېږي؟

په بیضو کې نازکې لولې او سيسټم موجود دی. دغه ټوبولونه Proximal Tubule چې فيزيولوژيکي رول لري، سپرمونه جوړونکي نومول کېږي، هغه سلولونه چې مخکې تيار او بالغ شوي وي، په خایو کې خپل ځای نيسي چې نارینه هورمون ټسټسټرون يا د نارین‌توب جنسي هورمون د دې وړ ګرځي چې هغه په سپرمونو بدل شي. هغه جنسي سلولونه چې بالغ شوي وي خپل ځای نارسېدلو يا نابالغو سپرمونو ته پرېږدي.

وروسته نابالغ سپرمونه د لولې له لارې د خايو لاندېنۍ برخې ته چې اپيډيډيم نومېږي، هلته ځي. شاوخوا پنځه اوونۍ وروسته سپرمونه د اپيډيډيم له طريقې خپل د تکامل پړاو وهي او وروسته تر بالغېدو هغه سپرمونه له اپيډيډيم څخه د وازډفرون مجاري ته حرکت کوي.

د سپرم حرکت: 

کله چې يو نارينه د جنسي فعالیت لپاره تحريک شي، سپرم د مني له اوبو سره ګډېږي ـ د مني اوبه سپين‌رنګه وي چې د پروسټاټ له غُدې تولیدېږي او مني د وازيکولونو په وسيله دغه سپین‌رنګه اوبه له سپرمونو سره ګډوي. د جنسي تحريک په پايله کې چې مني له سپرمونو سره يو ځای شوي وي، د نارینه له «آلت» څخه په ټوپ او خوند باندې ځان باسي.

په څومره موده کې نوي سپرمونه توليدېږي؟

تر ډېره ثابته شوې چې بالغ شوي يانې هغه سپرمونه چې د ښځې له ازادوشويو هګيو سره د ګډون له مخې د بچي راوړلو وړتيا لري هغه جنسي سلولونه او سپرمونه کابو ۲،۵ مياشتې وخت نيسي.

سپرمونه څو موده ژوندي پاتېږي؟      

د سپرم ژوندي پاتېدل توپير لري:

  • مثلاً که په وچ ځای باندې سپرم ولوېږي، لکه پر جامو، سمدستي د مني له وچېدو سره دوی هم مري.
  • که په حمام، لوند او ګرم ځای کې توی شي، لږ زیات وخت ژوندي پاتېږي، خو ښايي د ښځې امېندواره کولو ځواک يې له لاسه ورکړی وي.
  • د نارینه سپرمونه د ښځې په بدن کې دننه ۵ ورځې د ژوندي پاتې کېدو قدرت لري.

د ښځې مېندواره کولو لپاره څومره سپرم بسنه کوي؟

د مناسبي مېندوارې لپاره غوره دا ده چې له خپلې مېرمنې سره د هغې له تخمدانه د بالغو او ازادو شويو هګيو تر مودې څو ورځې مخکې سکس وشي. د القاح لپاره د نارینه سپرمونه او د ښځې ازادې شوې رسېدلې هګۍ باید د (k. و.s)  څخه تېر، او دننه رحم ته ورسېږي، دغه لېږد و سفر ډېر سخت ځکه دی چې بېخي لږ نارینه سپرمونه هلته ژوندي رسېږي. د دې برخې اړوند متخصصان پر دې باوري دي چې د دغه سخت سفر دلیل دا دی، يانې که نارینه ژوندي سپرمونه د ښځې له بالغو هګيو سره د هغې په رحم کې دننه زايګوټ/ لقاح شي؛ نو د طبیعت قانون دا دی چې د روغ او ځواکمن بچي د راوړلو چانس به يې زیات شي.

د سپرم د روغتيا او ښه‌والې لپاره څه وشي؟ 

که د سهار او مازيګر د لمر وړانګو ته انسان ځان مخامخوي او يا سپورټ کوي سپرمونه يې ورسره ژوندي او روغ پاتېږي، بلکې لا ښه کېږي، دا يې طبیعي لارې وې چې د انسان سپرمونه روغ پاتې شي، خو د هغو د سمو پاتېدلو لپاره درمل هم شته، غوره دا ده چې په طبیعي ډول يې د خونديتوب او سلامتۍ لپاره ګام واخيستل شي، تر ډېره هغه کارونه پر ځان باید بند شي چې سپرمونو ته زیان رسېوي، لکه:

۱ـ سګريټ و نه څکول شي.

۲ـ له ډېرو وسپنيزو او الکټرونيکي وسايلو په تېره بیا د برېښنا له نيولو سره پام وشي چې د بدن زیاتې حجرې وژني.

۳ـ د شرابو څښلو اندازه باید کمه شي، يا بېخي پرېښودل شي.

۴ـ خوړنيز رژيم ته باید پوره پام وشي، په تېره بیا وزن زیات نه‌شي، د وزن زیاتېده جنسي سلولونه او سپرمونه کمزوري يا بېخي وژني.

۵ـ بیضې باید له يخه او زیاتې ګرمۍ وساتل شي، ځکه په ګرمې کې د سپرم سرعت کمېږي، په ډېرو ګرمو اوبو حمام و نه‌شي، شورټ يا لاندېنۍ جامه باید تنګه او لنډه نه وي، ښه دا ده چې پای‌جامه يا پرتوګ ازاد جوړ شي، ځکه د نارینه او ښځې جنسي غړي ترشحات کوي باید مناسب حالت ته پرېښودل شي که چېرته تنګې جامې واغوستل شي، ترشحات زیاتوي او کېدای شي بې‌وخته جنسي تحريک را پيداکړي.

د مني او سپرم توپير ـ ازموينه ولې مهمه ده؟

کله چې مېرمن نه مېنداواره کېږي يا د نارینه د بچي راوړلو قدرت کم وي، لکه ځينې نارینه ښه پر تن برابر او جنسي غړي يې هم روغ وي، مني يې هم زیات وي، خو بچی يې نه کېږي؛ نو د سپرم او مني شننه، توپير او پېژندنه ځکه مهمه ده، هغه لارې شونې دي چې د دوی سپرمونه سالم او خدای پاک بچيان ورکړي؛ نو لږ تر لږه د جنسي سلولونو يا سپرمونو د ژوندي کېدو او ښه کېدو طریقې باید په نظر کې ونيول شي.

۱ـ د مني کلکوالی او اندازه: په منځنۍ کچه نارینه له هر وار انزاله له ۲ تر ۶ ملي ليټره (سي سي) مني خارجوي «څه ناڅه نيمه يا پوره د چايو قاشوقه» کېږي. که چېرته د مني اوبه تر دې کمې شي ښايي د ښځې مېنداواره کېدل ناممکن شي، له بل لوري که چېرته د مني اوبه تر دې زیاتې شي کېدای شي د سپرمونو کلکوالی بېخي نرم کړي.

 ۲ـ د وخت په تېرېدو مني څنګه کېږي؟ : له انزال سره هممهاله مني باید څه ناڅه کلک وي او بیا له ۱۰ تر ۱۵ دقيقو وروسته نرم شي، کله چې د مني اوبه کلکې وي ښايي د سپرمونو خوځښت زیانمن کړي.

۳ـ د سپرم کلکوالی: د سپرم کلکوالي ته د هغو تراکم هم وايي، په يو سي سي مني کې ښايي د سپرمونونو شمېر پنځلس ميليونه يا زیات وي، په هر ملي ليټر (سي سي) کې طبیعي اندازه هماغه شمېر ښوول شوې ده.

۴ـ د سپرم تحرک: تر انزال وروسته باید څه ناڅه مستقيماً په يوه ساعت کې ۳۲٪ سلنه سپرمونه حرکت وکړي.

۵ـ د سپرم مورفولوژي: د سپرم شکل، ظاهر، اندازه، شننه او تجزیه بیانوي.

که عمر لوړ شي سپرمونو ته څه زیان رسېږي؟

نارينه د عمر تر پايه کېدای شي د بچي راوړلو او ښځې مېندواره کولو وړتیا ولري، البته د عمر له زیاتېدو سره د سپرمونو اندازه په بدن کې لږېږي، خو شونې ده چې د لوړ عمر نارینه هم د بچيانو خاوندان شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب