شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقطر او ایران یو ځل بیا له افغان سولې سره د همکارۍ...

قطر او ایران یو ځل بیا له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره په ټلیفوني مکالمه کې پر افغان سوله او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.

د بهرنیو چازو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، قطري لوري یو ځل بیا ژمنه وکړه چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او پوره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني په خبره قطر تل هڅه کړې چې افغان حکومت او طالبان د جګړو پای ته رسېدو ته وهڅوي او بین الافغاني مذاکرات چټک شي.

د خبرپاڼې له مخې حنیف اتمر د بېلو بېلو برخه کې د قطر همکاري مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له افغان سولې سره ددغه هېواد همکاري اړینه ده او باید خپلې هڅې و نه سپموي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز په یوه بل بیان کې ویلي چې حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو وزير له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره هم وکتل او د کابل او تهران ترمنځ یې د مخ پر وړاندې دوستانه او نېکو اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په هکله خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي، د ایران ځانګړي استازي د افغان سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ایران د افغان سولې خبرو کوربه توب ته چمتووالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب