Home+د جرمني هوايي ټکسي وازمایل شو

د جرمني هوايي ټکسي وازمایل شو

تاند- په جرمني کې لومړني جوړ شوي هوايي ټکسي ۵۰۰ متره ازمېښتي الوت وکړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د ولوکوپتر کمپنۍ هوايي ټکسي د دوشنبې په ورځ (جون ۲۱) د فرانسې په اسمان کې والوت.

دا ټکسي، چې د فرانسې په یوه نندارتون کې یې ازمېښتي الوت وکړ، په پام کې ده د پاریس د ۲۰۲۴ په المپیک سیالیو کې عملاً سپرلۍ له یوه لوبغالي بل ته ورسوي.

دا ټکسي یوې کوچنۍ څرخکې (هیلي کوپتر) ته ورته دی.

Play

دغه ټکسي پاریس ته نژدې له لوبورژې هوايي ډګره الوت پیل کړ او له ۳ دقیقو وروسته په عمودي ډول پر مځکه کښېناست.

د دې ازمېښتي الوت یا ټیست په لړ کې په الوتکه کې څوک سپاره نه و، او ټکسي په داسې حال کې چې سرعت یې په ساعت کې ۳۰ کیلومتره او لوړوالی ۳۰ متره و، نیم کیلومتر والوت.

دا هوايي ټکسي ۲ تنه سپرلۍ بیولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...