شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپښتین: د پښتنو پر ضد نوې جګړه پیل شوې ،دوی باید سره...

پښتین: د پښتنو پر ضد نوې جګړه پیل شوې ،دوی باید سره یو شي

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۳) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د عثمان خان کاکړ د جنازې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویلې، چې د سیمې او نړۍ استخباراتو په لر او بر افغانستان کې د پښتنو پر ضد استخباراتي او ډالري جګړه روانه کړې ده.

د پښتین په وینا دغه جګړه نوې او خونړي پړاو ته داخلېدونکې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په افغانستان کې جګړه خونړۍ شوې ده او د دې جګړې لمن ورو ورو د استخباراتي کړیو په مرسته د پښتنو نورو سیمو ته هم غځول کېږي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې استخباراتي کړۍ د پښتنو د ځپلو په لټه کې دي او ټولو پښتنو ته په کار ده، چې سره یو شي او د پردیو دسیسې شنډې کړي.

نوموړي د عثمان خان کاکړ وژل کېدل هم د استخباراتي کړیو کار وباله او په خبره یې استخباراتي ادارې هر هغه افغان او پښتون وژني، چې پښتنو او افغانانو ته ازاد او پرمختللی ژوند غواړي.

د عثمان خان کاکړ جسد د لر او بر یو افغان د چیغو په بدرګه خاورو ته وسپارل شو

1 COMMENT

  1. کوم پښتون؟ حقانی؟ ګلبدین؟ سیاف؟ ملا هبت الله؟ او که بل پشتون؟ دا پښتانه چې پښتانه لکه میږې او وزې ورپسې روان دي! حال دا چې دوی د پاکستان د ای اس ای له خوا خسیان شوي دي او د ا همت پکښې نه شته! زم نږ دپښتونو مشران په کور او کلی کی معلوم دي خو په ملی کچه مونږ مشر نه لرو! منظور پښتون یوازینی مشر دی چې خدای راکړی دی! کامیاب دی اوسي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب