شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد عثمان خان کاکړ جسد د لر او بر یو افغان د...

د عثمان خان کاکړ جسد د لر او بر یو افغان د چیغو په بدرګه خاورو ته وسپارل شو

تاند — د جنوبي پښتونخوا د مبارز او مخکښ سیاستوال عثمان خان کاکړ (عثمان لالا) جسد د لر او بر یو افغان د چیغو په بدرګه د بلوچستان په مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو.‌

د ارواښاد کاکړ په جنازه کې د هغه په لسګونو زره پښتنو او بلوچو مینه والو، ځایي اوسېدونکیو، سیاستوالو او مشرانو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي، د پاکستان حکومت هغه افغان هیئت ته چې غوښتل یې د محکومې پښتونخوا د مبارز سیاستوال عثمان خان کاکړ په جنازه کې برخه واخلي، د ورتګ اجازه ور نه کړه.

ښاغلي اندړ په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي، «د افغانستان حکومت پرېکړه کړې وه چې د ملي امنیت د سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزرات وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د ارواښاد عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي، خو د پاکستان حکومت يې مخه نیولې ده،»

اندړ لیکلي، «افغان حکومت د خپل ولس په استازیتوب د ښاغلي عثمان کاکړ کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او پلیونو ته تسلیت وړاندې کوي او د هغه د ارمانونو او هیلو د پوره کولو توان ورته غواړي،»

د ارواښاد عثمان خان کاکړ (عثمان لالا) په قبر د افغانستان ملي بیرغ درول شوی دی

د ملي امنیت شورا د ویاند پوسټ په دې ټکو پای ته رسېدلی، «ښاغلی کاکړ په پښتونخوا کې د پښتنو د محکومیت پر ضد د مدني احتجاج یو کمساری اواز و. پر ګور یې نور او یاد یې تل! د ملي امنیت شورا دفتر.»

عثمان خان کاکړ د روانې اونۍ په لومړیو کې په بلوچستان کې ټپي شو او وړمه ورځ یې په کراچۍ کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د کاکړ جنازې ته راټولو شویو په لسګونو زره برخه والو او د هغه مینه والو د «لر او بر یو افغان» په چیغو،‌ چې معمولا د ډیورنډ د جبري کرښې پر ضد او د دواړو غاړو د پښتنو د یووالي او افغانستان سره د پيوستون لپاره پورته کیږي،‌ د هغه ویر ولمانځه، د هغه د هیلو او ارمانونو د پوره کولو ژمنې یې تازه کړې، او د ارواښاد کاکړ په قبر یې د افغانستان کلیمه دار ملي بیرغ پورته کړ.‌

1 COMMENT

  1. الله دی کاکړ صاحب ته جنتونه نصیب کړي او کورنۍ ته يې د الله پاک له درباره جمیل صبر غواړو. ژوندی دې وي د افغانستان باتور ملت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب