شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان د عثمان کاکړ په جنازه کې د افغان حکومت د پلاوي...

پاکستان د عثمان کاکړ په جنازه کې د افغان حکومت د پلاوي د ګډون مخه نيولې ده

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲ مه)  د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، دوی غوښتل په خپل استازیتوب د ملي امنیت شورا یو پلاوی د عثمان کاکړ جنازې ته واستوي خو د پاکستان حکومت یې مخه نېولې ده.

له دغې شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې غوښتل یې په خپل استازيتوب د ملي امنيت د سلاکار مرستيال سرور احمدزی او د قبايلو چارو وزير محب الله صميم د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون لپاره ولېږي؛ خو پاکستان يې مخنيوی کړی دی.

د پښتون سیاستوال عثمان خان کاکړ جنازه نن چهارشنبه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ ته رسول شوې او هلته يې د جنازې مراسم ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې، د مرحوم کاکړ د جنازې په مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون کړې و او د لر او بر افغان ناره یې کوله.

د عثمان کاکړ مړینې په لر او بر وطن کې خلک سخت غمجن کړي او په خپلو پیغامونو کې یې د پښتون قام د حقونو لپاره د هغه مبارزه ستایلې ده.

د کاکړ د ټپي کېدو او مړینې په هکله بېلابېل راپورونه ورکول شوي چې ویل کیږي هغه په خپل مرګ نه؛ بلکې وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي چې عثمان کاکړ په خپل طبیعي مرګ نه دی مړ شوی بلکې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې ده ته مخکې د یو شمېر کسانو نوملړ ورکړل شوی او ورته ویل شوي وو چې باید ووژل شي.

د هغه په خبره، په دې نوملړ کې د عثمان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ډاکتر سيد عالم محسود او د نامتو سياستوال افراسياب خټک نومونه هم شامل وو.

احسان دا نه دي ویلي چې دا نوملړ چا ورکړی و.

د نوموړي تر دې څرګندونو وروسته د کاکړ د مړینې په اړه شکونه نور هم زیات شوي دي او په پښتونخوا کې ګڼو سیاستوالو او د پښتنو د حقونو مدافعینو ویلي چې په دې اړه باید بشپړه څېړنه وشي او روښانه شي چې کاکړ چا او څه ډول وژلی دی.

د کاکړ په جنازه کې سیاستوال محمود خان اڅکزي هم په خپله وینا کې تور پورې کړ چې د نوموړي په وژنه کې د پاکستان ای اېس ای لاس لري.

هغه وویل: ((د شهيد عثمان خان پېښه د تشدد پېښه ده کور ته يې يو کس او بيا نور کسان ننوتلي او دئ يې په خپل کور کې شهيد کړئ زمه واره يې ISI او MI دي.))

عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې تر یوې مرموزې پېښې وروسته د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

عثمان خان کاکړ یو له هغو سیاستوالو څخه و چې په لر او بر یې زړه خوږېده او تل یې د پښتون د حق غوښتنې نارې وهلې او ټول ژوند یې د دغه ټبر د حق ترلاسه کولو لپاره په مبارزه کې تېر کړ.

3 COMMENTS

  1. الله پاک دی وبښي. د ده له شهادت څخه په الهام به لر-بر پښتانه له خوبه راویښ او سره متحد به یی کړی. ګوندی وی چی د پښتنو د تباهی روانه سلسله په دغه اتحاد سره ودرول شی که نه پښتانه تباه دی. کاکړ اصیل پښتون و.

  2. د عثمانخان کاکړ شهادت دی الله قبول کړي او پشتنو ته دې خدای همت ورکړي چې بدل یې واخلی! نوموړی د افغانیت شهید دی! انا لله و انا الیه راجعون

  3. مخکی می هم ویلی وو او بیا هم وایم چی د پاکستان پوځ او استخبارات نغواړی چی غښتلی او پیاوړی افغانستان د ګاونډی هیواد په شکل ووینی نو د پاکستان زیاتره سیاست مدارانو تل ویلی چی افغان دولت باید ډیورنډ کرښه ومنی

    کله چی برتانیه په افغانستان کی شکست وخوړ او یاد تړون له انګریزانو سره شوی وو نو له همدی وجهی ډیورنډ کرښه بی معنا ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب