رواني جکړه د نرم ځواک(تبليغاتو) په مرسته د فوځي جګړې تداوم دی، دښمن له دې لارې غواړي د خپل مقابل لوري عقلاني قوه فلج او احساسات د عقلاني رفتار ځای ناستی کړي، يا رواني جګړه د یو شمېر ښکاره او پټو لاملونو لکه راډيو، تلويزون، مطبوعات، افواه يا اوازې(شائيعه) څخه پلان شوی استفاده ده چې د خلکو په ځانګړی ډول د موخيزو ډلو د روحيې او انګېزې په کمزوری کولو سره د هغوی قدرت کمولو په موخه په کار وړل کېږی.
اوس پوښتنه داده چې ايا روان حالت کې د پوځي جګړې ترڅنګ رواني جګړه روانه ده؟
زما په آند په اوسنيو حالاتو کې رواني جګړه په پوره مانا روانه ده، ښه بېلګه يې د ولسواليو د سقوط یا ولسواليو څخه د پوځ د شاتګ وروسته د موضوع لوی ښودل دي، ولس په ځانګړی توګه ځوانان (هغه ډله چې فيسبوک ته لاسرسی لري) په غېر ارادي ډول دې موضوع ته د تبليغاتي بڼې په ورکولو سره د ملي ځواک محبوبيت او پر ملي ځواک باور کموي، د باور دا کموالی په عام ډول د ولس ذهنيتونه او عقلاني قوه په همدې برخه کې يا د همدې موضوع په اړه فلج کوي، چې دا چاره د نورو بحرانونو د پېل ټکی دی.
دولت ته څه کول په کار دي؟
اوسمهال د ناسمو تبليغاتو يا دروغ خبرونو خپرولو قانون پرځای د تبليغاتو پر مرکز باندې د رسنيو قانون پلی کول اړين دي، د تبليغاتو د قانون د لاس په لاس کول ممکن د اکثریت ولس او دولت ترمنځ يو نوع تقابل وګڼل شي او دا موضوع لا پسې جدي کړي، ولس په کافي اندازه د دولت د وروستيو کارونو په اړه ناراضه دی، دولت ته پکار دی چې په دې برخه کې تند غبرګون ونه ښايي، د مقابل لوري څخه دې ډېر نه اغېزمن کېږي او د احزابو تر چتر لاندې دې ملیشه جوړونې ته زمینه سازي نه کوي، ځکه دا کارونه د دې ښکارندويي کوي چې دولت په کافي اندازه د دښمن څخه ډار شوی او له امله یې د سمې پرېکړې ځواک له لاسه ورکړی.