جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پای لوبې ته ورسوله

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پای لوبې ته ورسوله

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲) د پاکستان سوپر لیګ ایلیمینېټر ۲ لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

پیل کې پېښور زلمي پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

اسلام اباد یونایټیډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې.

له ډلې یې حسن علي ۴۵ او کولین مونرو ۴۴ منډې وکړې.

د پېښور له خوا وهاب ریاض او عمید اصف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د پېښور زلمي لوبډلې ټاکل شوی هدف د دوو لوبغاړو په زیان په ۱۷ ام اور کې پوره او لوبه یې د ۸ لوبغاړو په شتون کې وګټله.

د دې لوبې په ګټلو سره پېښور زلمي لوبډلې هم پای لوبې ته لار ومونده.

افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي او جوناتن ویلس زبردسته توپوهنه ترسره کړه.

ځاځي د ۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ په ۴۴ توپونو ۶۶، ویلس د ۳ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ په ۴۳ توپونو ۵۵ ناسوځېدلې او شعېب ملک په ۱۰ توپونو ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي واخیسته.

افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی په پرلپسې درېیو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کوي.

نوموړي د پېښور زلمي لپاره یوازې ۴ لوبې ترسره کړې دي او ۳ ځل یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې ده.

د پاکستان سوپر لیګ پای لوبه به د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ د روانې عیسوي میاشتې په ۲۴ مه نېټه پنج شنبه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب