Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد «شاه او عروس» په بند کې د اوبو ذخیره پيل شوه

د «شاه او عروس» په بند کې د اوبو ذخیره پيل شوه

تاند ( چهارشنبه؛ د سرطان ۲) د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، په کابل کې د « شاه او عروس » بند چارې پای ته ورسېدې او ژر به یې د پرانیستې مراسم هم ترسره شي.

د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک تاند وېب پاڼې ته وویل، چې له شاوخوا یوې لسیزې وروسته د شاه او عروس په بند کې د اوبو د ذخيره کولو پروسه تېره شپه پیل شوه.

یاد بند د کابل ولایت په شکر درې سیمه کې موقعیت لري.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، د شاه و عروس بند د دې ادارې یو له سترو پروژو دی، چې د ۱.۲ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت لري او ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي دغه راز ۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

سرچینه وایي، چې د دې بند په پرانیستې سره به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دغه بند د رغولو چارې په ۱۳۹۱لمریز کال کې پیل شوې او تمه وه چې په ۳ کلونو کې بشپړې شي، خو دا نېټه تر ننه را وغځېده.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره د دې ځنډ لامل د تړون کوونکو کمپینو له‌خوا غیر معیاري کار او د ځمکې استملاک بولي، خو زیاتوي، تېر یو نیم کال کې پر دې پروژې کار چټک شو.

د دې بند د بشپړېدو خبر داسې مهال خپرېږي چې همدا اوس کابل مېشتي ښاریان د څښاک لپاره پوره پاکې اوبه نه ‌لري او پر دې ښار را وارداتي برښنا هم د درې ورځو په مخ پرې شوې ده.

کابل مېشتي خوښ دي چې د شاه و عروس بند به په دې دوو برخو کې لږ تر لږه د دوی یو څه ستونزې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...