Homeخبرونهد کونړ پر مرکزي روغتون د هاوان مرمۍ لګېدلې او اور یې...

د کونړ پر مرکزي روغتون د هاوان مرمۍ لګېدلې او اور یې اخیستی

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲) د کونړ ولایت پر مرکز اسعداباد د هاوان دوه مرمۍ لګېدلي.

دیاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان رسنیو ته ویلي، چې دا مرمۍ نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د کونړ په مرکز اسداباد ولګېدې.

دهقان وایي، یوه مرمۍ د ملکي وګړو د کورونو تر څنګ لګېدلې او بله یې د اسعداباد مرکزي روغتون کې لګېدلې، چې له امله یې روغتون اور اخیستی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د یادو مرمیو د لګېدو له امله چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی خو مالي زیان یې اړولی دی.

دهقان د مالي زیان په اړه څه نه وایي، چې څومره مالي زیان یې اړولی دی.

تر اوسه لا معلومه نه ده، چې د هاوان یادې مرمۍ چاتوغولې دی.

د دې پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې په لغمان کې هم په پرلپسې ډول د هاوان مرمۍ په مرکز مهترلام لګېدلي او عامو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...