جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+نوین الحق د انګلستان سوداګریز لیګ په توپ اچونه کې مخکښ دی

نوین الحق د انګلستان سوداګریز لیګ په توپ اچونه کې مخکښ دی

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲) د انګلستان په سوداګریز لیګ ویټالیټي بلاسټ کې تېره ورځ د لیسټر شایر او ډربي شایر لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

ډربي شایر پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

لیسټر شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې او مقابل لوبډلې ته یې د ۱۷۵ منډو هدف ورکړ.

لویس کیمبر ۵۳، سکاټ سټیل ۴۶ او کولین اکرمن ۳۷ منډې وکړې.

د ډربي شایر له خوا فین هوډسن ۳، جارج سکریمشاو او مټ کریچلي ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

ډربي شایر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې او د ۴۲ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

هیري کیم ۴۰ او بروک ګیسټ ۲۷ منډې وکړې.

نوین الحق، کالم پارکینسن، کولین اکرمن او سکاټ سټیل ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادولو ده، چې د ویټالیټي بلاسټ په روانو لوبو کې نوین الحق بیا تر ټولو زیات لوبغاړي سوځولي او مخکښ دی.

هغه په ۷ لوبو کې ۱۳ لوبغاړي سوځولي او لومړی مقام لري.

دغه راز دوهم مقام کې بیا لوګن وان بیک بیا په ۸ لوبو کې ۱۲ لوبغاړي سوځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب