جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران وایي، د امریکا غیر مسؤلانه چلند په افغانستان کې جګړه تېزه...

ایران وایي، د امریکا غیر مسؤلانه چلند په افغانستان کې جګړه تېزه کړې

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲) د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند سعید خطب زاده ویلي، چې دوی د افغانستان اندېښمنوونکی وضعیت څاري.

د نوموړي په خبره روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دې جدي اړتیا ده، چې روان تاوتریخوالی کم کړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه کړي.

هغه په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسوولیت پر امریکا اچولی او په خبره یې د امریکا غیر مسؤلانه چلند د دې لامل شوی چې په افغانستان کې جګړه زور واخلي.

خطیب زاده وایي ایران په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو، مذاکراتو کې د پرمختګ او دایمي سولې د راتګ ملاتړی دی.

ایران داسې مهال د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښيي،چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې سخت زور اخیستی دی.

حنیف اتمر: طالبان د ژمنو په پوره کېدو کې پاتې راغلي

تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم ویلي، چې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه، چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکه نه پالي او تر څنګ به یې تاوتریخوالی کموي خو په خبره یې طالبانو نه یوازې دا چې د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکه نه ده پرې کړې، بلکې د دغه ډلې کوربه توب کوي او عملا د جګړو په کرښو کې له دوی سره حضور لري.

د اتمر په خبره طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او نه یوازې دا چې جګړې یې کمې کړې نه دي بلکې شدت یې پکې راوستی او د سولې خبرې یې په ټپه درولې دي.

اتمر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو پر کړنو چوپ پاتې نه شي او د دغه ډلې پر وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب