جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمېسیون: د جګړې لوري دې د ملکیانو خوندیتوب ته...

د بشري حقونو کمېسیون: د جګړې لوري دې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲) د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

یاد کمېسیون ویلي، چې طالبانو، ولسي پاڅونوالو او افغان ځواکونو ته په کار ده، چې ټولو نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

سرچینه وایي، چې جګړه د حل لار نه ده او ښکېل لوري باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جګړه بنده کړي او د سولې خبرې پيل کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تر دې وړاندې هم په ځلونو له ښکېلو لورو غوښتي، چې جګړې ودروي او شته مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

یاد کمېسیون داسې مهال د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښيي، چې تازه په کندهار کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۵ ملکیان ټپيان کړي دي.

دغه راز بیا د کونړ پر مرکزي روغتون هم د هاوان مرمۍ لګېدلې او اور یې اخیستی دی.

د کندهار په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېره ۲۳ ته لوړه شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب