جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندهار په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېره ۲۳ ته لوړه...

د کندهار په چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېره ۲۳ ته لوړه شوه

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲) کندهار کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې د تلفاتو شمېره لوړه شوه.

د وروستیو معلوماتو له مخې په یاده پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او اتلس نور ټپيان دي.

دغه پېښه تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي سرچینې وایي، چې د ملکي وګړو موټر د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی ماین برابر شوی او ماین پرې چاودنه کړې ده.

+++++++++++

تاندکندهارکې د ملکي وګړو پر موټر ماین چاودنې ۱۵ تنه ټپيان کړل

( چهارشنبه، د سرطان ۲) د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه د دې ولایت  په میوند ولسوالۍ کې یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوی دی او ماین چاودنه کړې.

امنیتي مسوولان وایي په دې پېښه کې ۱۵ مسافر ټپيان شوي دي.

د کندهار ځايي چارواکي وایي، چې ټپیان يې نږدې روغتونونو ته لېږدولي او تر درملنې لاندې دی.

دوی د دې کار پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیوکې په هېواد کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ډېرې شوي او عامو خلکو ته ځاني زیانونه اړوي.

د سړک د غاړې ماین چاودنو عام ولس هم اندېښمن کړی دی.

دوی د جګړې له ښکېلو لوریو بیاځلې غوښتنه کوي، چې د عامو ولسونو ژوند ته پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب