جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماامریکایي سینما تر دوه کلن ځنډ وروسته ( اف۹ ) فلم نندارې...

امریکایي سینما تر دوه کلن ځنډ وروسته ( اف۹ ) فلم نندارې ته وړاندې کوي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲ مه)  امریکایي سینما هالیووډ د کورونا وبا له پیله تر دا مهاله هېڅ کوم فلم نندارې ته وړاندې کړی؛ خو تازه یې د فاسټ اینډ فیوریس لړۍ نهم فلم (F9) پورې ټولې هیلې تړلې دي.

دا فلم د امریکا په کاناډا کې د اپریل په ۲۵مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.

د کورونا له راتګ وروسته، په تېرو دوه کلونو کې دا لومړنی د غټې بودیجې فلم دی چې په سینماګانو کې به نندارې ته وړاندې شي، له دې مخکې د ډېرو فلمونو خپرېدل ځنډېدلي و.

د سینماګانو مالکان وايي، چې د دې نوي فلم له خپرېدو سره به په امریکا کې د سینماګانو کاروبار یو ځل بیا روان شي او د ټکټونو پلور به سینماګانې یو ځل بیا په پښو ودروي.

د دې فلم پروډیوسر او ډایریکټر جسټن لین وايي، چې د داسې فلمونو جوړولو څخه یې هدف دا وي چې د خلکو لپاره وي او خلک یې د خپلې کورنۍ او ملګرو سره یو ځای په سینما کې وګوري تر څو تفریح وکړي.

په (ایف ۹) فلم کې جان سینا هم کار کړی دی او هغه په دې فلم کې د بدمعاش په کردار کې راڅرګند شوی دی.

همدا راز په دې فلم کې مشهور اداکار (هان) هم بیا ځلې راوستل شوی او د فلم منځنی یا د اتل رول ون ډیزل ترسره کوي.

د دې فلم ډیری اداکاران د هالیووډ مشهور ستوري دي چې د امریکا په ګډون ټوله نړۍ کې مینووال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب