جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ښوونکي ته یو څو لارښوونې | محمدشفیق شرفزی

ښوونکي ته یو څو لارښوونې | محمدشفیق شرفزی

ښوونه او روزنه د یو هېواد د ملا دتیر حیثیت لري. څومره چې یوې ټولنه کې ښوونه او روزنه عامه وي، په هماغه اندازه هغه خلک آرام او هوسا ژوند لري، هلته د هر چا حقوق خوندي وي، عصري پرمختګونه رامنځ ته کېږي، فکري او مذهبي روزنه پرمختګ کوي.
ښوونځی د ټولو نېکبختیو زانګو ده. ښوونځی داسي ځای دی، چې په خپله غېږه کې راتلونکی ډاکتر، اینجینر، سیاستوال، وزیر او ولسمشر روزي. نو ددې ټولو خوشبختیو لپاره پکار ده، چې موږ ښه تعلیمي نصاب تر څنګ ښه ښوونځی، ښه ښوونکی او ښه درسي چاپېریال ولرو.
د ښوونې او روزنې مشرانو او ښوونکو ته پکار ده، چې په یو داسې میکانیزم کار وکړي، چې پر مټ یې په زده کوونکو کې د زده کړې سره ذوق او علاقه پېدا شي. دغه شان به زده کوونکي خپل د بریالیتوب لارې پخپله پېدا کړي او د شوق او ذوق پر مټ به د خپل علمي سفر یون ته دوام ورکړي. په همدې منظور لاندې یو څو جملې د استادانو او عالمانو د علم او تجربو پر بنیاد ستاسې درانه حضور ته وړاندې کوم؛
۱. اخلاص
د یو بریالي ښوونکي لپاره تر هر څه وړاندې دا ضروري ده، چې هغه په خپله دنده کې مخلص وي. او موخه یې یواځې او یواځې د الله ج رضا، خلکو ته سیده لاره ښودل او د ټولنې اصلاح وي. نو ځکه زده کړه او ښوونه عبادت دی. که یو ښوونکی هرڅومره مخلص او خپلې دندې ته وفاداره و الله ج به په هماغه اندازه درجې یې لوړوي.
۲. د وخت پابندي
وخت ته ارزښت ورکول د هر عاقل انسان د مواصفاتو څخه دي. په لږ وخت کې ډېر کار(خو په درست شکل سره) کولو عادت یو له بریالیو کسانو د صفتونو څخه دی. د خپل درکړل شوي وخت په درست شکل کارول او د هرې دقیقې په تول تول خرچول د بریالي تدریس لمړنی ګام دی. له دې سرغړونه به نه یواځې علمي، عملي او اخلاقي رویی په تاوان وي، بلکه د تدریس لاندې زده کوونکو باندې هم بده اغېزه کوي. خپل وخت پوره مصرفول او د بل چا وخت نه خوړل؛ اکثره ښوونکي په ټولګي کې د بل استاد وخت ضایع کوي په خپل درسي پلان منظم نه ځي. که په خپل پلان مخکې ولاړ شو د درس هر پړاو ( د ساحنتوا څخه تر اخري ارزیابۍ پورې) په خپل وخت ترسره کړو، نو نه به مو ددرس کومه برخه پاتې شوې وي او نه به مو د بل استاد وخت نیولی وي. په ټاکلي وخت کې د ښوونکي درس تکمیلول او خپلې خبرې ختمول د یو ښوونکي اخلاقي او شرعي مسؤلیت دی، که د خپل وخت نه ډېرې خبرې وکړو شاید په زده کوونکو هم بوج شو. او دا یو ښکاره حقیقت دی، چې که ښوونکي خپل ساعت منېج کړي، نو دهغه نصاب هېڅکله وروسته نه پاتې کېږي، ټول ټاکلی نصاب یې په خپل وخت پای ته رسېږي.
ما په یو خارجي موسسه کې دنده لرله، یوه ورځ زه په ساحه کې وم، چې له دفتره ذنګ ووهل شو، چې دوه بجې میټنګ دی او زما شتون پکې اړین دی،  نو له ساحې مې سمدواره حرکت وکړ او تقریباً ساعت وړاندې له جلسې دفتر ته ورسېدم. کله مې چې دمه جوړه شوه، شل دقیقې به لا نه وې وتې، چې یوه خارجۍ ښځه، چې زما د دفتر همکاره وه را ته یې وویل، چې ‘ تر شا دې څه دي’؟ ما وویل ‘المارۍ ‘ زه چې چېرته ناست وم نو تر شامې د کتابونو المارۍ وه نو راته یې وویل، چې ‘خوشې وخت مه تېروه یو کتاب را واخله او مطالعه یې کړه’. که موږ هر افغان د خپل راکړل شوي وخت قدر وکړو او په درست شکل یې وکاروو باور وکړه، چې ډېری ستونزې به مو حل وي.
۳. له تدریس څخه مخکې د کتاب کتل
داسې یو وخت ټاکل چې ښوونځي ته له تلو وړاندې یوځل کتاب مطلعه کړو او مربوطه درس ته په پوره آمادګۍ ورشو، ترڅو د سختو او مبهمو مفاهیمو مانا د تدریس په جریان کې مو زده وي، ځکه په مجهوله مانا ګانو او تشریحاتو سره زده کړه صورت نه نیسي. ښوونکي ته پکار ده، چې هغه تدریس ته دوه قسمه تیاری ونیسي؛ لمړی دخپل ځان د پوهولو تیاری ترڅو په مربوطه درس باندې خپل ځان وپوهوي او دوېم درس مؤثره کولو لپاره تیاری ترڅو د زده کوونکو پر وړاندې یې په ښه بڼه تشریح کړي. وایی چې له پوهولو وړاندې پوهېدل، له ویلو وړاندې فکر کول او له کولو وړاندې یې په نتیجه فکر کول ضروري دي. دا ټول د ښوونکي په تدریس پوره اغېزه لري.
۴. د تدریس طریقه
هر انسان الله ج د ګڼو مختلفو ځانګړنو سره پېدا کړی، دا ضروري نه ده، چې یوه خوبي په یو انسان کې وي نو خامخا دې بل انسان کې هم وي. ځینې صفتونه دي، چې باید په هر انسان يې ولري، خو سوال دلته دی، چې څوک څومره دغه ښېګڼې د ځان سره ساتلی شي او ځان پرې خپلې موخې ته رسولی شي؟ یو ښوونکي سره د زده کوونکو لېوالتیا په دې خاطر وي، چې هغه خپل درس په داسې شکل انتقالوي، چې هغوی دده له درس څخه د ستړیا احساس ونه کړي او تل یې د لیدو او درس ته د کېناستو لهظې شماري. خو دا څنګه امکان لري؟ او ایا داسې موږ هم کېدای شو؟ هو! ځواب یې ډېر ساده دی.
۵. پلان جوړول
 تدریس تل د پلان مطابق پر مخ وړل، پدې مانا چې کله ښوونځي ته ځو باید ذهناً موږ پدې فکر کې واوسو، چې نن باید درس کې څو موارد تدریس شي؟ کوم شیان باید تکرار کړم؟ او د کومو شیانو له ویلو ډډه وکړم؟ له دې وروسته خپل درس سره ورته اړیکه ورکړه. یو ښه متوازن پلان ترتیب کړه البته ښه پلان هغه دی، چې د څلورو پوښتنو ځواب ویونکی وي.
– چاته تدریس کوم؟
– کله تدریس کوم؟
– څه شی تدریسوم؟
– چېرته تدریس کوم؟
کله چې مو مخکې له پلان جوړولو څخه پورته پوښتنې په خپل ذهن کې ځواب کړې، نو اطمنان سره ویلای شم، چې تدریس به مو مؤثره وي.
د تدریس په جریان کې لاندې ټکي خورا ګټور دي.
۱)د کتاب مشکل مباحث په ساده الفاظو او په لنډو طریقو وړاندې کول.
۲)د تعبیر لپاره عمده، په زړه پورې او واضحه لاره اختیارول.
۳) د کتاب د متن د حلولو نه وروسته مهمو نقطو ته د زده کوونکو متوجه کول.
۴) کله چې د یوې مشکلې موضوع لپاره زده کوونکو ته دنده ورکوو باید ماخذونه ورته په ګوته شي.
۵) بې فایدې او غېر مربوط اوږدو لیکنو د لوستلو پرځای لنډې او ګټور مباحث وړاندې کول.
ابن خلدون فرمایي: ښوونکی نباید راتلونکې موضوعات او پیچیده کلمات کوم چې راتلونکي کې تدرسېږي اوس ووایي.
۶. د زده کوونکو استعدادونو ته پاملرنه
دا رښتیا ده، چې د هر ښوونکي دا هیله وي، چې د زده کوونکو یې علمي او مسلکي وړتیاوې و غوړېږي او دغه هیلو ته هغه وخت ښه رسېږو، چې کله زده کوونکي د ښوونکي سره په درس کې فعاله ونډه واخلي. ددې کار لمړی  فعالیت دادی، چې هرخ ورځ عبارت په زده کوونکو ولوستل شي، که ټولو ته نوبت ونه رسېږي نو يو څو خو به یې ولولي. بل داچې د تېر درس حتی الامکان اعاده وشي. دریېم فعالیت دادی، چې دوه یا درې اونۍ وروسته د تېرو درسونو سرسري خو تنقیدي جاج واخستل شي. دې سره د ښوونکي په ذهن کې هم نوې خبرې را پېدا کېږي او درس ته نوې بڼه ورکوي.
۷. د علمي تندې خړوبول
زده کوونکي د علومو د دزده کولو او علمي تندې د خړوبولو لپاره له کومو لاروچارو کار اخلي؟ کومې چارې باید ترسره شي؟
ددې ځواب به په لاندې حدیث شریف کې واضح شي.
حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روایت دی، چې یو ورځ رسول الله (ص) له صحابه کرامو یو پوښتنه وکړه، چې هیچاته یې ځواب نه و زده.ماته ځواب زده و خو د شرم او حیا له وجهې د ځواب په ویلو ون توانېدم. د دې حدیث شریف په حاشیه کې شیخ عبالفتاح ابو غده صېب لیکي، ښوونکي ته پکار ده، چې له خپلو زده کوونکو رنګارنګ پوښتنې مترح کړي، ترڅو په دوی کې د فهم، فکر، حاضر ځوابۍ او د مباحثې توانایي رشد وکړي.
۸. معتدل مزاجي
د زده کوونکو سره د اعتدال، میانه روۍ او دوستانه رویه ددوی فکري، علمي او ذهني صلاحیتونه غښتلي کوي. د ښوونکي خوشک مزاجي بې ځایه قهر او بې عدالتي زده کوونکي له علم زده کړې لېرې کوي. افراط، ډېره نرمي، په طبعیت کې د سلیقې کموالی او زده کوونکو سره بې ځایه ګپ شپ هم د زده کړې چاپېریال متاثره او بدنما کوي. داسې فضا، چې د اعتدال رنګ پکې ښکاري، د ښوونکي ذهني پوخوالي او د ښه انتظام ښکارندوی کوي.
۹. د تورې دړې (تختې) کارول
په تدریس کې د تختې کارول یو له پخوانیو مؤثرو طریقو څخه ده، چې د ښوونکي سره د درس په حریان کې مرسته کوي. د تختې په درست شکل استعمالول خورا اړین دی. که ښوونکی وړو کوچنیانو ته تدریس کوي نو ښه طریقه داده، چې د درس خلاصه او نقشه په تخته رسمه کړي او بیا یې تشریح کړي.
نو ددې لپاره ښوونکې، چې کله ټولګي داخلېږي لمړی په تخته مضمون او موضوع لیکي، بیا یې کتاب سزه ربط ورکوي د پوهلو لپاره له بیلابیلو میتودونو څخه کار اخلي. د تختې په کارولو سره در  د زده کوونکو په ذهن کې تل پاتې کېږي. زده کوونکي تختې ته متوجه وي. د تمرین پر وخت زده کوونکي د ټولګي مخ ته راځي او په تخته لیکل کوي، چې دې سره د زده کوونکو جرات او املا قوي کېږي.
۱۰. زده کوونکو سره په نرمۍ چلند کول
د یو بریابي ښوونکي تر ټولو غوره عادت دا دی، چې خپل زده کوونکي له وهلو او ډبولو څخه بچ وساتی. ځینې زده کوونکي دومره حساس وي، چې په سپېړه وهلو سره په ذهني مرض مبتلا کیدای شي او ممکن له همدې امله خپلې زده کړې پرېږدي. نو ددې لپاره ښوونکی باید د ارواپوهنې علم څخه کار واخلی او د تحقیر پرځای له تقدیر او تشویق څخه کار واخلي. تجربو ښودلې، چې د سختو الفاظو په نسبت نرم الفظ کارول ډېر ګټور وي. ستغ الفاظ او تېزه لهجه کارول ډېری وخت زده کوونکي متنفره کوی او د زده کړې څخه یې لېرې کوي.
۱۱. د درس په جریان کې ناصحانه کلمات
د ښوونکي او پلار تر منځ عمده فرق دادی، چې پلار د اولاد مادي، ظاهري او جسمي نشونما کوي، خو ښوونکی دزده کوونکي باطني او روحاني روزنه کوي. د ښوونکي یواځې دا زمواري نه وي، چې هغه فقط د زده کوونکو ذهن ته کتابي مالومات داخل کړي، بلکه هغه د یو مربي دنده هم په غاړه لري، نو ښوونکي ته پکار ده، چې د زده کوونکي ته مسلکي پوهه هم انتقال کړي د هغه عقلي، روحاني، جسمي او اصلاحي اړخونه هم په نظر کې ونیسي. هر یو ښوونکي ته پکار ده، چې د درس په جریان کې ټولنیزې او اصلاحي خبرې او ناصحانه کلمات وکاروي تر څو د زده کونکو علمي، ټولنیز او رواني غښتلتیا همزمان پرمختګ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب