شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهزهیر: د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی

زهیر: د فرهنګي میراثونو ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲) د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست وايي چې خلک دې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

محمد طاهر زهیر چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، یو شمېر فرصت طلبه کسان په هېواد کې له روانو ناامنیو څخه په استفادې هڅه کوي چې تاریخي او فرهنګي میراثونه د نابودۍ له ګواښ سره مخامخ کړي.

ښاغلي زهیر وویل، فرهنګي میراثونو د ټولو افغانانو ملکیت دی او په ګډه دې د دې میراثونو په خوندي کولو کې همکاري وکړي او چاته دې د نابودۍ اجازه نه ورکوي.

د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست داسې اندېښنې شته چې ښايي مافیايي ډلې، قاچاقبران او ځيني فرصت طلبه خلک له روان وضعیت ناسمه ګټه پورته کړي او د افغانستان تاریخي او فرهنګي میراثونو ته زیان ورسوي او یا یې قاچاق کړي.

په ورته وخت کې د دغه وزارت نشراتي معین وویل چې ځینې خلک په رسنیو په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې د بیان مثبتې او منفي ازادۍ ته له پام پرته خبرونه خپروي او په خبره یې ټولو ته په کار ده چې د دې مسئلې عمق ته په پام د منفي خبرونو او اوازو له خپرولو ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب