جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+عثمانیه خلافت په هنداره کې| سید اصغر هاشمي

عثمانیه خلافت په هنداره کې| سید اصغر هاشمي

د عثمانیه خلافت سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او د علمي خواوو تاریخ د اسلامي نړۍ لپاره یو ښه دستاویز دی او کولای شي، چې د تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې له نزولي حالت څخه عروجي حالت ته ځان ورسوي.

تاریخ د ماضي بیان دی، خو هر څوک نشي کولای چې ښه تاریخ ولیکي، ځکه چې په تاریخ لیکنه کې د تاریخي مېتود سره اشنايي او د نویو څېړنیزو اصولو باندی پوهاوی اړین دی. د پېښو پیدا کېدل، د هرې پدیدې تاریخي سیر او په اوس کې یې د تطبیقي مواردو لټول مهم دي. تاریخ د تېرو تجربو بیان دی او په حال کې له ماضي څخه ګټه اخیستل او د راتلونکي لپاره فکر کول دي.

په کتاب کې د اسلام او اسلامي قانون ارزښت بیان شوی دی، چې یو وخت اسلامي مشران څوک وو، د مشرۍ کردار او کړنې یې څنګه سرته رسولې، د مشرۍ معیار ټاکنه څنګه وه او مشر باید کومې ځانګړنې درلودای. 

دوی عدالت ته ارزښت ورکاوه، انساني همدردي یې درلوده، له رعیت سره یې د مرستې روحیه پیاوړې وه او د انساني افکارو د پیاوړتیا لپاره یې هڅې کولې.

یوه ټولنه چې عدالت ونه لري، هلته انساني او ټولنیزې ستونزې ډېر وي. په اسلامي تربتي فلسفه کې د انسان او نورو انسانانو تر منځ اړیکې په عدالت او احسان ولاړې دي. عدالت د دې لامل کېږي چې د انسانانو تر منځ مینه پیدا کېږي، اړیکې یې قایمیږي او د انسان دوستۍ روحیه پکې پالل کېږي. یعنې عدالت هغه وسیله ده چې د انسان دوستۍ موخې ته پرې رسیدلی شو.

قران کریم کې راغلي دي: (ان الله یامر بالعدل و والاحسان) (نحل، ۹۰)

په پورته ایات کې له عدالت سره احسان هم راغلی دی، له انسان سره په احسان او مرستې کولو د انسانانو تر منځ مینه پیدا کېږي او د انسان دوستي ته لاړه پیدا کوي. کله چې د یوې ټولنې په انسانانو کې عدالت پيدا شي، نو ټولنیزې فتنې او ستونزې له منځه ځي، ټولنیزې اړیکې کلکېږي او انساني بقا پیايښت پيدا کوي.

که چیرې عدالت د توازن او برابرۍ په مانا وکاروو او احسان د مرستې او انسان دوستۍ په مانا، نو د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا دواړه ډېر اړین دي او د انسان دوستۍ د پیدا کېدلو په برخه کې دواړو برخو ته اړتیا ده، چې په عثمانیه خلافت کې یې بېلګې ډېر دي.

انساني همدردي او ورورولي هغه وخت یوې ټولنې کې قایمېدلای شي چې چاپیریال انساني وي. په مدینه فاضله کې د انسانانو تر منځ دوستي، همدردي، اخلاق او نور د حقیقي نیکمرغۍ پر اساس دي. فارابي د مدینه فاضله یادونه کوي او د انسان دوستۍ او محیطي اغېزو اړیکې واضح کوي. د مدینه کرامیه یادونه هم کوي. دا هغه ټولنه ده چې خلک یې اراده لري، چې کرامت ته ارزښت ورکړي. د دې مدینې (ځای) خلک کرامت ته د ارزښت ورکولو او د ویلو او کولو په وسیله د یو بل سره په مینې کولو تاکید کوي او یو د بل سره په دې برخه کې تعاون کوي. دوی یو بله ته په بهترۍ قایل دي، یو بل ته په مساوي او برابر ډول ارزښت ورکوي. فارابي مدینه کرامیه او مدرینه فاضله یو شان ګڼي او پورتنی بحث یې په مدینه کرامیه کړی دی.

د مدینه فاضله او مدینه کرامیه وګړي د فضیلت څښتن وي، دا مدینې جوړې دي، د انسان او ټولنې تر منځ کې کومه اړیکه ده، یو پر بل یې اغیز کړي دي، ټولنه انساني ده، نو ځکه انسانان یې هم ښه انسانان دي، خو ټولنه د همدغو انسانانو په وسیله جوړه شوې ده، نو په دې ټولنو کې بیا انسان دوستي خپلو وروستیو پیاوړو حدودو ته رسیدلي وي. په دې ډول ټولنو کې انساني ستونزې نه وي. هر انسان چې انساني بېلابېلې ستونزې لري، د علت او معلول پر بنسټ او یا هم د عمل او عکس العمل په ډول بېلابېل لاملونه لري چې دوه اړخه یې د ډېر بحث او څېړنې وړ دي، وراثت او ټولنه. ښه ټولنه ښه انسانان او خرابه ټولنه خراب انسانان لري. یانې انسان ټولنیزه هستي ده، که دی وغواړي او که یې ونه غواړي، ټولنیز وروسته پاتې والی او پرمختګ پرې خپل اغیز کوي.

د پیاوړو هیومانیستکي افکارو د خپلولو لپاره ټولنیز جوړښت ډېر مهم دی. ډېر وخت په ارثي ډول له ټولنې څخه ښه او بد افکار، هیومانیستکي سم او ناسم عادتونه اخیستل کېږي.

په دې اثر کې ډېر داسې خبرې شته چې د پرمختګ وسیلې ښودل شوي دي او له دې لاملونو یې یوه برخه ټولنه ده. په ټولنپوهنه کې دا بحثونه واضح دي او تفسیر شوي، چې د ماضي، حال او مستقبل لاشعوري او ټولنیز لاشعوري زخیره شوي شیان له ټولنې څخه پاتې کېږي.

په دې اثر کې بله برخه د اخلاقیاتو ده. له سوکرات څخه کوم اثر نه دی پاتې، خو وايي چې دی یو سړی و چې سیاسي او اخلاقي افکار یې فورمول بندي کړل. د ده د افکارو او عقایدو زیاتره برخه د اپلاتون، ګزنفون، ارستوفان له خوا ټول شوي او نقل شوي دي. د ده په نظریاتو کې په انساني او اخلاقي لحاظ انسانیات (هغه څه چې د انسان په ژوند پورې اړه لري.) ایتکس یا خلاقیات ډېر ستر ارزښت لري. د سوکرات په فلسفه کې دغه مقوله چې وايي: «تقوا علم دی.» ډېر ستر ارزښت لري. د دې مقولې څخه د ده عمده مطلب دا و چې تقوا هم زده کیدلی شي او هم ښودل کیدلی شي. دی د انسان د عمل او وینا لپاره بشپړ تعریف او قاعده لټوي. دغه قاعده د علم او فرهنګ په رڼا کې تحلیلوي. وروسته بیا ارستو او اپلاتون د سوکرات د دې مقولې څخه چې (تقوا علم دی بیا تقوا په علم کې ده.) په خپلو سیاسي او اخلاقي نظریاتو کې ډېره استفاده کړې ده. دغه اصل د اپلاتون په فلسفې قضایاوو باندې حکومت کوي. د علم څخه تبعیت د ټولنیز او انساني ژوند د ټولو ښیګڼو لپاره په کار اچوي. انسان اخلاقي کړنې سرته رسوي، ځکه چې د ذهن او عقل څخه کار اخلي او په ذهن کې د اخلاقي کړنو لپاره تصمیم نیسي. د انسان ذهن دا توانایي لري چې د اخلاقي کړنو په اړه اراده وکړي، کولای شي مخکې د یو اخلاقي کار له کړنې یوه احتمالي پایله پيش بیني کړي، انسان په ذهن کې د یو اخلاقي کار د کړنې په اړه مثبت او منفي تصویر جوړولای شي او له ځان سره تصمیم نیسي او یوه پایله تر لاسه کوي چې عمل تر سره کړي او کنه.

په کتاب کې سیاسي اخلاق، ټولنیز اخلاق، فرهنګي اخلاق او د مشرۍ اخلاق بیان شوي دي او دا په ډاګه شوې ده چې د ټولنې پرمختګ د اخلاقي معیارونو سره تړاو لري.

دا کتاب سیاست والو او عامو وګړو ته یو لارښود کېدلی شي، چې څنګه یوه جغرافیه پرمختګ کوي او له ستونزو سره مخامخېدای شي، په سیاست کې له کومو تکتیکونو څخه کار واخیستل شي، فرهنګ له ټولنې سره کوم تړاو لري، فرهنګي انسان ټولنیزو کړنو کې څومره موثر دی، د ټولنې اغېزې په انسانانو او د انسانانو او ټولنې دوه اړخیزې اړیکې څومره مهمې دي.

د عثمانیه خلافت د پیاوړتیا او ځوړتیا د پړاوونو ښودنه د دې دواړو مرحلو علتونه ښودل، چې د کومو عکس العلونو په سبب دا عملونه منځ ته راغله. کوم علتونه موجود وو، چې دا معلولې پدیدې منځ ته راغلې.

په کتاب کې د مشرانو اخلاق بیان شوي دي او د دوی د لیډرشیپ خواص بیان شوي او په دې اړوند هم خبرې لري، چې ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي، چې حق حقدار ته ورکړل شي او د ذکاوت په نظر کې نیولو سره هر چا ته دنده ورکړل شي.

دا کتاب د څو کسانو په وسیله وژباړل شو، خو بیا هم د هر کس ژباړه ډېر ستونزې درلودې، یوه ستونزه د جمله بندۍ او ترکیبونو وو، له یوې ژبې په کې کار اخیستل شوی نه وو، د ژباړې معنوي هماهنګي یې نه درلوده او نورې ستونزې یې هم درلودې، نو د ټول اثر څو ځل کتلو وروسته د انساني هڅو په پایله کې مو دا ټولې ستونزې ورته حل کړې او د ملګرو او خپرندویې ټولنې په مشوره د ژباړې معنوي حق ما ته راکړل شو، زما خوښه دا نه وه، خو بله لار یې نه درلوده.

په پای کې د کتاب ژباړې، کمپوز، ایډیټ او چاپ په برخه کې ټولو ملګرو ته مبارکي وایم او په دې هیله چې راتلونکي کې هم د علمي کارونو کوونکي وي.

په درنښت

سید اصغر هاشمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب