یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د آنلاېن زده کړو ګټې او زيانونه | ښويالی محمدشفيق شرفزی

د آنلاېن زده کړو ګټې او زيانونه | ښويالی محمدشفيق شرفزی

د کرونا وبا په دې بحراني حالت کې, چې نن سبا يې درېیم پړاو ښه زور اخیستی او د ژوند هره برخه يې متضرره کړې, يوه له دغو برخو څخه ښوونه او روزنه هم ده‌.
ځينو خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونو له بده مرغه له دې موقع څخه ناوړه استفاده کړې, چې د حضوري زده کړو  په نسبت پکې ډېره ګټه ترلاسه کوي.
ښوونکي هم په ارامه زړه په خپله خوښه پرزنټېشن برابروي او په آنلاېن ډول په يې وړاندې کوي. هلته د ټولنيزو او تربيوي کړنو لپاره چې په عين وخت کې د تدريس پر مهال د ښوونکو لخوا ترسره کېدل په نظر کې نه وي نيول شوي.
کله چې په غېر حضوري ډول تدريس کېږي نو په دې وخت کې ښوونکي مازې په ټاکلې موضوع بحث کوي او د ژوند نور تربيوي اړخونو ته هېڅ توجو نه کېږي په حضوري زده کړو کې د زده کوونکو ذهني او رواني حالاتو ته په کتو ښوونکي پرمخ ځي اما آنلاېن زده کړې د دوی برعکس وي.
په فعلي شرايطو کې خصوصي سکتور يو خطرناک وضعيت غوره کړی, د ځينو ښوونځيو مالکان د زده کوونکو د ښوونې او روزنې پر ځای خپله ټوله توجو خپل مفاد ته اړولې. دوی وايي که مو د آنلاېن زده کړو پروګرامونه نه وای پیل کړي نو ښايي د زده کوونکو راتلونکی به ستونزمن وای. زما په فکر که چېرې دا حالت همداسې دوام وکړي ښايي د زده کوونکو راتلونکی به له خاورو سره خاورې شي.

د آنلاېن زده کړو لپاره اساسي رکن پلان جوړول دي. منظم پلان ترتيبول په دې فکر کول چې د غېر حضوري موثريت څنګه په حضوري زده کړو مؤثره کړو. له اکثرو خصوصي ادارو سره ددې لپاره کومه قناعتبخشه طرحه او لايحه نه وي او د آف لاېن په څېر د آنلاېن زده کړو پروسه پرمخ وړي چې دا کار د زده کوونکو راتلونکي ته سخته ضربه ده. همداشان له ځينو ښوونکو سره د انلاېن تدريس تجروبه نه وي نو ويلای شو چې آنلاېن زده کړې هېڅکله د آفلاېن ځای نه شي نيولی.

په ښوونځي کې زده کوونکي د ښوونکې له ظاهري کرکتر او کړو وړو څخه نېغ په نېغه متاثره کېږي او په تربيت کې يې مثبت بدلون راولي همداشان د ښوونکي لارښوونې په درست شکل تعقيبوي, خو په آنلاېن زده کړو کې دا کار ناشونی دی.
بله مسئله ددوی ازموينه ده د قرنطين پدې موده کې داسې ښوونکي شته چې حتا خپلو زده کوونو سره يې ‘ويډيوکال’ باندې خبرې هم ندي کړي نو چې کله له دوی څخه ازموينه اخلي دا بيا بله لويه ستونزه ده بلخصوص ابدتدايه دورې زده کوونکو ته دا کا ناشونی دی  دلته دوی دخپلو افکارو اظهارولو او د ښوونکي ته د سوال ځوابولو پر وخت وېره احساسوي.
په دې سره ښوونکی شايد فکر وکړي چې زده کوونکی يې ذهني کمزور دی او کورنۍ يې په روزنه کې فعاله ونډه نده اخستې, حقيقت بي داسې نه وي دلته پړه ښوونکي او ښوونځي بولم ځه دوی لدې ميتودونو څخه چې څرنګه آنلاېن تدریس وشي قاصر دي.
په آنلاېن زده کړو کې د زده کوونکو پالنه ټوله پر والدېنو ده, د ښوونځيو او ښوونکو رول پکې نه وي زده کوونکو ته چې کوه کورنۍ دنده ورکول کېږ ي ډېری برخه يې والډېنو پورې مربوطېږي ځکه کومه دند چې په ښوونځيو ورکول کېده دوي اوس له هغې بې برخې دي.
که ووایم چې آنلاېن زده کړې د زده کوونکو څخه زيات والدين ازمايي مبالغه به نه وي. که چېرې د يو زده کوونکي والدين نالوستي وي نو د آنلاين زده کوونکو لپاره بيا دا لويه ستونزه وي, د کمو زده کړو والدين هم د ستونزو سره مخ وي دوی ته چې کوم نصاب ورکړل شوی وي دوی يې درست نه شي لوستی او د ښوونځي دنده چې زده کوونکي يې بايد کور کې ترسره کړي نه يې شي ترسره کولی, چې تاثير يې په زده کوونکو پرېوځي. دلته د ښوونې او روزنې ټول کار پر والدېنو وي او د ښوونځي ښوونکي مازې په انلاېن بڼه درس لېږي او خپل مسؤليت رفع کوي. والدين د خپل اولاد د ښوونې او روزنې نتيجه د دوی په سند کې ګوري او همدې ته سترګې په لار وي, لهذا دوی بې شړقه  پيسې مصرفوي ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.
د افغانستان په څېر هېواد کې چې په ځينو سیمو کې انټرنټ په درست شکل کار نه کوي او که کوي يې هم ډېر ضعيفه وي ځينې خلک بيا په عين وخت کې انټرنټ ته لاس رسی نه لري نو درسونه ترې تېریږي, کله چې نيټ پېدا کړي نو بيا پرې درسونه بوج شوي وي.
د آنلاېن زده کړو يو بل نقصان داهم دی, چې د زده کوونکو اخلاقي سطحه په مسلسل ډول د رکود پر لوري ځي. ځينې مسايل دي چې زده کوونکي يې د مور او پلار په پرتله زده کړيز چاپېريال کې تر لاسه کوي. ځينې اخلاقي صفات داسې وي, چې بيدون له ښوونکي يې نه شي زده کولی. زده کوونکي څپلو همزولو سره د ځينو اخلاقي صفاتو څخه برخمن ېږي.
آنلاېن زده کړو زده کوونکي ګوخې کړي, له ټولنيز اخلاقي چاپېريال له زده کړو  څخه يې محروم کړي داسې کړنې, چې د والدينو او ښوونکي پرته ورته زده کوونکي ضرورت لري چې بايد عملآ يې زده کړي هغه ټولنه ده.
آنلاېن زده کړې به سند خامخا درکړي مګر باسواده کوی دې نه شي. که د هغه زده کوونکو په اړه خبره وکړو, چې په منځني يا لېسې دوره کې زده کړې کوي, هغوی د وړو کوچنيانو په پرتله زيات پرېشانه دي. دغه زده کړيزه طريقه هغوی ته د منلو وړ نه ده هغوی تل غواړي چې د ازموينې په ورځ عملآ ازموينه ورکړي, دوی ته دغه ازادي نه ورکول کېږي. نو کله چې لوی زده کوونکي دغه رنګه زده کړې نه خوښوي نو کوچنيان به يې څه خوښ کړي. ځينې ښوونځي بلخصوص دولتي ښوونځي هم لدې کاره ناخوښي دي. د نامنظې لاېحې, موادو, نصاب, تجربې, مسلکي ښوونکو او وسايلو کمبود يا نه موجوديت هغه څه دي, چې دا پروسه يې ننګولې.

1 COMMENT

  1. گرانه او محترمه وروره محمد شفيق شرفزی صاحب، سلامونه مي ومني!!
    ډير وخت دي نه نيسم. يوازي ستاسو څخه هيله کوم دا لاندي پوښتنو ته مي ځواب راکړي:
    ۱. ايا تا سو دغه ټو ل د انلاين زدکړي زيانونو ته، چي په خپل مقاله کي مو ورته اشاره کړي، له خپل ځانه او يا د خپل شخصي تجرو په اساس ليکلي او يا کوم ماخذ هم لري؟ که کوم ماخذ لري نو لطفا يي وړاندي کړي.
    ۲. تاسو پخپل سرليک کي د انلاين زدکړو د گټو يادونه هم کړي ده اما تاسو په خپل مقاله کي ددي زدکړو د گټو په باره کي هيڅ ندي ويلي. ايا ددي زدکړو کومه گټه هم شته؟ که شته لطفا يي وړاندي کړي.
    ۳. کولاي شي د خپل تحصيلاتو په اړه چي په دي اړه وي يو څه معلومات راکړي.
    په درناوي،
    احمد فايق انيس، په کاليفورنيا کي،په لوړو زدکړو کي د انلاين زدکړي د PhD محصل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب