د پاکستان د پټو زندانونو کيسې
دوهمه برخه
زمونږ نيول او ګوانټانامو ته لېږل
د جاسوسانو ، غلامانو او خائنانو د ډلګۍ (جماعة الدعوة) امير ملاحسين (جميل الرحمن) چې کله د پاکستان منحوسو چارواکو ته عريضه وکړه چې افغانستان په پاکستان کې مدغم کړئ…، مونږ يې کلک مخالفت وکړ، له هغه سره زما د سختې مناقشې په اوږدو خبروکې يوه داهم وه چې راته ويې ويل: داکار په ماباندې حيات الله، روح الله او ولي الله (دهغه پرکټيو) وکړ… مونږ ددې درغلګرو سخته مقابله وکړه او خلک مو دې ډلګۍ ته طلاق ورکولو ته وهڅول… نو څوک زر او څوک لږ وروسته ټول مخلصين او پتمن خلک ترې راووتل او نږه غله، درغلګراو غلامان پکې پاتې شول، چې د آى ايس آى او سعودي استخباراتو حلقه بګوش مريان وو. مونږ وخت په وخت د هغوى درغلي خلکو ته څرګندوله او ډېر خلک ترې بېزاره شول . نو له همدې امله چې کله په ١١\٩\٢٠٠١ م کال په نيويارک بريد وشو او امريکا د ډکو ډالري جېبونو، لويې ټلوالې، وسلو او وسائلو سره سيمې ته راغله؛ نو له پاکستاني استخباراتو ( آى ايس آى) نه يې خلک وغوښتل چې له امريکايانو سره همکاري وکړي؛ هغوی د جماعت خپل دغه ګوډاګيان ورمخې ته کړل . د اسلام او مسلمانانو د وهلو ، ټکولو او پلورلو لپاره يې ميليونونه ډالر ترې واخيستل او لوى لوى خيانتونه او درغلۍ يې پيل کړې. زه او زما ورور: استاذ بدر هم ددې غلامې ډلګۍ په شيطانۍ په ١٧\١١\٢٠٠١ م د (آى ايس آى) مجرمانو اکيډمي ټاون، پېښور، په خپل کور کې ونيولو ، او د ډالرو د پنډ مبلغ په بدل کې يې په امريکا وپلورلو ، هغوى ګوانټانامو ته ولېږلو . د پېښور ، باګرام، کندهار او ګوانټانامو د توروتمبوشاته مو درې نيم کاله تېر کړل او بيا په ٢٢\٤\٢٠٠٥م کال له بنده آزاد شو. کله چې کورته راغلو؛ نو ما او ورور مې (بدر) له کوره تر کوره ټوله کيسه په يوکتاب کې وليکله. د (آى ايس آى) له درغليو او ظلمونو نه واخله، د امريکا تر ظلمونو مو ټول حقيقتونه پکې ځاى کړل او د (ماتې زولنې ) په نامه مو چاپ کړ. کله چې مو کتاب چاپ او خپور کړ ؛ نو د آى ايس آى او ګوډاګيانو ټنډې يې تروې شوې او زه يې بيا ونيولم.
بياد آى ايس آى په پټ جېل کې د (ماتې زولنې) کتاب له خپرېدو نه وروسته ډېر پټ حقيقتونه راڅرګند شول، د امريکا له ظلمونو او د پېښور ، باګرام ،کندهار او د ګوانټانامو د جېلونو له ډېرو پټو معلوماتو نه خلک خبر شول. او د آى ايس آى د شومې او بدنامې ادارې او د هغې د ګوډاګيانو منحوسې څېرې اوپلمې بربنډې شوې …..
په ٥\٩\١٤٢٧ س هـ ( ٢٥\٩\٢٠٠٦ م) د جمعې په ورځ د پېښور په اکيډمي ټاون کې زمونږ د کور له خوا سره د جومات امام چېرته تللی و؛ ماته وويل شول چې د جمعې خطبه ورکړم، ما ومنله، د جمعې خطبه مې ورکوله، په منبر ولاړ وم، چې د جومات مخې ته مې د پوليسو ګاډى تر سترګو شول ؛ پوه شوم چې پوليس په ما پسې راغلي دي، خطبې ته مې دوام ورکړ او پاكستاني مرتدان او طاغوتان مي ښه پسې وټكول. کله چې خطبه او لمونځ پاى ته ورسېدل او له جومات نه راووتم، د پوليسوپه ګاډى کې د تورو جامو والا تور پنجابيان ناست وو ، يو د آى ايس آى د مرتدانو ګاډى ؤ او د کور د کوڅې مخې ته مو د آى ايس آى يو ځناور ولاړ ؤ. زه چې د جومات وره ته ورسېدم؛ نو د آى ايس آى يو تورمخى مې مخې ته راغى بهانه يې وکړه ، زه يې په خبرو کولم، نو ويې ويل چې عبدالغفور پېژنې؟ ما ورته وويل : نه، دروغ مه وايه زه په تا پوه يم چې د څه لپاره راغلى يې؟. نورو ته يې اشاره وکړه، دتوروجامو والا تورمخي له ګاډي نه راښکته شول، کلک پلک يې ونيولم او ګاډي ته ورسره وختم . له بده مرغه چې له ما سره به مخکې تمانچه وه او په دغه ورځ راسره نه وه. زما زوى عبدالوهاب ولاړ ؤ ، ما ويل منډه به کړي له کور نه به کلاشينکوف راوړي؛ خو هغه حيران ولاړ ؤ او هېڅ يې له وسه پوره نه وو . که په دغه وخت کې له ماسره وسله واى؛ نو که زه شهيد کېدم هم ان شاء الله چې څو کسان به مې جهنم ته لېږلي وو. خو الله تعالى نه وه ټاکلې.ګاډي ته چې وختم، عبدالوهاب ورسره په څه خبره خوله ووهله، خو پوه نه شوم چې څه يې سره وويل ؟!. سترګې يې راباندې وتړلې او په لاسونو کې يې زولنې راواچولې . په دې وخت کې ما ورته وويل : زه له زولنو نه نه وېرېږم، تاسو چې مخکې مونږ په امريکا پلورلي وو، نو هم ما دا شعر ويلى ؤ:
پېغلو ته زينت وي مړوندونه له بنګړو سره
خوند کوي لاسونه نارينه له زولنو سره
بيا مې ورته وويل :
ـــ تاسو غلامان يئ او زه له دې زولنو سره آزاد يم .
ـــ ته خو ډېر وران يې په دې حال کې هم مونږ ته داسې خبرې کوې!!! .
ــ وران او ورانکاران تاسو يئ چې له بزدلۍ نه دا کارونه کوئ.
نور هغوى هم غلي شول او زه هم ..تلو، تلو د شامي سړك د آرمي سټيډيم (پوځي لوبغالي) سره خوا کې د (آی ايس آی) په دفتر کې دننه دپټ جېل هماغه کوټنۍ ته يې وردننه کړم چې څو کاله مخکې په ١٧\١١\٢٠٠١ م کې يې وردننه کړى وم او بيا يې په امريکايانو پلورلی وم . په پټو سترګو يې جېبونه راولټول او هر څه يې راڅخه واخيستل، بيا يې څو پوښتنې وکړې:
نوم، تخلص او نور خو ما ورونه ښودل او ورته ومې ويل: زه هماغه يم چې تاسو نيولى يم او پېژنئ مې ، څو کاله مخکې مو هم په امريکا پلورلى وم او اوس بيا هم له خپلې بزدلۍ دا ظلم راسره کوئ.
بيا يې را څخه پوښتنه وکړه چې تا کتابونه ليکلي دي؟ ما وويل : هو.
آخر د هغوى مطلوب کتاب ته راغى او په لنډو کې يې راته وويل:
ـ آخري کتاب دې کوم ليکلى دی ؟ .
ـ ماتې زولنې .
د کتاب په هکله يې څو پوښتنې وکړې او راته ويې ويل : داسې کتابونه چې ليکې نو جېلونه به ګالې، ددې کتاب په هکله له تا سره نورې خبرې هم لرو . دننه يې په هماغه تنګه کوټه کې واچولم، چې څو کاله مخکې يې پکې اچولى وم او بيا يې ګوانټانامو ته لېږلى وم . لږه شېبه وروسته يو بوډا راغى، داسې ږيره يې پرېښې وه لکه چې د خرېيلي ږيره راببره شوې وي. څو پوښتنې يې وکړې، پروېز مشرف ته يې کنځلې وکړې او ماته يې وويل چې زه ټېکه داريم، دې بنديانو ته خوراک ورکوم . ما ورته وويل :په آى ايس آى کې ټېکه دارن نه وي، دا خبره بل چاته وکړه . لږ مسکى او بيا منکر شو چې زه خو آى ايس آى نه پېژنم . بيا څه موده وروسته يې اعتراف وکړ چې کيسه به يې وروسته راشي. نور معلومات په ( ماتې زولنې ) کې وګورئ؛ خو يوه زياته خبره داده چې دلته له زمکې لاندې کوټې هم شته، مخکې ځل مونږ ته معلومې شوې نه وې. دا د تعذيب او تحقيق لپاره دي چې وروسته به خبرې پرې وکړو.
دلته مې يوه شپه وکړه او سبا ته يې بيا سترګې راوتړلې، زولنې يې راواچولې، په دوه سېټه لپکۍګاډي کې يې کېنولم او نامعلوم لورته روان شو.
د آى ايس آى مجرمان چې بنديان انتقالوي؛ نو تل يې په څو کوڅو او سرکونو کې تاو راتاو کړي چې بندي فکر وکړي چې لرې يې بوتلم . نو همدا کار يې راسره وکړ او بيا يې يو پټ جېل ته وردننه کړم . وروسته راته معلومه شوه چې دا ځاى د هوايي ډګر او ګوره قبرستان تر منځ دى . له ګوره قبرستان نه چې تېر شې ، لومړى لوى چوک راشي؛ نو ښي لاس ته چې د صدر او هوايي ډګر لورته ور وګرځې ،کيڼ لاس ته پوځي ځاى دى چې لار ورته وړاندې کيڼ لور ته د صدر خواته په لږ وړاندې کيڼ لور ته ورننوتې ده . هلته چې په لومړي لوى وره ننوځې، دا د يو کور يا دفتر شکل لري چې څوکيداران پکې اوسېږي ، مخامخ پر بله لويه دروازه چې ننوځې ، ښي لاس ته پخوانۍ د انګرېزانو د وخت کوټنۍ دي او کيڼ لاس ته د امريکا يانو په ډالرو نوې کوټنۍ جوړې شوې دي . زه يې دننه د ښي لاس زړو،ژورو کوټنيو ته وردننه کړم ، مخې ته يې کوڅه او پنځه کوټنۍ دي . زه يې په اخري کوټنۍ کې واچولم . يوه بړستن پکې پرته وه، چې زړښت او خيري يې په ليدو پورې اړه لري ، لکه د پېښور د پوډريانو يا د اشنغرۍ د لېونۍ د بړستن غوندې وه . زمکه يې په پلنو تبزو (د شناختو تيږو) باندې پوښل شوې وه ، چت يې ډېر لوړ ؤ او له تراشلو پخوانيو لاړو (لرګيو) نه جوړ شوى ؤ. د دېوال خښتې يې هم څرګندېدې او د پخواني جوړ د اوسپنيزو ډنډو توره دروازه يې وه چې د آى آيس آى د تورې شبکې د تورو پنجابيانو د تورو پلمو ترجماني يې کوله. د چت لرګي يې له زړښت نه داسې تک تور اووښتي وو لکه د پخوانيو لوګي وهليو کوټو لاړي ، سخت تورکي او خيري يې نيولي وو چې لږ لږ به ترې راپرېوتل او زمونږ جامې او بدن يې راته تک تور کړى ؤ. دننه پکې پلاستيکي ډبى او د عمارتي رنګ تش ډبى د اودسماتي کولو لپاره ايښى ؤ. اودس ته يې هم نه پرېښودو. شواروز کې يو يا دوه ځله يې تشناب ته پرېښودو، نور مو اودس ماتی په ډبو کې کاوه . له ډبو نه به سخته بد بويي راتله په همدغه بد بويه کوټه کې مو خوراک، لمونځ او خوب وو. په يو بوتل کې به يې اوبه راکولې چې هم يې وڅښو او هم پرې اودس وکړو. دا بوتل به يې هم هر وخت نه راډکاوه، کله به د څښلو اوبه نه وې او کله د اوداسه . اودس به مو چې وکړ، نو د تيږو د فرش په چاودونو کې جمع شوې اوبه به مو په يوه ټوټه وچولې او ټوټه به مو په ډبو کې زبېښله . هر وخت مو اوبه نه شوې غوښتى او که کوم بندي به اوبه وغوښتې؛ نو پنجابي څوکيدارانو به سپکې سپورې ورته ويلې چې مونږ ټولو بنديانو به اورېدې . په دې کوټنيو کې ډېر لوړ دوه برېښنايي چراغونه وو چې شپه او ورځ به بل وو. په نورو کوټو کې دوه يا درې کسان وو او زه يواځې وم . بنديان به چې تشناب ته په ټاکلي وخت کې تلل؛ نوپه نورو پسې به يې دروازې بندې کړې . کله کله به په دروازه کې لږ وت او چاود پاتې شو، ما به ترې بنديانو ته کتل . په دوهمه ورځ مې د شيخ غلام الله ( رحمتى ) زوى مولانا عبدالقيوم وليد چې د ميتيازو ډبي يې په لاس کې نيولي وو او د وره له مخې مې تشناب ته لاړ . ډېر خوار شوى ؤ، بيا پوه شوم چې زما په خواکې کوټنۍ کې دى ، په يوه ځانګړې طريقه مو سره اړيکې ونيوې؛ ليکل يې ځکه مناسب نه ګڼم چې د آى آيس آى احمقان بيا هوښيارېږي .
څو ورځې وروسته يو تور پنجابی راغی، د کوټنۍ مخې ته ودرېد،څوکيداران زولنې په لاس ورسره وو، دتورو ډنډو دروازه يې پرانسته ، زولنې يې راواچولې، سترګې يې راوتړلې او دتحقيق اوتعذيب کوټې ته يې بوتلم، هلته په يوې چوکۍ يو تور پنجابی کېناست،پربلې يې زه کېنولم، د دواړو تر منځ مېز ؤ. يوه دوسيه ورسره وه، هغه يې مخې ته په مېز کېښوده او په اردو يې راسره خبرې پيل کړې . نه سلام، نه روغبړ، نه کوم انساني سلوک؛ خو له مخې يې وپوښتلم، زما او د هغه خبرې داسې پيل شوې:
ـ تاسو د جماعة الدعوه د شيخ جميل الرحمن، حاجي حيات الله، حاجي روح الله، ولي الله او مولوي سميع الله مخالفت ولې کاوه؟.
ـ تاسوته يې څه او دا له تاسو پورې څه اړه لري ؟.
ـ هغوی زمونږ دوستان دي .
ـ خو زمونږ دښمنان دي .
ـ ولې ؟.
ـ له دې به هم خبر يې .
ـ هو تاپه مونږ او هغوی پسې په يو کتاب کې ليکل هم کړي دي او له همدې امله دادی اوس بيا په جېل کې پروت يې، دا ليکل دې ولې کړي دي؟.
ـ چې له ليکلو خبر يې په دې به هم خبر يې چې ولې ؟.
ـ زه په پښتو نه پوهېږم او ستاسوکتاب په پښتو دی .
ـ نو بيا څرنګه زمونږ له ليکلو او مخالفته خبرشوې؟.
ـ دوسيه يې پرانسته، ويې ويل: ستاسو د کتاب ځينې برځې په اردو ژباړل شوي او په دې دوسيې کې له ما سره دي.
ـ نو د کتاب په کومې خبرې نيوکه لرئ؟.
ـ نيوکې ډېرې دي؛ خو دا ځل يواځې دا ووايه چې تاولې زمونږ او د دغو خلکو خلاف کاوه؟ او له دوی سره څه دښمني لرې؟.
ـ دابه هم درسره په دوسيه کې ليکل شوي وي.
– تاليکلي دي چې د جماعة الدعوه دغو مشرانو او ممبرانو (غړو) غوښتل چې افغانستان له پاکستان سره ضم کړي، درخواست يې ليکلی و او تاسويې مخالفت وکړ، همداسې ده؟.
ـ هو.
ـ نو په دې کې څه بدي ده؟.
ـ که يوځای کولوته اړتياوي، دپاکستان نوم لا اوس هم په پنسل ليکل شوی دی، افغانستان څو زره کلن تاريخ لري …نو پاکستان به په افغانستان کې مدغم کړو.
ـ په افغانستان کې څه دي؟.
ـ په افغانستان کې هغه څه دي چې تاسو يې نه لرئ او په خېټه مو ورپسې درد دی، افغانستان هغه نوميالي اوتاريخ لري چې تاسو يې نه لرئ…
ـ لکه څرنګه ؟.
ـ داتاسوچې د غزنوي، ابدالي او غوري په نومونو ميزايل او وسلې نوموئ،داڅه دي؟.
ـ په دې خو مونږ له يوه پلوه انډيا ډاروو او له بله پلوه هغوی ته ددې فاتحانو تاريخ وريادوو.
ـ تاسوخپل تاريخ او فاتحان نه لرئ؟.
ـ داخبرې پرېږده زمونږ او زمونږ د دوستانو مخالفت پرېږده که نه درته به ښه نه شي .
ـ ښه او ناښه ستاسو په لاس کې نه دي؛ خو زماهم يوه واوره، او هغه داچې پښتو کې يو متل دی چې څه کرې هغه به رېبې، تاسو چې څه کوئ؛ د هغو بد ې پايلې به هرو مرو وينئ. تاسو دغه منحوس او بې غيرته خلک په پيسو اخيستي دي، خو په ټولو افغانانو داسې ګومان مه کوئ، افغانان هم ستاسو پلمې پېژني او هم به غبرګون ښيي.
ـ تور مخ يې نور هم تور واووښت، زما د لاسونو زولنې يې په چت پورې له راځوړند زنځيرپورې وتړلې او په خنډنوکوتکونو يې سخت سخت ووهلم، غوښتل يې چې دپښو په منځ کې لغته راکړي؛ خو زه تاو شوم او دکلک بوټ په لغته يې زما دزنګون سترګه ولګېده چې ډېره سخته و دردېده او اوس هم عيبجنه ده …. ما، افغانستان او افغانانو ته يې سپکې سپورې کنځلې وکړې…..، په روانه کې يې راته وويل: مونږ د افغانستان لپاره ډېرلوی پروګرام نيولی دی، سرمايه ګزاري مو پکې کړې ده او ته مونږته خنډونه جوړوې!، مونږ په افغانستان کې خلک روزلي دي،ته به همدلته په دې جېل کې ومرې او هغوی به افغانستان مونږ ته حواله کړي، ته به د خپلو اعمالو سزا ووينې…. نور هم په وتوکې څه وبنګېده،پرې ونه پوهېدم چې څه يې وويل؟ خو وواته.
ډېروخت يې ځوړندپرېښی وم، بيا څوکيداران راغلل، د چت له زنځيره يې راخلاص کړم، سترګې يې راوتړلې او بېرته يې په بوينه کوټنۍ کې واچولم. څو شپې ورځې مې په دردونو او اندېښنوکې تېرې کړې.
ديارلس ورځې په دغه کوټنۍ کې يواځې وم ، بيا يې بهر نورو کوټنيو ته ور و ايستم او هلته يې د خليل په نامه له يو بندي سره په يوه کوټنۍ کې واچولم. دغه کوټنۍ د امريکا په ډالرو نوې جوړې شوې وې، د زړو انګرېزانو له کوټنيو نه تنګې، خو له هغو نه پاکې وې. د برېښنا (بجلي) هېڅ انتظام پکې نه ؤ، د ماښام ډوډۍ مو په تياره کې خوړه. نه پکې پکى ؤ او نه چراغ . زه چې په توره کوټنۍ کې د خيرو او يواځېتوب له امله تنګ شوى وم، دلته له خليل صاحب سره ملګرى شوم ، کوټنۍ پاکه وه او مخې ته يې برنډه نه وه، لږ اسمان هم ښکارېده، له دننه راته ښه وبرېښېده. خليل صاحب د تيرا اورکزى، د مموزو د اخونزادګانو له کورنۍ نه ؤ. د کوهاټ په لاره کې يې نيولى او د آى ايس آى بزدلانو ډېر سخت سخت وهلى ؤ، جامې يې ترې ايستلې وې، زوړند کړى يې ؤ، بيا يې کېنولى ؤ، لاسونه يې شاته ورتړلي وو، پښې يې پرې غځولې وې، بيا يې يو لوى لرګى په ورنونو ورته ايښى ؤ چې دواړه خواو ته تېرو بېر ؤ، د لرګي په يو سر او بل سر د آى ايس آى يو يو انسان ډوله سنډاګان ولاړ وو او درېيم لرګی په ورنو ښکته پورته وړ راوړ، چې دې کار د هغه غړي او پلې ټکولې وې، تر ډېره وخته نه شو ګرځېدى . اوس يې هم د يوې پښې پلې ويدې وې او ډېر په کړاو کې ؤ. خليل صاحب ډېر ښه سړى ؤ (نحسبه کذلک و لا نزکى علي الله احدا) ما ورته د صرف او نحوې درسونه ورکول او ډېر ښه ذهين ځوان ؤ، ښه به يې زده کول . ځينې ابتدايي قواعد يې زده کړل؛ خو څو مياشتې وروسته له ما جلا او بيا څه وخت وروسته خوشې شو. خليل صاحب زما ډېر خدمت کاوه، الله تعالى دې اجر ورکړي . زړه خواله به مو سره کوله . کله کله به د آى آيس آى له افسرانو نه کوم يو راغى، ما به ودراوه او د هغوي د ظلم ، پلمو، بزدلۍ اوبى غيرتۍ په هكله به مې ښې خبرې ورته وکړې . نو نږدې ټولو بنديانو به مې غږ اورېده او هغوى ټول خبر شول چې مسلم دوست بيا نيول شوى او راغلى دى. ما ته سپين ږيري مسئول وويل چې ستا په دې خبرو زمونږ د ادارې افسران ډېر په غوسه دي او نږدې يې زه له کاره ګوښه کړى وم چې مسلم دوست ولې په لوړ غږ سختې او سپينې خبرې کوي؟. او ولې نور بنديان خبر شول ؟! .ما به ورته ويل چې مونږ مجرمان نه يو، اصلي مجرمان تاسو يئ، چې مونږ او مونږ غوندې بې شمېره بې ګناه خلک مو په امريکا وپلورل . ستاسو له هوايي ډګرونو نه د عربانو ، اوزبکانو او نورو مسلمانانو نارينه او ښځينه لغړ او بربنډ په تړلو لاسونو ، پښو او تړلو سترګو امريکايي پوځ خپلو الوتکو ته خېژولي دي،تاسو ته شرم په کار دى، تاسو مرتد شوي يئ، تاسو ګڼكپان يئ، هم امريکايان غولوئ، هم خپل خلک او هم د اسلامي امت دتېرايستلو هڅې كوئ … تاسو زه د کتاب په ليکلو نيولى يم؟ ما چې کوم کتاب ليکلى دی، په هغه زه پښېمانه نه يم، هر څه مې چې ليکلي؛ صحيح مې ليکلي دي . تاسو ما په جېلونو او زولنو نه شئ ډارولى، زه به دا ځل ان شاء الله تعالى بل کتاب ليکم او له مخکني زيات حقيقتونه به پکې ليکم … تاسو يئ چې فدايي او استشهادي حملو ته خلک اړباسئ، بې ګناه خلک نيسئ ، تړئ يې ، برېښنايي ډنډې پکې منډئ ، په نازکو غړو پورې ورته پړي تړئ او راکاږئ يې، چې ډېر ځوانان په دې تعذيبونو له جنسي عمل نه پرېوتي دي … اوس چې دا ځوانان په تاسو استشهادي او فدايي حملې نه کوي، نو څه به کوي؟!. او د دوى په وس کې له استشهادي بريدونو پرته بل څه دي؟. د هغوى په سينو کې چې له تاسو غوندې مجرمانو نه د غچ اخيستلو کوم اور بلېږي، هغه له فدايي بريد نه پرته په بل څه شي سړېداى شي؟، تاسو د خلکو پت، عزت او هر څه لوټلي دي … له خپل طاغوتي قانونه هم تښتئ، مونږ په کوم جرم په کوم قانون دلته پراته يو؟…..
په زندانونو او زولنو کې الله تعالی زمونږ له زړونو نه د بزدلو چارواکو ډار و ايسته؛ که زندانونه مو نه وای ګاللي؛ کېدی شي چې داسې خبرې مو دوی ته نه شوای کولی. دا خبرې به ټولو بنديانو اورېدې، چې هم به حيرانېدل او هم به يې زړونه يخېدل ، ځکه چې په هغسې وحشي جېل کې د آى ايس آى مجرمانو ته داسې خبرې هيچا نه وې کړې ؛ يوه پنجابى کمانډر ماته وويل چې دلته زما اته کاله وشو، تا غوندې خبرې نه ورته چا کړي، نه يې کولى شي او نه څوک داسې خيال کولى شي.
ما به ورته ويل چې زه يواځې له يو الله تعالى نه وېرېږم، له هغه جل جلاله پرته له هيچا څخه نه وېرېږم ، مرګ او ژوند د هغه جل جلا له په واک کې دى، که ستاسو له لاسه زه شهيد شم؛ نو دا زما لپاره وياړ او تاسو لپاره شرم او پېغور دى. زه مجرم نه يم، زه د خپل دين، وطن، وياړونو، ارزښتونو او ولس په دفاع کې دلته راغلی يم، دې زولنو او تورو تمبو دې دفاع ته زما پاملرنه لا زياته کړه، ستاسو د بزدلانو دا زنځيرونه او تعذيبونه مونږ نور هم پخوي او جرات راکوي، ستاسو زندانونه مونږ لپاره صيقل دی، دې زندانونو او زولنو مونږ ته ستاسو اصلي منحوسې څېرې راوښودې، زمونږ په لاسونو کې زولنې دي؛ خو ستاسو په غاړو کې د غلامۍ غړوندي دي…… د آى ايس آى مجرمان زما خبرو ته حيران وو. ځينو پښتنو افسرانو ته به چې کله ما وويل: تاسو خو د پنجابيانو غلامان يئ؛ پاکستان خو د پنجاب دی، دلته په پېښور کې د پښتنو په زمکه کې دا پنجابي څوکيداران څه کوي چې په مونږ ګمارل شوي دي او يو پښتون يا بلوچ هم پکې نشته؟! آيا د پنجاب په پټو جېلونو کې پښتانه او بلوچ څوکيداران شته؟ تاسو هم په دې ښه پوهېږئ چې ستاسو پنجابي باداران په تاسو هغه باور نه کوي، کوم چې په پنجابيانو کوي، ستاسو د بزدل پوځ او بزدلو استخباراتو بزدلو او بې غيرتو جنرلانو امريکا او هندوستان ته د شرم سرونه ښکته کړي دي؛ خو دومره جرات نه لري چې د بې دفاع خلکو يوه خبره، يوه نيوکه، يوه ليکنه او مخالفت وزغمي ……په پښتنو(؟) افسرانو دا خبرې ښې لګېدی او ډېر ځله به يې د هو سر وخوځاوه، خو له پنجابيانو نه وېرېدل، ماته به يې ويل چې زمونږ په وس کې څه نشته، مونږ پوهېږو چې ته مجرم نه يې؛ خو څه وکړو؟ ما ورته ويل: هو زه پوهېږم چې تاسو غلامان يئ، دا خوکولى شئ چې دا کار پرېږدئ . يو پکې لا دا هم وويل چې که همدا حال وي، زه دا کار پرېږدم ؛ خو د آى ايس آى مجرمان ډېردروغجن ، ګڼکپان، درغلګر او بزدل خلک دي، په پښتنو او بلوچانو کې چې لوی بې غيرته نه وي؛ هغه په پاکستاني پوځ او استخباراتو کې کار نه کوي د آى ايس آى مجرمان يواځې جېبونه ډکوي . دين او پت خونه لري؛ خو وطن ، وګړي او هر څه پلوري، تل دروغ وايي او د هرچا دتېر ايستلو هڅې كوي.
د څوکيدارانو ټولواکي
د پاکستاني استخباراتو (آى ايس آى) او (ايم آی) د جېلونو څوکيداران ټولواکان دي. د پاکستان وسايل، چارواکي او حکومت ، پوځ او ادارې ټول د آى ايس آى او ايم آی د مجرمانو دي او هلته هم د خاصو جنرا لانو او کرنيلانو افسرشاهي ده . نور ټول پاکستانيان له خپلو حقوقو څخه محروم دي . څو چوهدريان او خاصې کورنۍ دي چې د حکومت واګې يې تر منځ ګرځي راګرځي . که صدر( جمهور ئيس) يا وزير اعظم (صدر اعظم) هم د نورو وي؛ خو اصلي واګې يې په لاس کې نه وي .په پاکستان کې ټولواکي او چارواکي نږه د جنرالانو ، کرنيلانو او … ده، دا نور د مريانو په څېر استعمالوي. د پاکستاني پوځ د پټو جېلونو څوکيداران اکثره پنجابيان دي او په نورو هېڅ باور او اعتماد نه کوي . دا څوکيدران پوځيان دي، يو کمانډر (قوماندان) او ورسره ګڼ څوکيداران وي . کمانډر او څوکيداران تر هېڅ قانون لاندې نه دي او بشپړ بې مهاره ټولواکان او خپلواکان دي، څه يې چې خوښه وي؛ کوي يې او بنديانو ته ډېر په سپکه سترګه ګوري . انساني سلوک ورسره نه کوي ، تل بد اخلاقي او بد چلن کوي. که څوک له تندې مري او يا د لمانځه وخت وي؛ خو چې د هغوى خوښه نه وي؛ اوبه ورکول خو لرې خبره ده چې غواړي به يې هم نه.
څو ځل يې په نه خبره بې ګناه بنديان وهلي دي . زما د کوټنۍ ملګرى د تيرا خليل اخونزاده صاحب يې زما په مخکې په خنډنو وچو لښتو وهلى دى . لنډه دا چې دا څوکيداران بېخې بې مهاره ځناور او لېوني سپي دي، چې بنديان ډېر ترې تنګ دي او د همدې لپاره همداسې روزل شوي دي . د هغوى د دروغو خبره منل کېږي؛ خو د بندي په ريښتياو څوک غوږ نه ګروي. دا له پاسه همداسې ورته ويل شوي او همداسې روزل شوي دي.
د څوکيدارانو پرېوتي اخلاق
د آى ايس آى د تورې شبکې تور څوکيداران، لکه له رنګه چې تک تور دي، د اخلاقو له پلوه هم تک تور او د پرېوتو اخلاقو خاوندان دي . د هغوى بد اخلاقۍ ډېرې زياتې دي؛ که زمونږ په مخکې بې پروا د بادو خوشې کول ترې وباسو؛ نو هم اخلاقي ځوړتيايې يو بيل باب دى . زمونږ په مخکې يې په خپلو منځو کې يو بل ته ګوتې سره ورکولې او بيا يې پرې په کټ کټ خندل . او له دې هم پورته ځينو بنديانو ويل چې په خپلو منځو کې د لوط عليه السلام د قوم پرېوتی او بې غيرته عمل هم کوي. سپکې سپورې ويل، سپک حرکتونه کول ، او نور له شرم ، عار او عيب نه ډک بې ننګه، رذيل او سپک خويونه خو يې د شمېرلو نه دي. پوچې خبرې خو د هغوى له مستحباتو څخه ګڼل کېدې .د تشنابونو دروازوته له دننه مخ نه د بندولو کوم زنځير، قولفک يا بل کوم انتظام نه ؤ، بندي به لا ننوتى نه ؤ چې کمانډر او څوکيدارانو به پرې چغې وهل پيل کړل چې زر کوه، را اوځه او ډېر ځل داسې هم کېدل، چې د اودس ماتي او لمبلو په وخت کې په لغړ بندي کمانډر يا څوکيدار ورننواته او چيغې سورې به يې پرې وهلې . کله کله به يې له باندې نه پرې اوبه هم بندې کړې . ډېر ځله يې بنديان په تشناب کې وهل . د دير يو كس راته وويل چې اخلاقي ځوړتياپه آى ايس آى كې د روزنې يوه اړينه برخه ده.
له کمانډر سره شخړه
د آى ايس آى د څوکيدارانو کمانډر(قوماندان) يو تـک تور بد اخلاقه پنجابى ؤ ، يومتکبر او بې غيرته سړى ؤ . چغې وهل ، ګړز ګړوز جوړول ، د دروازو په زوره او درز بندول او داسې نور حرکتونه به يې قصداً او عمداً ددې لپاره کول چې په بنديانو رواني او نفسياتي زور واچوي ، له خوبه وځي او خپه شي. دروازو ته ډېر لوى لوى قلفونه پراته دي چې له نيم کيلو ګرام نه زيات نه وي نو کم نه دي . يو وخت مونږ ويده وو، کوم څوکيدار د اوسپنيزو ډنډو دروازې ته دا دروند قلف په ډېر شدت راواچاوه او سخت درز سره يې مونږ نه يواځې راويښ شو؛ بلکې په مغزو کې مو يو بوږنوونکى ګړز وشو.
زه راپاڅېدم، ومې نه ليده چې دا کار کوم يو وکړ؛ خو زمونږ دروازې ته لنډ يو څوکيدار مې راوغوښت او ورته ومې ويل چې دا ولې ؟ مونږ انسانان درته نه ښکارو، که تاسو انسانان نه يئ؟ داسې کار خو سپي هم نه کوي ، خره يې هم نه کوي، نور ځناور يې هم نه کوي . کمانډر راغى هغه راسره خبرې زياتې کړې او رالنډ شو، غوښتل يې چې ددوه ډنډو په منځ کې لاس راننباسي او په ماباندې ګوزار وکړي؛ خو زه پرى ورمخکې شوم، په سينه کې مې يو سوک وواهه او غوښتل مې چې له ګرېوان يې راونيسم، رايې کاږم او له اوسپنيزو ډنډ سره يې ښه وجقوم؛ خو شاته لاړ. د ميتيازو او چټلو اوبو ډولچو ته مې لاس کړ چې په دې مخ يې ور واچوم؛ خوافسوس چې هغه په دغه وخت کې تشې وې . د باندې وواته، افسرانو ته يې ټيلفون وکړ او دومره بې غېرته ؤ، چې ورته ويې ژړل، خپل ګرېوان يې پخپله څيرې كړ، بيا راغى ماته مخامخ ودرېد، ژړل يې او راته ويل يې چې تا زه ووهلم او ګرېوان دې راباندې څيرې کړ….. حال دا چې زما سوک ايله ور رسېدلی و او پرې خوږ شوی هم نه و. لږه شېبه وروسته يو تک تور او بدرنـګ پنجابى افسر راغى؛ بې له دې چې پوښتنه او تحقيق وکړي، ماته يې زولنې راواچولې، سترګې يې راباندې وتړلې او بلې د تحقيق او تعذيب کوټې ته يې بوتلم ، هلته د کيکرو وچ خنډن کوتکونه کونج ته ولاړ وو، يو يې را واخيست او په هغه يې سخت سخت ووهلم ، ما ورته وويل: وهه وهه! شرمېږې نه چې زما لاسونه او پښې په زولنو کې دي او ته ما وهې؟! . ته دا زما لاسونه خلاص کړه، بيا به زما او ستا معلومات سره وشي . راته ويې ويل: ته دلته بدمعاشي کوې؟! ته پوهېږې چې دا کوم ځای دی؟ دلته مونږ تا غوندې ډېر بدمعاشان وژلي دي، تا ته به اوس معلومه شي چې له سېر نه څو پخېږي؟. ما ورته وويل: بدمعاشان خو تاسو يئ چې بې دفاع خلک مو دلته اچولي دي، ظلم پرې کوئ او بې له تحقيقه دې د بې غيرته کمانډر په دروغجن تور زه ووهلم. له ما سره په کوټنۍ کې دوه نور بنديان وو، يو د اورکزو خليل او بل د ننګرهار د کترغي قاري صاحب فضل الله و، ما ورته وويل: له هغوی نه به دې پوښتنه کړې وه چې ما وهلی، ګرېوان مې پرې شکولی دی او که نه؟. تا ته شرم په کار دی. ما د وهلو په وخت کې په چيغو چيغو تکبيرونه ويل چې بنديانو اورېدل. هغوی ډېر خپه شول او دعاوې يې راته کولې. بېرته يې کوټنۍ ته راوستم او له زولنو سره يې پرېښودم . ماښام ته څه پښتانه افسران راغلل، ماته يې عذر وکړ او ويې ويل چې مونږ پنجابى افسرګوټى او کمانډر ښه و رټل ، ودګل او پښېمانه مو کړل ، زما په ملا د وهلو تغمې يې هم وليدې؛ هغه پنجابى هم راغى او بښنه يې رانه وغوښته . ما التفات ورته نه کاوه او خپل تلاوت مې کاوه ، څو افسران لاړل راغلل او زما دملا تغمې يې وليدې، افسوس به يې وکړ چې ځينو د مکر افسوس کاوه؛ خو ددوه پښتنو افسرانو له سلوک، خبرو او ټنډې نه داسې برېښېده چې يقيني خپه وو ، د هغوى اخلاق او سلوک هم انساني ؤ. يو پکې را سره ډېرې اوږدې خبرې هم وکړې، چې وروسته يې تفصيل را روان دی.
نور بيا