دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمیسیون: حکومت دې د خپلسرو وسله والو د جنایتونو...

د بشري حقونو کمیسیون: حکومت دې د خپلسرو وسله والو د جنایتونو مخنیوی وکړي

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۱۸) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې څو ورځې وړاندې د تخار په شینواري او چنزايي کلیو کې یوه خپلسري وسله وال قومندان ۳۰ ځایي اوسېدونکي له ځان سره بېولي او بندیان کړي دي.

یاد کمېسیون زیاتوي، چې له یادې  ډلې څلور ۴ تنه یې وژلي دي.

سرچینه وایي، افغان حکومت مکلف دی چې د دغه ډول جنایتونو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د سرچینې په خبره  په خپلسرې توګه د وسلو اخیستل، خلک ځورول، په نښه کول او د ملکي وګړو وژل جنګي جنایتونه او د بشري حقونو د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

یاد کمېسیون پر افغان حکومت غږ کړی، چې د امنیتي فعالیتونو په بهانه دې خپلسرو وسله والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او په دې توګه دې د ورته جنایتونو او بشر ضد کړنو مخنیوی وکړي.

تخار کې د یوه غیر مسؤل قوماندان له خوا برمته شوي کسان خوشې شول

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د تخار والي عبدالله قرلق ویلي وو، هغه ۲۴ ملکیان چې د یوه غیر مسؤل وسله وال قوماندان له خوا نیول شوي و بېرته خوشې شول.

قوماندان فتح چې د یوې غیر مسؤلې وسله والې ډلې مشر دی د تېرې شنبې په ورځ یې د تخار د بنګي ولسوالۍ د شینواریو د کلي ۲۴ تنه له ځان سره بېولي و او بندیان کړي وو.

1 COMMENT

  1. د افغانستان د هزاره ګانو ورنو د بشري حقوقو له کمیسیون نه مننه چې په لومړي ځل یې د غیرهزاره قوم له حقوقو ضمني یادونه کړېده .
    که دا ډول ظلمونه د دوی پرقوم شوی وای ، اوس به د جنګی جنایتونو نړیواله محکمه هم خبره وه او د افغانستان دولت به لا پخوا خپل سری جابر قوماندان فتح په خپله سزا رسولی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب