پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهښوونیز او روزنیز مرکزونه دوه اونۍ نور هم رخصتېږي

ښوونیز او روزنیز مرکزونه دوه اونۍ نور هم رخصتېږي

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۱۸) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کورونا وبا د پراختیا د مخنیوي لپاره یې د روانو رخصتیو د دوام پرېکړه کړې ده.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې سر له راتلونکې شنبې به د دوو نورو اونیو لپاره هم د ځينو برخو رخصتي وغځېږي.

نوموړی وایي په دې توګه به ټول دولتي او شخصي ښوونیز مرکزونه رخصت وي، د ودونو او لامبو تالارونه به تړلي وي.

سرچینه زیاتوي، چې دا پرېکړه د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د عملي کېدو وړ ده.

عامې روغتیا وزارت همدا راز د مثبتو پېښو د ډېرېدو په تړاو اندېښنه ښيي او پر خلکو غږ کوي چې د دوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

ښوونیز او روزنیز مراکز داسې مهال بیاځلې دوه اونۍ رخصتېږي، چې لاهم د دوی لومړۍ دوه اونۍ رخصتي پای ته نه ده رسېدلې.

د کورونا له امله د ملکي خدماتو د پاخه عمر مامورین ۲ اونۍ رخصت شول

د ښوونیزو مرکزونو سربېره ټول هغه دولتي کارکوونکي چې لوړ عمرونه لري هم رخصت شوي دي.

د کورونا له امله د ملکي خدماتو د پاخه عمر مامورین ۲ اونۍ رخصت شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب