سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهسرچینې: طالبانو د فاریاب دولت اباد ولسوالي هم ونیوله

سرچینې: طالبانو د فاریاب دولت اباد ولسوالي هم ونیوله

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۱۸ مه ) راپورونه وایي، وسلوالو طالبانو د فاریاب ړلایت له قیصار ولسوالي را وروسته د دولت اباد ولسوالي هم نیولې ده.

د محلي سرچینو په وینا، طالبانو تېره شپه ددغه ولسوالي پر مرکز برید کړی دی چې د جګړې له امله دواړو لورو ته تلفات هم اوښتي دي.

سرچینه زیاتوي چې له دغه ولسوالي ګڼ سرتېري وتلي دي خو یو شمېر نور یې طالبانو ژوندي نیولې دي.

د دغو راپورنو پر بنسټ همدا راز د یادې ولسوالي ګڼ نظامي تجهیزات هم طالبانو ته پاتې شوي دي.

ځینې راپورونه بیا وایي چې تر شلو ډېر سرتېري طالبانو نیولي دي.

امنیتي ادارې په رسمي توګه په دې اړه څه نه وايي، خو د فاریاب د ولایتي شورا غړي د ولسوالۍ د سقوط پېښه تاییدوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې دوه ورځې وړاندې د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي هم ونیوله.

1 COMMENT

  1. د لیکنی عنوان داسی بدل کړئ: افغان قهرمانو ځواکونو د مرستو د لوړو بی عقلو او مفسدو مقاماتو په امر د دولت اباد له ولسوالی هم شاتګ وکړ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب