شنبه, دسمبر 13, 2025
Homeکلتورسینماراشد خان د هندي سینما کوم اداکار/ اداکاره خوښوي؟

راشد خان د هندي سینما کوم اداکار/ اداکاره خوښوي؟

تاند  –  د افغانستان د کرکټ مخکښ او مشهور لوبغاړی راشد خان په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېر مینووال لري، خو نوموړی هم د ځینو مخکښو اداکارانو مینووال دی.

د دغو رسنیو په خاص ډول انستاګرام او ټوېټر کې د راشد خان فالورز میلیونو کسانو ته رسیږي؛ خو نوموړي بیا د ګوتو په شمیر ځینې خلک فالو کړي دي چې یوه هم پکې هندۍ اداکاره سنجیده شیخ ده.

سنجیده شیخ چې هر کله عکسونه په انسټاګرام اکاونټ کې خپروي، د راشد خان لایک هم پرې راغلی وي او نوموړی د هغې عکسونه خوښوي.

سنجیده شیخ تازه په انسټاګرام اکاونټ کې یو عکس خپور کړی دی چې ورسره په کیپشن کې یوازې د زړه ایموجي ورکړی ده.

دا عکس چې ۱۲۲ زره کسانو لایک کړی دی، یو لایک پکې د راشد خان هم دی.

راشد خان نه یوازې دا چې د سنجیده شیخ عکسونه لایک کوي، بلکې په کومه ورځ چې د سنجیده شیخ کلیزه وه، نو په هغه ورځ نوموړي ورته ځانګړې مبارکي هم ورکړې وه.

راشد خان د سنجیده شیخ او د هغې له خاوند سره د ای پي ایل سیالیو پر مهال څو کاله مخکې لیدلي و او له هماغه وخت راهیسې له دوی سره په اړیکه کې دی.

د یادولو ده چې ۳۶ کلنه سنجیده شیخ د هندي سریالونو مشهوره اداکاره او موډله ده چې په ډیرو مشهورو سریالونو کې يې کار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...