Homeخبرونهتېره میاشت۲۸۰ افغان ملکیان وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي

تېره میاشت۲۸۰ افغان ملکیان وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي

تاند — د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، تیره مۍ میاشت په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي او جګړو له امله ۲۸۰ ملکيان وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغه کمېسیون د نشراتو رييس ذبیح الله فرهنګ نن چهارشنبه/ د جوزا ۱۲مه/ رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې لسګونه ماشومان هم شامل دي.

فرهنګ زیاته کړې: “په وژل شوېو کې یوسلو نهه ماشومان دي، خو زموږ باور دا دی چې د وژل شوېو ماشومانو شمېر به تردې ډېر وي. ۶۳۴ نور ملکیان ژوبل شوي دي. نو د دایمي اوربند اعلان به د افغانانو د زړه غوښتنه وي.”

نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې ډېر ملکیان د افغانستان په کومه سیمه وژل شوي دي، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان حکومت او طالبان باید د سولې مذاکرات په خپل لومړیتوب کې ولري او په وینا یې د تلپاتې اوربند ټینګېدل د افغانستان د خلکو د اساسي غوښتونو څخه ده.

د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي اصلي قربانیان ملکیان دي، نو په کار ده چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د جګړې ختمېدو او د افغانانو د بشري حقوقو د ملاتړ په برخه کې خپل حقوقي او اخلاقي مسؤلیت ادا کړي.

د روان تاوتریخوالي په تازه پېښه کې تیره ورځ په کابل ښار کې په دوو کاسټر موټرو کې د چاودنو له امله ۱۰ ملکيان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د ژر تر ژره تاوتریخوالي کمېدو، د سولې خبرو کې په پرمختګ او د ملکي وګړو پر خوندیتوب باندې ټینګار کړی دی.

یوناما د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...