جمعه, اکتوبر 4, 2024
Home+د قانون حاکمیت د چا په ګټه دی؟| ډاکټر عطاالله زيارمل

د قانون حاکمیت د چا په ګټه دی؟| ډاکټر عطاالله زيارمل

ویل کېږي چې د میمنې ښار په څنډو کې د دوو سر زورو قوماندانانو تر منځ وسله واله نښته شوې، چې یو کس په کې وژل شوی او نور ټپیان دي. که دا خبر رښتیا وي، نو د قانون حاکمیت هغه وخت تر سوال لاندې راغی کله چې د مارشال په امر د هغه ملاتړو له وسلو سره د میمنې په ښار کې لاریون نه، بلکې یوه د سرزورۍ مظاهره نندارې ته وړاندې کړه.

که په افغانستان کې د نظام ملاتړي کوښښ وکړي چې له غیر مدني لارو څخه مخې ته ولاړ شي او له خپل مرکزي حکومت څخه د خپلو غوښتنو لپاره د سر زورۍ لاره غوره کړي، نو متاسفانه نتیجه به یې همدا وي چې سر زوري وسلوال به بیا له یو بل سره په نه شي لګېږي او عام ولس به د دوی د خرمستیو بیه پرې کوي.

د قانون منل او ور ته احترام د نظم او د سر د خوندي کولو ضمانت خلکو ته ورکوي. که د دې پر ضد عمل وشي نو بیا ناقانونه ډلې ټپلې زړورې کېږي او هر ځای قانون په خپل لاس کې اخلي او ماتوي یې. نو عامو خلکو ته پکار دي، چې نه خپله د دې کوښښ وکړي چې له قانونه ځان پورته وګڼي او نه هم د نورو کسانو خبرو ته غوږ کېږدي کومې چې د قانون خلاف وي. که فرضاً له نورو کسانو سره د قانون او عامه نظم د خرابولو هڅه وکړي نو په نتیجه کې به لومړی د دوی خپل سر او مال په خطر کې ولوېږي او نه جبرانېدونکي تاوانونه به ور ورسېږي.

متاسفانه، یو بل مثال هم زموږ تر مخ شته. د خواله رسنیو له لارې به ډېرو کتلي وي چې په لغمان ولایت کې د عامه نظم د خرابېدو په ترڅ کې ځینې خلک ولیدل شول چې عامه تاسیسات یې نړول او مالونه یې چور کول او عکسونه یې هم خپاره شول. بیا لا لس ورځې نه وې تېرې شوې چې د عامه نظم د نشتوالي او د قانون څخه د سرغړونې له امله وسلوالو مخالفینو ته د فعالیت زمینه لا ښه برابره شوه، چې د خونړۍ جګړې په ترڅ کې یې د اسلام اباد په نوم وړوکی بازار له منځه یووړ او هم د زیاتو خلکو دوکانونه او کورونه وران او مالونه یې چور شول. یانې د لاقانونیت بیه له بده مرغه په خپله عام ولس پرې کړه.

په پای کې ویلی شو چې د قانون حاکمیت او ور څخه ملاتړ د عامو خلکو د سر او مال د خوندیتابه معنا لري او برعکس یې بیا د زورواکو جنګسالارانو د حاکمیت په معنا، چېرې چې بیا یوازې زور چلېږي او د ځنګله قانون حاکم کېږي. مه پرېږدئ چې زورواک وسلوال مو سرنوشت په لاس کې واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب