جمعه, اکتوبر 4, 2024
Home+ماغزه مو تر پړي ونيسئ!| محب الله آرمل 

ماغزه مو تر پړي ونيسئ!| محب الله آرمل 

د انسان مغز له شاوخوا لس ميليارده حجرو څخه جوړ شوی، چې دغو سلولونو ته مغزي (نورونونه) ويل کيږي، نورونونه په خپلومنځونو کې يو بل ته سېګنالونه، يانې پيغامونه او طرحې وړي راوړي تر څو له يو بل سره ښه اړيکي و لري.

کله چې موږ يو فعاليت په دوام دار او تکرار ډول سرته رسوو، همدا فعاليت په مغزو کې ځای نيسي، د ماغزو نورونونه د همدې دوام دار فعاليت په اړه ځان حساس کوي او همدا موضوع د عصابو په يوې تګلارې يا (Neural pathway) باندې بدليږي، کټ مټ لکه ماغزه چې د موټر چلولو يا خطاطي، يا رباب غږولو، تبلې وهلو …. يا بل مسلک سره ځان عياروي، په اولو کې د هر نوي مسلک تر سره کول مشکل وي خو کله چې ماغزه ځان ورسره عيار کړي بيا سړي ته عادي شي.

ماغزه مه پرېږدئ چې د هر چا شوتلې او ريشقې ته خولې واچوي، پکې وګرځي او تر پښو يې لاندې کړي، مه يې خوشې کوئ چې هر شی وخوري او ځان و پړسوي، د ګاونډيانو او کليوالو جنجالونه درته راوړي او دا کار يې په عادت بدل شي.

مګر وږي يې هم مه پرېږدئ، ماغزه خپله غزا لري، لکه معده چې ډوډۍ ته مجبوره ده دوی هم خپلو خوړو ته اړ دي، ماغزو ته خپل مناسب او کافي خواړه ورکړئ، که د شېدو له غوا شېدې غواړو نو مناسب، پر وخت او کافي خواړه او اوبه به ورکوو. دغه راز که له ذهن د شات و شوده توقع درسره وي نو  بايد چې مناسب خواړه ورته برابر کړئ.

مطالعه، فکر، د ځان، انسان او خدای په اړه ځان پوهول… مثبت عمل، مثبت خبرې او مثبت کردار، هڅه او هيلې د مغز لپاره ښه خواړه دي.

کله چې ماغره له داسې موادو تغذيه شي چې ورته مناسب يا په اصلاح د يوه منل شوي تقسيم اوقات مطابق، قانوني او په فردي ذوق برابر وي، ښه وده کوي، يا ډېرښه چاغېږي او ګټه رسولی شي.

ماغزه که تر پړي و نه نيسئ، له سيګريټو، نصوارو، چرسو، سکسو، ټوپک، غلا، قتل، غصب، وهلو، چيغو… سره ځان عياروي، لکه وږی حيوان چې هرڅه په مخه ورځي خوري يې.

فرض کړه د يوه کس ماغزه چې سيګريټ څښوي له سيګريټو سره عيار دي، سيګريټ يې د مغزو په ټګلار کې شامل شوي دي او د مغز د لس ميليارده سلولونو ترمنځ د سيګريټو کيسې روانې دي، که غوسه ورشي فکر يې عاجل سيګريټ ور په زړه کړي، يا که کوم بل بد احساس ورته پيداشي اتومات جېب ته لاس کړي او سيګريټ ولګوي… نو مانا يې داده چې دغه کس په سيګريټو روږدی شوی دی. البته انسان نه يوازې په سيګريټو بلکې په هر ښه او بد عمل د سيګريټو غوندې روږدی کېدلی شي، که د مغزو تګلار يا مسير ته چرس ننوتل او که سېکس يا جنګ پرې روږدي کېږو، خوشي کول يې همداسې مشکل دي لکه تارياکي ته چې د تارياکو پرېښودل مشکل دي.

برعکس که ماغزه تر پړي ونيسئ او د علم، مطالعې، فکر، مثبت عمل، مينې، مذهب، انسان او خدای په پټو کې يې وڅروئ، له ښو عملونو سره به روږدي شئ، ښه کردار يا ښه اوسېدل به مو د مغز په مسير بدل شي، د مغز (نورونونه) به د ښو فعاليتونو پيغامونه سره تبادله کوي، ښه احساس به کوئ، وجدان به مو آرام وي، په هر لحاظ به شتمن ياست، هم به خدای راضي وي، هم تاسې، دواړه جهانونه به ستاسې د سهولت مکانونه وي.

دا خو د انسان د مغزو په اړه يو وړوکی بحث وو، که زموږ هېواد يو فرد يا يو انسان فرض کړو، دا خلک چې پکې اوسيږي دا د مغزو له (نورونونو) سره ورته و بولو نو خلک ټوله ورځ کوم پيغامونه يو او بل ته وړي راوړي؟

شايد ټول وواياست چې د جنګ، مرګ، ګواښ، سياست، لوږې او نورو در بدريو پيغامونه، خبرونه او کيسي دي چې سره کوي يې.

په دې اساس ويلای شو چې زموږ د ټولنې وجود يا زموږ ټولو ګډ عقل او شعور په جنګ روږدی شوی بلکې ورباندې روږدی کړل شوی دی، لکه يو کس چې بل په تارياکو روږدی کوي، دغسې کوم چا په جنګ روږدي کړي يو.

 د جنګ خوشې کول زموږ بدن تبې، سرګردانۍ، بښنې، ورانۍ، مايوسئ … ته اړکوي، کټ مټ لکه په تارياکي چې ترياک بند کړې. دی به يې غواړي ته به يې نه وکوې… که د مسلسل يو کال يا کم زيات وخت ورنکړل، له تارياکو ژغورل کيږي، په اولو کې مبارزه سخته وي، مګر ورو ورو آسانيږي… چې کال وزي دومره درته آسانه لکه يو غړپ اوبه… خو که غواړې بيا روږدی نشئ (ترک) ته به دوام وکوې، ممکن کله نا کله لغزش وکړې، بيا به توبه وباسې او د تارياکو له عمل به لاس اخلې.

زموږ سولې ته هم کم وخت پاتې موږ د سولې د قېمت لپاره، ډېر سرونه ورېبل، ډېر وينې مو خيرات کړې، ډېرې داسې پروژې چې د هرچا وې ورانې مو کړې، ډېر تبې او دردونه مو تېر کړل، بيخي ډېر کالونه کيږي چې د جنګ نشې سوال ته کينولي يو… خو د خدای په فضل له دغه نشې سره مو اوس اوس يو څه مبارزې رنګ پيدا کړی او په اصطلاح د مغزو له لس ميليارده نورونونو درې ميليارده مو د جنګ په زيانونو  خبر کړي او د جنګ ضد پيغامونه مو ور زده کړي دي، مګر که غواړو دا عتياد په ريښتيا پرېږدو مبارزه به ژوندۍ ساتو، ګړندۍ به يې ساتو، يو کيږو به، ډېرېږو به او بالاخره د ټولنې د مغز ټول نورونونه به په دې قانع کوو چې د جنګ نوم هم وانخلي.

هو ريښتيا!

 ټولنه بايد څوک تر پړي ونيسي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب