جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهافغانستان څلورو کلونو کې د هوايي دهلېزونو له لارې ۲۱ زره مټریک...

افغانستان څلورو کلونو کې د هوايي دهلېزونو له لارې ۲۱ زره مټریک ټنه محصولات صادر کړي

تاند — د افغانستان حکومت وايي چې په وروستیو څلورو کلونو کې له افغانستانه څه باندې ۲۱ زره مټریک ټنه محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادر شوي دي.

د افغان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نن چهارشنبه/ د جوزا ۱۲مه/ په یوه بیان کې ویلي چې دغه محصولات د ګاونډیو هېوادونو، د سیمې هېوادونو او د اروپا او امریکا مارکېټونو ته رسېدلي دي.

په بیان کې راغلي دغه ۲۱ زره مټریک ټنه محصولات په ۱۸۰۰ الوتنو کې بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي چې لوړ کیفیته وچه او تازه مېوه، زعفران، هینګ او نور طبي بوټي، غالۍ او لاسي صنایع په کې شامل دي.

“د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د مې میاشت کې ۱۸۰.۷ مټریک ټنه وچه او تازه میوه، غالۍ او لاسي صنایع اروپایي اتحادیې، د هینګ او زعفرانو په ګډون ۱۴۶.۳ مټریک ټنه طبي نباتات هندوستان، ۲۷.۸ مټریک ټنه غالۍ ترکیې، ۲۷.۷ مټریک ټنه وچه او تازه میوه متحده عربي اماراتو، ۱۸.۸ مټریک ټنه ځڼغوزي او غالۍ چین او ۷.۴ مټریک ټنه وچه میوه او زعفران سعودي عربستان ته صادر شوي دي. د هوایي دهلېزونو له لارې د یادو صادراتي اقلامو ټولیز ارزښت په تخمیني توګه څه باندې ۱۲.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي. “

دغه اداره وايي، د ۲۰۲۱ کال تر اپرېل میاشتې پورې د یادو صادراتو ټولیز ارزښت ۴۶۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

د حکومت د رسینو مرکز د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې په ټولیزه توګه ۱۷۲۰ مټریک ټنه، په ۲۰۱۸ کې ۴۰۱۴ مټریک ټنه، په ۲۰۱۹ کې ۵۳۷۵ مټریک ټنه، په ۲۰۲۰ کې ۷۴۱۴ مټریک ټنه محصولات بهر ته د یادو دهلېزونو له لارې صادر شو‌ي دي.

په بیان کې دغه راز راغلي، تمه کیږي چې په روان کال کې افغانستان په تخمیني ډول ۹۰۰۰ زره مټریک ټنه محصولات صادر کړي او دغه کچه د تېر کال کچې ته په کتو ۲۷ سلنه ډېره شي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره هوايي دهلېز په ۲۰۱۷ کال کې رامنځ ته شو چې د سیمې او نړۍ بازارونو سره یې د افغانستان د اتصال زمینه برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب