جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+سپيڅلي شعارونه او چټلې موخې‎

سپيڅلي شعارونه او چټلې موخې‎

عبدالوحيد وحيد

متاسفانه زموږ هیواد او وياړلي دودونه له څلورو لسیزو راپدیخوا د پرديو يرغلونو، د واک سیاليو ، کمزوري سیاسي مشرتابه، او د دولتي سرچینو ناببره وېش له امله په جګړه کې ويجاړ شوى دى. هر حاکم له ځان سره پردي دودونه راوړل او زموږ په عنعنوي ټولنه باندي يې د تپلو هڅه وکړه. پايله يې داسې شوه چې خپل وياړلي کلتور او دودونه مو له لاسه ورکړل، خو پردي مو هم خپل نه کړاى شو.

ولسمشر غني د پراختیایي پروژو د پلان،  مديريت او د هیواد اقتصادي ودې لپاره له غوره علمي وړتیاو  سربیره ، د دې ظرفیت هم لري چې خپل لیدلورئ او موخې په اغیزمنه توګه نړیوالو غونډو ته وړاندې کړي ، مګر نوموړئ د خپلو خلکو د غوښتنو په درک کولو، د هغوى په ژورو مذهبي ريښو باندي د پوهيدلو  او د افغانانو له  کلتوري ارزښتونو سره د بلدتیا په برخه کې مطلقاً پاتې راغلى دى. د واک د خوندیتوب په شرط هر ډول قرباني ورکولو ته چمتوالى د ارګ ليدلورى جوړوي.

به کار خو داوه چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو اعلان د دې لامل شوې واى چې طالبانو، حکومت او سياسي  ګوندونو د اويايمې لسيزې د ناکاميو په هکله بیاکتنه کړي واى، د هغه وخت د فاجعې په تړاو يې بيا بيا دقيقه او کره محاسبه کړي واى، د ملي ګټو په محور راڅرخيدلي واى په خپلو لومړيتوبونو يې له سره غور کړى واى او تر تړلو مهمه دا ده چې د  امتیازاتو ترلاسه کولو پرځاى يې سولې ته د رسېدو لپاره د قيمت اداکولو په تړاو هوکړه شوې واي، خو داسې هيڅ ډول هڅې شتون نلري.

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ده. ستونځه  زورواکانو او په لوړو پوستونو ګمارل شويو دوه تابعيته اشخاصو جوړه کړې ده. تر هغو چې دلته جګړه وي دغو دواړو ډلو ته د عياشي ټول امکانات برابر دي او د سولې مخه ډب ده. کله چې دغه دواړه ډلو پورې تړلې افراد په فساد او ملي خیانت تورن شي نو زورواکان ولسمشر غني ته ګواښونه پيل کړي. پوهيږي چې غني يوازې زور ته سرښکته کوي او دوه تابعيته حشرات دوهم کور ته منډه اخلي. استثنا شته خو په مجموع کې په بهر کې لوى شوي ځوانان چې زيات يې په پيراشوټي توګه په لوړو پوستونو باندې راښکته کړاى شوي دي،  د ولس کلتوري او ټولنيز ارزښتونه نه پيژني،  روزنيزې او اخلاقي ستونځې لري، د نظام د بدنامي او له ملت سره د حکومت د واټن د زياتيدو لامل ګرزي.  په فکري لحاظ له غربي ټولنو سره تړلي دي. زمونږ او د غرب کلتوري ارزښتونه په ځينو مواردو کې په تقابل کې قرار لري.

متأسفانه ولسمشر د همدغو مافيا ډوله کړيو د مشورو پربنسټ ملي پريکړې کوي. دغه اشخاص ممکن د کار خلک وي، خو باید په داسې دندو باندي وګمارل شي چې زده کړې يې پکې کړي وي. کار اهل کار ته د سپارلو فلسفه هم همدغه ده،  موجوده حکومت د مطلق اکثریت ګمارنې د وړتیاو پرځاى سليقوي، له مافيايي کړيو سره د تړون او يا هم د روابطو پربنسټ دي.

اشرف غني  هغه ښځې او ځوانان نه ويني چې هره ورځ د جګړې په ليکو هدفي وژنو او انفجارونو کې په وژل شويو خپلوانو ماتمونه کوي. ځکه چې هغوى د نيکټايي تړل او د پروپوزل جوړول زده نه دي، خو له غرب څخه را وارد شوي اشخاص د هيواد د ټولو ښځو او ځوانانو په استازيتوب په لوړو دالري معاشونو باندي ګماري. دا په داسې حال کې چې زمونږ لسګونه زره زده کړي ځوانان د يوه ګوله ډوډۍ موندلو لپاره په ډيرو خطرناکو لارو بهر ته تښتي. زمونږ په مشرانو کې به داسې څوک نه وي چې زوى يا لور يې د جګړو په ليکو کې دنده ترسره کوي. پوښتنه دا ده چې په جګړو کې د مشرانو اولادونه ولې په جګړه کې د ګډون له نعمت الهي څخه بې برخې پاتې شوي دي؟

نيوکې د عقدې بربنسټ نه کوم تعصب او عقده نه پيژنم. دغه خاوره راباندي قرضونه لري. که د چارواکو توجه په جلبولو کې بريالى شم،  ددغه هېواد او ولس د ستر قرض يوه وړوکې برخه  به مې ادا کړي وي او که خداى مکړه له اوس څخه له بدتر وضعیت سره مخ کيږو نو خپل ايمان او وجدان ته به ځان راته پړ نه ښکاري. زورواکان خو دومره مکار شوي دي چې امریکا ته، ايران ته پاکستان او ترکیې ته د نيرنګ بدلولو لپاره ځانګړي پوستينونه لري او دوه تابعيته ياران خو د تيښتې لپاره ټکټونه هم تيار لرپ، خو مونږ يوازي افغانان يو. نه غواړو بيا له هيواد څخه تيښتې ته اړشو.

اخر؛ زمونږ سياستوال به ترڅو د خلکو د دوکه کولو لپاره په سپيڅلو شعارونو باندي خپلو چټلو موخو ته ځانونه رسوي؟
مونږ مقدسات د سياسي ګټو لپاره وکارول. په خپل هيواد کې له خپلو هيوادوالو سره جګړه که مجبوري هم وي خو سپيڅلي نه ده او د وياړ هيڅ ځاى نشته. زمونږ سياستوال ملي ريښې نلري، د جګړو محصول او يا هم له بهر څخه راباندې تپل شوي دي. چا په دين پورې ځان وتاړه، چا د هيواد او خاورې د دفاع شعار پورته کړ او چا د ژبې او قوم لمنه ونيوله تر څو ساده خلک وغولوي او ګټه پورته کړي.

که امریکا له طالبانو سره د سولي د خبرو په پروسه کې ستره غلطي وکړه چې د افغانستان حکومت يې عمداً له پامه وغورځاوه او حکومت يې په پلى کولو کې هيڅ مسئوليت نه مني، خو حکومت باید پوه شي چې د ولس د خوندیتوب دنده په غاړه لري او مکلف دى چې د خپل ولس ژوند، نظام او هيواد له نړيدو وژغوري.

اقلاً د سولې او حقونو ورکولو په نوم د حکومت اوسنى تګلاره په غلطو محاسبو ولاړه ده، د حکومت او ميشتو پرګنو  ترمنځ د نفرت لامل ګرځي. که له بهر څخه را وارد شوي اشخاص په لوړو پوستونو ګمارل کيږي، نو د ملي اردو ليکو ته ولې نه استول کېږي او د شهيدانو وارثان ولې د دغو خلکو غوندې دندې نشي ترلاسه کولاى؟

بله ستونځه چې نن ورباندي خبره کول غواړم. مونږ ټول د علم اليقين په کچه پوهيږو چې پاکستان يو له هغو هېوادونو څخه ده چې زمونږ په هیواد کې جګړو ته لمن وهي زمونږ په کورنيو چارو کې هر ډول بربنډه منفي لاس وهنه کوي، خو يوازنى هيواد نه ده چې دغه کار کوي. روانه جګړه کورني او بهرني بعدونه او ريښې لري. زمونږ نيمګړتيا له پاکستان سره د هغوى د زياتو مداخلو په تړاو د کره سنجول شويو انډوليزو او اغيزمنو تګلارو نشتون ده.

کله مو ولسمشر د رسمي پروتوکول په خلاف په لار کې ولاړ د پاکستان د صدراعظم د راتلو لاره څاري. کله ورته زارئ کوو چې طالبان خبرو ته اماده کړي. کله بيا لوڅ ورکينو، سپکې سپورې او ښکنځل پيل کړو. که څوک وغواړي له ځان څخه مصنوعي اتل جوړ کړي، پاکستان ته ښکنځل پيل کړي، نو زمونږ احساساتي ولس د ستونځو عمق ته د تلو پرځاى په شعارونو ښه غوليږي. بس پاکستان ته ښکنځل پيل کړي. چيغې جوړې شي؛ چې مشر له پاکستان څخه لاره ورکه کړې ده. په خلاصو غوږونو واورئ؛

تر هغو چې افغانان له يو بل سره په جګړه کې ښکېل وي او د يو بل وژل افتخار ګڼي، نه طالب، نه هم حکومت او نه هم بل افغان له هيڅ پردي څخه لاره ورکولاى شى. په خبرو او ښکنځلو د هيڅ رنځ درملنه نه کيږي. د هغوى په شان کار او ابتکار کولو ته اړتيا ده.

د سولې په هکله زمونږ د حکومت او طالبانو په ليدلوريو کې د انعطاف وړ نښې نه ليدل کېږي. داوړه خواوې په دې باور دي چې د هغوى تر منځ واټن خورا پراخ دی ، نو له بده مرغه دواړه خواوې سولې ته د چانس ورکولو پر ځای سختې جګړې ته چمتووالی نیسي. ارګ د لوړو پخو سيمټي ديوالونو ترشا اوسيږي او د طالبانو مشران ښه خوندي ژوند لري خو عام افغانان لاهم هره ورځ د هغوى ترمنځ د واک په سر جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دواړه اړخونه د سولې نه کولو په صورت کې د احتمالي ناورين  په اړه غیر واقعي حسابونه لري.

زمونږ په هیواد کې جګړه او سوله داخلي او بهرني اړخونه لري. امریکا چین روسیه ايران او پاکستان زمونږ په ستونځو کې خپل خپل رول لري. د دې لپاره چې زمونږ د سولې غوښتلو سپيڅلي داعيه پیاوړی شي ، موږ باید هیڅ یو اړخ له پامه ونه غورځوو.  په افغانستان کې د سولې  لپاره  سیمه ايزې او نړيوالې اجماع ته سخته اړتیا لرو. موږ په افغانستان کې د سولې لپاره د غځېدلې ټرویکا جوړښت د ستونځې د حل په لور په زړه پورې پرمختګ ګڼو. د افغانستان له ستونځمن تاریخ څخه باید زده کړه وکړو او ټول ذيدخله اړخونه له ځان سره ملګري کړو.

په درنښت؛ عبدالوحید وحید، کابل افغانستان

4 COMMENTS

  1. جناب وحيد صاحب:
    تاسی په لوړو پوستونو باندی د ګمارنی خبره وکړه که چیری تاسی دولتی اداراتو سر ښکاره کړی او وګوری هغه کسان چی غرب یا غرب ته ورته هیوادونو څخه په انګلیسی ژبه تیار شوو سندونو باندی راغلی او دلته د NTA یا بل ډول لوړو معاشونو باندی ګمارل شوی مګر هغه کسان چی همدی اصلاحات اداری د قانون په اساس ګمارل شوی مګر بیرته په زور له دفتر شړل کیږی او د همدی کمیسیون د شکایاتو د برخی مسولین د هیچا غږ نه اوری د دوی لایحو وظایفو کی راغلی چی همدا کمیسیون ریس جمهور ته راپور ورکوی مګر تر نن پوری څارنوالی او یا بله د څار ډلی ددی کمیسیون هیڅ سند رسانیو ته افشا نکړ چی دا څه ډول قانون ده چی یو رسمی کارمند په زور له دفتر څخه شړی او منفک کوی یی

    در حالیکه چی همدا ریس جمهور وایی چی زده کړه وکړی او د خپل هیواد په آبادی کی برخه واخلی نو چی کله یو څوک ګمارل کیږی بیا بیرته خلاف د قانون منفک کیږی د هغه غږ هم نه اوریدل کیږی مګر یو بهر څخه راغلی مشاور بیا له ټولو غیرقانونی امتیازاتو برخمن کیږی درحالیه چی هیڅ مشاور خارج هیواد د سفر کولو اجازه نلری

    را به شو دیته چی دولت وایی پاکستان زموږ دښمن ده نو آیا امریکا چی ته یی متحد ګڼی اود دوی په دستور همدا شل کاله عام افغان بمبار کیږی دا خبره منی چی پاکستان د ترهګرو پټن ځای ده کچیری نه یی منی نو افغان دولت ولی د دوی هر غوښتنی مثبت ځواب وایی
    کچیری افغان له پاکستان سره رښتیا دښمنی پالی لومړی ګام کی خو دومره کولی شی چی خپل سفارت په پاکستان کی وتړی او ووایی چی ترڅو طالبانو اوربند نه یی منلی او له جګړی یی لاس نه وی اخیستی موږ پاکستان سره ټول دیپلوماتیکی او تجارتی اړیکی تر امر ثانی پوری بندوو نو وبه ګوری چی څومره ژر پاکستان د افغان دولت خبری منی

    موږ افغانان له ښکته پښتنو سره باید په واضح خبره وکړو چی تاسی غواړی له لوی افغانستان سره یوځای شی که پاکستان سره پاتی کیږی نو ځکه کسان یا سیاست مداران چی دوی ځانته افغانان وایی مګر په اصل کی دوی همدی پوځی استخباراتو کسان دی چی دواړو لورو امتیازات اخلی نو باید ورباندی باور ونکړو

    نن باید همغه پښتانه ملایان چی افغانستان کی امریکا پر ضد جګړه رواه ګڼله مګر اوس باید خپل ولس ته او دینی زده کوونکو د امریکا په وړاندی د جهاد فتوا ورکړی

  2. ګل محمد صاحب محترمه سلامونه مې ومنئ
    زه ستاسو له نظر سره يقيناً موافق يم. همدغه ډول ستونځې شتون لري. نورې هم شته کله به په يوه او کله په بله باندي تمرکز کوو نيت مو يقيناً سمون او بدلون ده. خداى خو دې هغه ورځ زر راولي چې مشران زمونږ د پاک نيت نيوکې دښمني بلکه د توجه د جلبولو لاره وګڼي

  3. سلام
    کرزی پاکستان ته شل سفرونه وکړل دڅه لپاره؟ ستونزه نه وه،دافغانستان تنظیمونه همدلته دسیاست په ابعادو کې رالوی شول ستونزې نه وې.استاد سیاف دضیا ءالحق په وژنه اوښکې تویولی او هغه ته یې د ولی درجه ورکړه هیڅ مشکل نه وه.ربانی دکابل ۷۵۰۰۰ معصوم کسان شهید کړل خو ولس سره هیڅ اندېښنه او محاسبه نه شته.اشرف غنی یو کال سیرةاالنبی پاکستان کې لوستی که رښتیاوی!کوم یو عملی کړ بنین سوان دسلیمان لایق پرچمی نااغیړی په ډاګه کوی خو زموږ حکامو او په تیره بیا ځینو پښتنو له لایق معجزه جوړ کړ ګله چې مړشو. ډې کې شک نشته چې پاکستان زموږ دجهادملګری دی او له موږ سره اوږده پوله لری ګډ اسلامی فرهنګ او ژور دآی اس ای ټولنیزه اړیکی لری او همدارنګه دافغانستان لپاره داقتصادی ،تعلیمې،لاسی صنایع او تجارتی برخو کې ډېره مهمه سرچینه بلل کیږی همدا اوس په میلیونو افغانان دلته مېشت دی او کاری ژوند لری.
    سیاسی محاسبه خو په کارده ولې په څه ډول؟تراوسه ننګرهار کې دکلدارو مارکیټ تود دی که افغانۍ؟ ملامت او نا ملامت طرحه لری،دېپلو ماتیک ،ژر او ناژر اړیکی او روابط دقضيې بله برخه ده چې په دو ه اړخیزو خبرو باندې تصفیه کېدای شی نو پوهه ،زعامت ،او متدین مشرتابه غواړی .لاړشی په یو تیوب کې دحمد الله احساساتی
    اود هاهاګډه وډه وینا وګوری چې کوم ځای یی تاریخی دی نوموړی نجیب ګاو ژاړی !همدا شاعر،لیکوال،معلم،عالم او دانشمند دپوهنې چراغ ولس ګونګ ورته ناست دی چې په هرڅه پوهیږی وګوری بیا تاسې ته پته لګیږی چې مشران یعنی څوک؟زه نه پوهېږم چې حمدالله دځمکې حجم څنګه په تعداد جلا کوی او نارې وهی چې یو تعداد خمکه یې نیولې وه….. یوشاشجاع دبل شاشجاع په تعریف لګیادي دی او هرڅه سره نغاړی لکه بین المللی،استخبارات،ملی امنیت ، غونډې هغه او دغه نارې وهی چې شمله یی هم دمیرویس نیکه اودهغه مدبر شخصیت ملی یوالی او ولسواکی ته اهانت ګنل کیږی . داماشوم له پا کستان سره دا ډول حسابی کولی شی ؟ داد غنی دوه سری حکومت ستره بیلګه ده-نور خو یې لاپرېږده ؟شپه که تیاره ده مڼې په شمار دی.

  4. ع شريف زاد وروره
    زه ستاسو له نظر سره بشپړ توافق لرم. ريښتيا هم زمونږ همدغه نيمګړتياوې زمونږ د ناکاميو لاملونه دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب