سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاژور خپګان مو د بډوډو پر ناروغۍ اخته کوي

ژور خپګان مو د بډوډو پر ناروغۍ اخته کوي

تاند –  روغتیا پوهان وایي، هغه کسان چې ډېر وخت د ژور خپګان له نښو نښانو سره مخ وي، په راتلونکي ژوند کې د ګردو له ستونزو سره ډېر مخ کېږي.

د پوهانو په وینا، له دې وړاندې هم د څېړنو له مخې د ژور خپګان او د ګردو په فعالیتونو کې د کمښت ترمنځ اړیکه موندل شوې وه.

څېړوونکي وایي، له دې څېړنې څرګندېږي چې ژور خپګان د ګردو په صحت مندو فعالیتونو تر کومه حده اغېز کوي.

ژور خپګان یوه داسې عامه ستونزه ده چې ډېر  خلک ورسره لاس او ګرېوان دي او د همدې ناروغۍ په سبب بیا له نورو ډېرو ذهني او بدني ناروغیو سره مخ کېږي.

څېړونکي وایي چې د څېړنې په پیل کې د ژور خپګان نښې او په راتلونکو کلونو کې د ګردو په فعالیتونو کې د کمښت ترمنځ څرګنده اړیکه شته.

دوی زیاتوي چې د ژور خپګان پر ناروغانو د ګردو د ناروغیو خطر د نورو په پرتله ۱.۴ ځلې ډېر وي.

روغتیا پوهان لارښوونه کوي چې د ګردو تلپاتې ناروغۍ د زړه د شریانونو له ناروغۍ، د ګردو له کاره لوېدو او د مړینې د خطر ډېرولو لپاره یو مهم عنصر تمامېږي، نو که چېرته یې د خطر ډېرولو عوامل وپېژندل شي، نو له یادو ستونزو ځان ژغورلی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب