سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې د ملي امنیت په ځواکونو برید؛ ۲ وژل شوي...

جلال اباد کې د ملي امنیت په ځواکونو برید؛ ۲ وژل شوي ۱۰ ټپیان شوي

تاند — جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ځواکونو ۰۲ قطعې په موټر چاودنې دوه کسان وژلي او لس نور یې ټپیان کړي.

د سړک غاړې دغه چاودنه نن چهارشنبه سهار څه باندې لس بجې د څلورمې ناحیې اړوند بارګینو سره څېرمه شوې ده.

د ننګرهار مطبوعاتې دفتر وایي چې چاودنه د ۰۲ ځواکونو په موټر شوې ده چې دوه ملکیان په کې وژل شوي دي چې یو یې زرنج چلوونکی دی او لس کسان ټپیان دي.

د ننګرهار دولتي روغتون ویاند ګلزاده سنګر ویلي چې د پېښې له ځایه ورته د ملکیانو دوه جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي چې یو په کې نظامي عسکر او نور عام وګړي دي.

صفر دوه ځواکونو یا کومې وسله والې ډلې تر اوسه ددې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

جلال اباد کې د ۰۲ قطعې په ځواکونو چاودنه شوې

تاند – د جلال اباد ښار ختیځ ته د درېیمې لوا سره د ملي امنیت په ځواکونو چاودنه شوې.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه نن د ورځې شاوخوا ۱۰:۱۰ بجې د ملي امنیت صفر دوه قطعې پر ځواکونو شوې، خو نوعیت یې لا نه دی معلوم.

د سرچینو په حواله په سیمه کې د سپکو وسلو د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

تراوسه په رسمي توګه د دې پېښې د څرنګوالي او زیان په هکله څه نه دي ویل شوي او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی