Homeخبرونهبلخ کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۱ غړي وژل شوي

بلخ کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۱ غړي وژل شوي

تاند – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال په بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۱ غړي وژل شوي.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه/ د جوزا ۱۲مه خپره شوې راغلي، افغان دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند “کلینیک” کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره کړل.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۱ غړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...