جمعه, مې 3, 2024
Home+تورې زولنې او تورې بهانې (۱) (د پاکستان د پټو زندانونو کيسه

تورې زولنې او تورې بهانې (۱) (د پاکستان د پټو زندانونو کيسه

ليکوال: عبدالرحيم مسلم دوست.
کړۍ: (۱).
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على سيد الا نبيآء والمرسلين محمد و على آله و أصحابه أجمعين ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين. امابعد:

ترکومه چې د حق او باطل تر منځ مقابله، مبارزه او مقاتله روانه وي وروستی بری به د حق او حقپالو وي.
محترمو لوستونکو ته به څرګنده وي چې له کومه په افغانستان کې په ٢٦\٤\١٣٥٢ هـ لمريز داود خان په ظاهر شاه پوځي يرغل وکړ او د يوې کودتا په ترڅ کې د افغانستان واکمن شو، له همغې ورځې د پاکستان پوځي استخباراتو: (آى ايس آى) په افغانستان کې په خړو اوبو کې د کبانو دنيولو لوبه پيل کړه او وروسته يې د روسانو د مداخلې او احتلال په وخت کې له افغاني ناورين څخه د لنګې غوا کار واخيست. تر دې چې د امريکايانو او ناټو د پوځونو د راتـګ په وخت کې د لا زياتې درغلۍ او کاواکۍ فرصت په لاس ورغى…

د (آى ايس آى) او (ايم آی) مجرمې ادارې او مجرمان جنرالان، کرنيلان او بزدلان هغه تور مخي او دوه مخي مرتدان دي چې له يوه پلوه داسلام ،جهاد،طالب ،ملا،مدرسې اوداسې نورسپېڅلي نومونه د خپلوشومو موخو لپاره استعمالوي او د کشمير سياسي جنګ ته د جهاد په نوم ورکولو څه احمقان غولوي اوجنګوي، په افغانستان کې مسلسل منحوسې لاسوهنې کوي…اوله بله پلوه د ډالرو ، پونډونو ، يورو، دينارونو ، ريالونو او … په بدل کې جوماتونه ړنګوي، مدرسې نړوي، کورونه ړنګوي، بې وزلي ماشومان، ښځې او بوډاګان وژني، د اسلامي امت دين، پت، عزت، عفت، عصمت او هر څه پلوري. د اسلامي امت خويندې يې د ډالرو په بدل کې بربنډې د امريکايانو الوتکو ته ور پورته کړې، افغانستان يې لوټې لوټې او په وينو ککړ کړ ، د پښتنو، بلوچو او سنديانو حقونه غصبوي او وينې يې تويوي. پټ زندانونه يې له زرونو پتمنو ښځو او نارينه ؤ نه ډک دي، هم خپله ترهګري کوي او هم د پتمنو پښتنو، بلوچو…. قبائلو وينې د ترهګرو په نوم تويوي.د پاکستاني ولس په وينو اخيستل شوې الوتکې او وسلې د همدې مېړني ولس په خلاف بې درېغه استعمالوي او نور هغه وحشي او بې ننګه بې غيرته کارونه کوي چې انسان يې په ويلو او ليکلو شرمېږي…

زه (مسلم دوست) او زما ورور: استاذ بدر الزمان بدر هم په ١٧\١١\٢٠٠١ م کال د آى ايس آى مجرمانو ونيولو او پر امريکايانو يې وپلورلو. درې نيم کاله وروسته چې کله راآزاد شو، نو د (ماتې زولنې) په نامه کتاب مو وليکه او زه بيا د همدې کتاب د ليکلو په جرم دوهم ځل ونيول شوم ، دوه نيم کاله مې بيا په پټو او ښکاره زندانونو کې تېرکړل او بيا په ٢٧\٢\٢٠٠٩ م کال د آى ايس آى د يو کرنيل (عازب) پنجابي په بدل کې الله تعالى را ازاد کړم.

ما له پټ جېل نه د پېښور سنټرل جېل ته له انتقاله وروسته په جېل کې ځينې کتابونه وليکل چې يو پکې همدا کتاب (تورې زولنې او تورې بهانې) دى.

په دې کتاب کې ما هغه حقيقتونه وليکل چې خپله مې وليدل اوله بنديانو نه مې واورېدل. د آى ايس آى منحوسه څېره خوپه (ماتې زولنې) کې څه ناڅه بربنډه شوې وه ؛خو په دې کتاب کې به نورډېر پټ حقيقتونه هم درڅرګند شي …او لا نور ګوره چې څومره حقيقتونه به را څرګندېږي؟!…

يولوی ناورين اولويه الميه داده چې د پاکستاني استخباراتو له وېرې ډېرخلک له حقيقتونو نه سترګې پټوي.بله دا چې تنظيم پرستي دومره اوج ته رسېدلې ده چې ځينې اسلام نما او جهادنما تنظيمونه پاکستاني استخباراتو:    (آي ايس آی) او (ايم آی) په لاس کې نيولي دي،د خپلو شومواهدافو لپاره يې بې درېغه استعمالوي.اونا اهله مشران اومسئولين يې خپلوناڅيزو شخصي ګټو ته ګوري او د امت، ولس،دين او وطن اجتماعي ګټې يې شاته غورځولې دي!!!.

ما الحمد لله په بشپړ جرات او امانتدارۍ بې له کوم ډار خپلې شخصي ګټې له اجتماعي ګټو نه قربان کړې، په ټولوخطرونو منلو مې کره، نږه، سوچه جوت او ريښتيا وليکل، قضاوت او ارزونه يې لوستونکو ته پرېږدم.
نور بيا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب