شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهټاکل شوې د افغان سولې مذاکراتي پلاوي سبا په دوحه کې سره...

ټاکل شوې د افغان سولې مذاکراتي پلاوي سبا په دوحه کې سره وګوري

تاند — د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي پرون سه شنبه/ د جوزا ۱۱مه/ دوحې ته رسېدلي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري دوحی ته د افغان دولت د مرکچي ټیم غړیو له تګ وروسته دغه خبره کړې ده.

هغې ویلي، “مذاکراتي ټیم دوحې ته لاړ. له نورو اعضاوو سره یوځای به سم د لاسه د مذاکرو د دایرېدو لپاره هڅه وکړي او مذاکرې به ان شا الله شروع شي.”

دا لا معلومه نه ده چې د دولت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ به خبرې کله پیلېږي؟ خو دغه مذاکرې وروسته له هغې ټکنۍ شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتو لړۍ د سپټمبر تر ۱۱مې وغځوله.

اخوا بیا راپورونه وايي چې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي به سبا پنجشنبه په دوحه کې سره وګوري چې په همدې سره به د سولې په ټپه ولاړې خبرې بیا ځلې پیل شي او د تاوتریخوالي پر کمېدو به بحثونه وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي چې د مذاکراتو د پيل کره ورځ نه ده ټاکل شوې خو همدا چې پیل شي په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي خبرو ته تیار دي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په کور د ننه تاوتریخوالی ډېر شوی دی خو د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

1 COMMENT

  1. له ټالب یا د آی اس آی له افغاني الاصله پنجابي میجرانو او کرنیلانو سره خبرې کول هسې د وخت ضایع کول دي . ښه به دا وي چې افغان ولس سره متحد اوپه ټول قوت سره د ټالبي وحشي ترورستانو سره جهاد اعلان شي ، خپل ولس او ګران افغانستان د دوی له شومو اجسادو پاک شي .
    ژوندی دې وي افغان مسلمان او ویاړلی ملت !
    تل دې وي ګران افغانستان!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب