جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان افریقا ته د سترنجیو صادرات پیل کړل

افغانستان افریقا ته د سترنجیو صادرات پیل کړل

تاند – د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې جوړې شوې سترنجۍ د افریقا سومالیا او د چرګانو دانه تاجکستان ته صادره شوه.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه/ د جوزا ۱۲مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ولایت کې جوړې شوې پلاستیکي ۲۷۱۸۰ فوټه سترنجۍ د افریقا سومالیا هېواد ته صادرې شوې.

د خبرپاڼې له مخې همدا راز د لومړي ځل لپاره د ننګرهار څخه ۱۱۱ ټنه د چرګانو دانه تاجکستان ته صادره شوه.

افغانستان تر دې مخکې له نورو هېوادونو پلاستیکي سترنجۍ او د چرګانو دانه واردوله، خو چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره له ننګرهاره د دغو توکو صادرات پیل شول.

1 COMMENT

  1. فوټ او یارد ، میل د انګلستان او د هغو د مستعمره هېوادونو د طول د مقیاس او وزن مقیاس دی . مګر نړیوال منل شوی ستندرد نورم د وزن لپاره کیلوګرام او د طول لپاره متر او کیلومتر دي. افغانستان هم نړیوال ستندرد نورم قبول کړی او قانونا نور مقیاسونه اعتبار نه لري . هیله ده د افغانستان ادارې او مطبوعات دا مسایل جدی رعایت کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب