شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهعمران خان له امام علي رحمان سره په کتنه کې د افغانستان...

عمران خان له امام علي رحمان سره په کتنه کې د افغانستان سوله د دواړو لپاره مهمه وبلله

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۱۲) د پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو نن په اسلام اباد کې د کتنې په ترڅ په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتنه وکړه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل، هیواد یې په افغانستان کې د دې لپاره سوله او ثبات غواړي چې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې سوله ییز افغانستان د پاکستان او تاجکستان پر امنیت اغېز لري او له همدې کبله د افغانستان سوله د دواړو هیوادونو لپاره مهمه ده.

عمران خان زیاته کړه، که د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې سیاسي روغه جوړه ونه شوه، د افغانستان له جګړې به هم پاکستان او هم تاجکستان اغېزمن شي.

ده دا هم وویل، د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا لپاره هم د افغانستان سوله مهمه ده.

د عمران خان په وینا، پاکستان او تاجکستان په منځنۍ اسیا کې د سولې د ننګونو په اړه ورته نظرونه لري.

د پاکستان صدراعظم ونه ویل چې په افغانستان کې په څه ډول سوله غواړي.

د افغانستان حکومت او یو شمېر نور هیوادونه وايي چې په افغانستان کې هغه مهال سوله راتلی شي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ودروي، د طالبانو شوراګانې له خپلې خاورې وباسي، د خپل هیواد په مدرسو کې د افغانستان د جګړې لپاره د جګړه مارو روزنه ودروي او هغو ته د پیسو او کسانو راټولول منع کړي.

پاکستان دا تورونه سره له دې چې ځینې وخت تاییدوي خو عموماً یې ردوي او وايي چې د دغه هیواد له خاورې د طالبانو ملاتړ په ټیټه پیمانه کېږي.

د تاجکستان ولسمشر د اسلام اباد د سفر په لړ کې له پاکستان سره ۱۰ موافقې لاسلیک کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب